د ګاز نیونې پر مهال د ناروغ د ژغورلو لپاره باید څه وکړو؟

i
imranghani
Author
Jan 08, 2022
4 years ago
2,108 views
د ګاز نیونې پر مهال د ناروغ د ژغورلو لپاره باید څه وکړو؟

لیکنه: شکېبا نادري

د ګاز نیونې پر مهال د ناروغ د ژغورلو لپارهط باید څه وکړو؟

 

په اوسني موسم یعنې ژمي کې خلک د خپلو کورونو د تودولو لپاره له بېلابېلو موادو، لکه ذغال، لرګي، ګاز او داسې نورو څخه ګټه اخلي، خو که له دغو موادو څخه د ګټې اخیستنې پر وخت غور ونه کړو، نو پایله به یې ډېره خطرناکه وي، ان زموږ د مړینې لامل هم کېدلای شي. 

ګاز چې له هایډرو کاربن بوټان او پروپان څخه جوړ مواد دي، کله چې یو کس له لسو دقیقو څخه زیات یاد ګاز تنفس کړي، نو په وینه کې یې اکسېجن کمېږي او ځای یې کاربن نیسي او د انسان د مړینې لامل کېږي.

لرګي او ذغال هم د سوځېدلو پرمهال یو ډول ګاز چې کاربن مونو اکسایډ نومېږي تولیدوي دغه ګاز ډېر خطرناک او وژونکی دی. 

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو چې که کوم کس ګاز نیولی وي، د ژغورلو لپاره یې باید څه وکړو.

که تاسو هم غواړئ په دې اړه پوه شئ، چې د ګاز نیولي کس د ژغورلو لپاره باید څه وکړو او څنګه یې وژغورو زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

 کله چې پوه شوئ چې یو کس ګاز نیولی دی، لومړی باید ناروغ کس له خونې څخه بهر وباسئ، تر څو اکسیجن واخلي که ناروغ په هوښ و نو مایعات، لېمو او یا مستې ورکړئ!

 یا ناروغ ته یو پلاستیک او یا پوقاڼه ورکړئ، چې پوف یې کړي، دا کړنه هم د دې لامل کېږي چې کاربن د ناروغ له بدن څخه بهر شي او ځای یې اکسیجن ونیسي، خو که ناروغ بې هوښه و، نو هغه په یوه هوار ځای کې څملوئ او د خولې په واسطه مصنوعي ساه ورکړئ! 

پر دواړو لاسونو مو د ناروغ د سینې کیڼه خوا پینځلس ځله کېکاږئ او فشار پرې راوړئ!

د بې هوښۍ په حالت کې هېڅکله ناروغ کس ته خوراکي مواد لکه، خواړه او یا اوبه مه ورکوئ، ځکه دا کړنه مو د ناروغ د مړینې لامل کېدلای شي.

سربېره پر یادو کارونو که ناروغ بیا هم ښه نه شو، نو باید روغتون ته یووړل شي، تر څو ډاکټران یې معاینه کړي او اړینې کړنې تر سره کړي.

نو هېڅکله د ګاز نیول عادي مه ګڼئ او د ګاز، ذغالو او لرګیو څخه د ګټې اخیستنې پرمهال ډېر پام وکړئ او د مړینې له خطر څخه ځان او خپله کورنۍ وژغورئ.

Related Articles

Oct 16, 2021
4,431 views

د خلکو په زړونو کې ځای داسې پیدا کړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنه کې محبوب اوسېدل نږدې ټول انسانان خوښوي. هر انسان غواړي، چې پخپله ټولنه کې منلی شخص اوسي او خلک یې احترام وکړي؛ مګر ډېر کم خلک پوهېږي، چې څنګه د نورو په زړونو کې ځای پیدا کړي او خلکو ته ګران اوسي. ددې چارې لپاره ځينې مطلق...

May 12, 2021
1,882 views

هزینه های نفاق

هزینه های نفاق مصطفی عمرزی از چند سالي ست كه به نام حقوق بشر، از به محكمه كشاندن مجرمان سال ها بدبختی  مردم ما، سخن گفته می شود. اين كه چه گونه اين محكمه دایر مي شود، حرفي نداريم؛ اما براي سبك و سنگين كردن دوسیه هاي آن، هيچ ترازويی وجود ندارد.  حم...

Mar 06, 2021
3,023 views

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

لیکنه ریاض مقامزی د ژوند د درسونو په لړۍ کې به دا ځلې د یوه بل انسان له تجربو يو څه زده کړو. خو آيا پوهېږئ يو له هغوی کسانو تاسو یئ، چې ډېر ژر به مثبت لوري ته بدلون وکړئ؟ هو، تاسو! ځکه چې د ژوند د بدلونه په لټه کې یئ او دا کرښې په مینه لولئ.  نن ب...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,641 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,386 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,735 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...