د نړۍ تر ټولو یخې سیمې

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 04, 2022
4 years ago
2,288 views
د نړۍ تر ټولو یخې سیمې

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

د ژمي په سړه هوا کې به فکر کوئ، چې تاسو په یوه یخه سیمه کې ژوند کوئ؛ خو که ددې ځایونو په اړه پوه شئ، پخپلې سیمې به شکر وباسئ. تاسو به په دې لیکنه کې د نړۍ تر ټولو یخو سیمې وپېژنئ.  

یخې سیمې  

په یاد ولرئ، چې په نړۍ کې تر دې یخې سیمې هم شته، چې موږ یې په لیکنه کې یادونه کوو. ددې لیکنې موضوع یوازې هغه یخې سیمې دي، چې انسانان پکې اوسېږي. په داسې حال کې چې تر دې سیمو نور يخ ځایونه هم شته، چرته چې انسانان ژوند نه شي کولای.  په هر حال؛ د ځينو هغو یخو ځايونو نومونه، چې انسانان پکې اوسېږي، په دې ډول دي:  

لومړی| اویمیاکُن

دا کلی د روسیې په سایبیریايي جغرافیه کې موقعیت لري، چې د شمالي قطب له دایرې څخه یوازې څو سوه کیلومټره لرې پروت دی. د اویمیاکُن "Oymyakon" کلي د اوسېدونکو شمېر شاوخوا پنځه سوه (۵۰۰) تنو ته رسېږي. د نفوسو له کم شمېر څخه معلومېږي، چې د یخې هوا له کبله اکثره وګړي یې نورو سیمو ته کډه کېږي. په جنورۍ میاشت کې ددې سیمې هوا آن د سانتي ګراد منفي پنځوسو درجو ته رسېږي. تر ټولو سړه هوا یې په "۱۹۳۳ز" کال کې ثبت شوې ده، چې منفي ۶۷.۷ درجو ته رسېدله.  د سیمې اوسيدونکي خپل موټرونه په ځانګړو خونو کې ساتي، چې د موټرو ګرم ساتلو لپاره پکې خاص ماشینونه لګېدلي دي. دوی عینکې هم نه په سترګو کوي، ځکه چې د یخې هوا له کبله یې بېرته نه شي لري کولای. همدارنګه کرنه پکې صفر ته نږدې ده؛ نو ځکه خو تر ډېره له غوښو استفاده کوي.  

دویم| ورخویانسک

دا د نړۍ د دویمې یخې سیمې نوم دی، چې انسانان پکې ژوند کوي. جالبه دا چې دا کلی هم په روسیه کې موقعیت لري او له لومړۍ سیمې (اویمیاکُن) څخه لږه اندازه لرې پرته ده. ورخویانسک "Verkhoyansk" او اویمیاکُن د یخنۍ درجه اکثرا یو ډول وي او د لومړي مقام په ګټلو کې د یو بل رقیبان بلل کېږي. دې سیمې ته یوازې په ځانګړو الو کې سفر کېږي، چې د یخ له پاسه تللای شي. په اوړي کې هم د ورتګ لپاره باید له الوتکو استفاده وشي. ددې کلي د خلکو ژوند هم د لومړني کلي د خلکو په څېر دی. دوی تقریبا ټول ژمی پخپلو کوټو/کورونو کې تېروي. د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې به سیاسي مخالفین د تبعید کړای شوو خلکو په نوم همدې سیمې ته استول کېدل. نو له همدې امله اکثره وګړي یې د تبعید شوو خلکو اولادونه دي. ددې کلي جمعیت شاوخوا ۱۳۰۰ تنو ته رسېږي.  

درېيم| سنَګ

د کاناډا په یوکون کې د الاسکا لویې لارې ترڅنګ د سنَګ "Snag" په نوم یو کوچنی کلی آباد دی. په جنورۍ میاشت کې ددې سیمې هوا آن تر منفي شپېته درجو هم رسېږي. د یخنۍ تر ټولو ټيټه درجه پکې په ۱۹۴۷ز کال کې ثبت شوې ده، چې د سانتي ګراد منفي دري شپېته (-۶۳) درجې وه. ددي کلي اوسېدونکي هم په ژمي کې ډېر کم له خپلو کورونو وځي او نور اکثرا پخپلو خونو/کورونو کې وخت تېروي.  

څلورم| اولانباتار

دا سیمه د نړۍ د یخو ځايونو په لیست کې څلورم مقام لري. په "۲۰۱۵ز" کال کې د مغولستان د پلازمینې په اولانباتار "Ulaanbaatar" سیمه کې د هوا درجه منفي ۴۱ ته ورسېده. که څه هم ددې ښار خلک له یخنۍ سره بلد دي؛ خو د هوا ککړتیا یې روغتيا ننګوي. په دې ښار کې شاوخوا ۱.۳ میلیونه وګړي ژوند کوي. دوی ځانګړي کورونه جوړوي، چې  یورت "yurt" نومېږي او د ګرم ساتلو لپاره یې د ډبرو له سکرو څخه کار اخلي.  

پنځم| قزاقستان

د قزاقستان هېواد پلازمینه د یخو سیمو په قطار کې پنځم ځای لري. د ژمي په اوږدو کې ددې ۸۰۰۰۰۰ نفوس لرونکي ښار یخه هوا د منفي ۳۰ او ۳۵ سانتي ګراد درجو ترمنځ وي. دا ښار وچه آب و هوا لري او اوړی یې هم لږ څه ګرم وي. له دې ورهاخوا د چین هاربین، د کاناډا یلونایف "Yellowknife"، د روسیې یاکوتسک "Yakutsk" او ووستوک "Vostok" هغه سیمې دي، چې د یخو سیمو په لیست کې په ترتیب سره شپږم، اووم، اتم او نهم مقامونه لري.

Related Articles

Jul 17, 2022
2,171 views

دا نه پوهیږي چې دا یوه مجسمه ده

په پورته انځور کې دا کوچنۍ انجلۍ پدې نه پوهیږي چې دا یوه مجسمه ده، یوازې ګوري چې یو کس (سړی) رنځ او درد باسي او مرستې ته اړتیا لري. که چېرې زمونږ ښه والی، د نورو خلکو رفتار او رویې پورې تړلی وي . . نو دا ښه والی ندی؛ بلکې یوه راکړه ورکړه (معامله)...

Nov 08, 2020
2,964 views

هغه ډکي، چې چينايان پرې خواړه خوري

د نړۍ خلک د خوړو خوړولو بېلابېل فرهنګونه لري، ډېری مسلمانان په لاس خواړه خوري، اروپايان له کاشوغې او کاشوغ پنجې استفاده کوي خو؛ چينايان بيا له ځانګړو ډکو چې (کوايزه) نومېږي ګټه پورته کوي. البته کوايزه د دوو ډکو يوې جوړې ته ويل کېږي. د دغو ډکو تاريخ ت...

Mar 06, 2022
5,130 views

د سرو زرو کورونه

ليکنه ـ ریاض مقامزی استاد غضنفر د یوه حکایت ژباړه داسې کښي: ”لمرخاته مهال به هلک د خپل خټین کور بام ته وخوت او د لمر په زېړو پلوشو كې به يې د لرې کلي د اورسیو (کړکۍ،اشدارې) ننداره کوله. د اورسیو طلايي رنگ ډېر خوند ورکاوه او همېشه يې له ځان سره ويل،...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,277 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,286 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,455 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...