خپل هدف څنګه ترلاسه کړو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 03, 2022
4 years ago
3,026 views
خپل هدف څنګه ترلاسه کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

که تاسو دا لیکنه لولئ؛ نو بختور یئ. ځکه چې تاسو به د خپلو موخو د ترلاسه کولو پر راز پوه شئ. دا چې څنګه کولای شو، خپل هدف ترلاسه کړو، ځواب یې بېخي ساده دی. تاسو به هغه وخت خپلو موخو ته ورسېږئ، چې د قسمت په تمه ویده نه شئ، بلکې برعکس پر تدبیر او هڅو باور ولرئ.

فکر وکړئ ستاسو په ستوني کې مړۍ (د ډوډۍ کپ) ونښته، ملګری مو دوه انتخابه لري، یو دا چې تاسو ته وګوري او دعا درته وکړي، بله دا چې پر څټ مو په سوک (Box) ووهي ترڅو مړۍ مو تېره شي، نو تاسو به کوم یو ټاکئ؟ معلومه ده، چې له ملګري به هیله کوئ، چې پر څټ مو ووهي ترڅو مړۍ مو تېره شي. له همدې امله موږ وایو، چې له توکل او تقدیر سره ـ سره تدبیر هم خورا مهم رول لري.  

هیلې او موخې لرل ښه وي؛ خو تر دې ښه دا وي، چې د همدې موخو ترلاسه کولو لپاره مټې راونغاړئ او خپلې وړتیاوې ډېرې کړئ. مثلا یو هندو او مسلمان سیند ته ولوېدل. څه فکر کوئ کوم یو به روغ ووځي؟ معلومه خبره ده، چې د کوم یو لامبو زده وي هغه به روغ پاتې کېږي. وګورئ! خدای هم هغه څوک خوښوي، چې هڅه یې کړې وي او وړتیاوې لري. نو هڅه وکړئ، سخت کار وکړئ او د خپلو موخو پر لور قوي ګامونه واخلئ.

لیکوال "سټاین بیک" وايي، چې "د خپل کوښښ او تلاش مریدان شئ؛ نه د امید او هیلو." یوازې په هیلو او خیالونو کار نه کېږي. هر هدف او موخه که لرئ کار ورته وکړئ او همدا د موخو ترلاسه کولو تر ټولو بهترینه لاره ده. موږ په ټولنه کې دوه ډوله خلک لرو، یوه ډله هغه چې سهار ویده وي او خوبونه ويني. دوهمه هغه چې سهار پاڅېږي تر څو خپل خوبونه رښتيا کړي. نو تاسو هم دوهمه ډله شئ. پاڅېږئ، سترګې خلاصې کړئ او د خپلو موخو لپاره کار وکړئ.

Related Articles

Mar 19, 2023
1,495 views

د کار په ساحه کی باید یو ساختمانی انجینر

🚫 د کار په ساحه کی باید یو ساختمانی انجینر  د لاندی کارونو تر سره کولو څخه ډډه وکړی.  👷یو ساختمانی انجینر باید د لاندی کارونو له تر سراوی څخه ډډه وکړی.:‌ ۱. د اوبو پایيپونه او د برق لاینونه باید د پایو له منځ څخه تیر نکړی  ۲. په سلبونو کی باید ۲۰...

Aug 11, 2020
4,050 views

د ماشومانو ترمنځ په شخړو او جگړو کې د والدینو رول

ډېر وخت داسې پیښیږي چې ماشومان د لوبو په اوږدو کې د خپلو همزولو ماشومانو سره په شخړو او جگړو لاس پورې کړي، حتی تر دې چې خبره وهلو او ټکولو ته رسیږی.نو دا وخت ماشومان د خپلو همزولو څخه د کورنیو غړو او خپلو والدینو ته شکایت کوي، او دا هیله له هغوی څخه...

Mar 08, 2021
4,589 views

د بادرنګو ګټې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی د اوړي په را نږدې کېدو سره د بادرنګو محصولات هم په ډېرېدو دي. خو آیا پوهېږئ چې بادرنګ کومې روغتيايي ګټې لري او زيانونه یې څه دي؟ د لیکنې تر پايه به ددې پوښتنو ځوابونه پيدا کړئ. روغتيايي ګټې بادرنګ د فیبر، املاح او ويټامين په ځا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,798 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,433 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,862 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...