که دا ځانګړنې مو خپلې کړې حتما بریالي کېږئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 12, 2022
4 years ago
2,065 views
که دا ځانګړنې مو خپلې کړې حتما بریالي کېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په اراوپوهنه کې د پرمختګ او بریا لپاره فکري بلوغ (Maturity) ډېر اړین بلل کېږي؛ هغوی چې فکري پوخوالي ته ورسېږي، د پرمختګ اوږدې لارې په ډېر کم وخت کې طی کوي. نو که تاسو هم غواړئ بریالی ژوند ولرئ او پخپل ژوند کې چټک پرمختګ وکړئ، نو دا خصوصیات خپل کړئ.   

  • حتما لږې ـ لږې پیسې سپما (ذخیره) کوئ.
  • د شهرت پر ځای پر وړتیاوو باور پيدا کړئ.
  • د نورو عیبونه مه لټوئ.
  • وخت ته له هر څه ډېر ارزښت ورکړئ.
  • صبر او زغم ولرئ.
  • خبرې لږې او عمل ډېر کوئ.
  • دا هېر کړئ چې "خلک به څه وايي؟"
  • ومنئ چې یوازې د خپلو کړنو مسؤل یئ. د بل چا ځواب ویونکي تاسو نه یئ، نو د خپلو کړنو په اړه مسولانه خوی خپل کړئ. 
  • خپلې کمزورۍ په نښه کړئ او ختموئ یئ.
  • خپلو وړتیاوو ته وده ورکړئ.
  • ډېر اورئ او لږ وايئ.
  • د "نشم کولای" پر ځای د "کولای شم" نظریه خپله کړئ.
  • هوډ مو پياوړی کړئ.
  • د احساساتو پر ځای په فکر پرېکړې کوئ.
  • توقعات مو بېخي محدود کړئ، یعنې تقریبا له هېچا تمه مه کوئ.
  • د ځان تغیر د نړۍ تغیر وبولئ.

Related Articles

May 20, 2022
2,363 views

رفاقت که رقابت؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   یو حکایت دی وايي، چې استاد خپلو ټولو محصلینو ته یوه ـ یوه پوکاڼۍ او ستنې ورکړې. ویې ویل: "په یوه دقیقه کې به تاسو هڅه کوئ د بل کس پوکاڼۍ وچوئ او خپله روغه وساتئ. که د هر چا بالون/پوکاڼۍ روغه پاتې شوه هغه ګټونکی دی." وروسته له ی...

Oct 30, 2020
2,605 views

مرز منفور

مرز منفور (معرفی کتاب نفرین دیورند) نوشته ی مصطفی عمرزی وقوع دیورند در تاریخ افغانستان، واقعی ترین معنی یک مرز منفور است. راجع به این تراژیدی، آثار، کتب و مباحث زیادی ارائه شده اند که اگر جلو آگاهان آن ها قرار داده شوند، نو نیستند؛ اما این، به معن...

Aug 08, 2020
2,361 views

غرنېو خلکو د ځواکمنۍ راز

( موضوع سره تړلې زما د ژوند ېوه تجربه )ډېر کلونه وړاندې مې بلاخره د ماشومتوب د دوران ېو ارمان پوره شو او وتوانېدم چې د سپين غر څوکې ته پورته شم .کيسه داسې وه چې ېوه ډله کابلي (!) شينواري چې زه هم دې ډله کې وم تر ډېرو کلونو وروسته خپلې ولسوالۍ ( هسکې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,994 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,207 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,204 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...