باچا خان څوک و؟

i
imranghani
Author
Jan 21, 2022
4 years ago
5,552 views
باچا خان څوک و؟

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري

باچا خان څوک و؟

 

باچا خان هغه شخصيت و چې تل یې د ټولنې د پرمختګ او ښه والي په اړه فکر کاوه او د ټولنې د وګړو او په ځانګړې توګه د نجونو پر مخ یې د پوهې دروازې پرانیستلې او د نجونو د پوهنې له مخې یې خنډونه لرې کړل.

نن د باچا خان د مړینې څلوردېرشم تلین دی ما هم وغوښتل چې تاسو ته په نننۍ لیکنه کې د فخر افغان یعنې خان عبدالغفار خان په اړه معلومات درکړو، که تاسو هم غواړئ د باچا خان په اړه معلومات تر لاسه کړئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

باچا خان په ۱۸۹۰م کال کې د پښتونخوا د چارسدې سیمې په اتمانزو نومي کلي کې د بهرام خان په کور کې زېږېدلی و.

اصلي نوم یې عبدالغفار خان و، خان کابو اتیا کاله د دغې لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې چې په ټولنې کې په ځانګړې توګه په پښتني سیمو کې تعلیم عام کړي او خلک دې ته وهڅوي چې پر خپلو اولادونو تعلیم وکړي او د ټولنې د پرمختګ لامل شي.

په شلمه پېړۍ کې د پښتنو د تاریخ د ملي ازادۍ تر ټولو ستر غورځنګ، د خدایي خدمتګارۍ بنسټ اېښودونکی عبدالغفار خان پر خپل ولس ګران او محترم شخصيت دی چې د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای لري.

له همدې کبله به ولس ورته له ډېرې مینې نه پاچا خان ویل او د فخر افغان لقب یې هم ورکړی دی.

هغه لومړنی ښوونځی د پېښور په ښاروالۍ ښوونځي کې ولوست. عبدالغفار خان د انګریزانو نوکرۍ ته زړه ښه نه کړ او د خپلې ځوانۍ له له لومړیو ورځو یې اصلاحي کارونو پیل کړل.

باچا خان تل د خپلو خلکو د خپلواکۍ او تعلیم لپاره مبارزه کوله.

په هغو ورځو کې ټولې سیمې د انګرېزانو په استعمار کې وې او تعلیم پکې ډېر کم و، او د نجونو د تعلیم نوم اخیستل خو پکې بېخي ګناه بلل کېدله.

هغه مهال به په ټولنه کې د ډېرې کوچنۍ خبرې لپاره دښمنۍ پالل کېدې او غچونه به اخیستل کېدل. د بېوزله کسانو ژوند خو بیا بېخي خراب و.

د عبدالغفار خان یوه هیله د خپلې ټولنې له خلکو سره مرسته وه. له همدې کبله یې خپل ټول ژوند د ټولنې د پرمختګ لپاره قربان کړ. 

په هغې زمانه کې عصري زده کړې لږ وې، او ځینو هغو کسانو چې یو څه  لیک لوست کولی شو، له دیني مدرسو فارغه شوي وو.

همدغې له مدرسو فارغو شویو کسانو هڅه کوله چې تعلیم د خلکو په منځ کې عام کړي او خلک تعلیم کولو ته وهڅوي.

باچا خان له خپلو ځینو ملګرو سره  په ۱۹۱۰ کال کې د ازادو مدرسو جوړول پيل کړل، موخه یې د پښتنو په سیمو کې د تعلیم عامول و.

باچا خان همداسې خپلو هڅو او خدمتونو ته دوام ورکړ، د وخت په تېرېدو سره نور کسان هم له نوموړي سره یو ځای شول، او په ګډه یې د "انجمن اصلاح الافاغنه" په نامه یوه اداره جوړه کړه. دا په شلمه پېړۍ کې د پښتنو روشن فکرانو لومړنی تنظیم و.

باچا خان د سیاسي مبارزې له کبله له ډېرو ستونزو سره مخ شوی، ان جلا وطني یې هم تېره کړې ده.

پاچا خان د ۱۹۸۸م کال د جنورۍ پر شلمه نېټه په پېښور کې مړ شو او جنازه یې له هغه ځایه ننګرهار ته یوړل شوه او په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو.

 افغان ځوانان علم دوست او غیرتي خلک دي، چې تل د پردیو د ظلمونو پر وړاندې په ډېرې مېړانې سره درېدلي دي او مبارزه یې کړې ده، ځان او ولس یې د پردیو له یرغل څخه ژغورلي دی، ښکاره مثال یې پاچا خان دی، پاچا خان د افغانانو په تاریخ کې یوه تل پاتې او نه هېرېدونکې څېره ده چې د نوم په اخیستلو سره یې هر افغان ویاړي او ډېر درناوی ورته کوي.

Related Articles

Apr 09, 2023
4,282 views

انسان د بدن مکمل معلومات

د انسان د بدن مکمل معلومات📝 ۱: د هډوکو شمېر: ۲۰۶ 2: د عضلاتو شمیر: 639 ۳: د پښتورګو شمېر: ۲ 4: د شیدو د غاښونو شمیر: 20 5: د پوښتیو شمیر: 24 (12 جوړه) ۶: د زړه چیمبر شمیره: ۴ ۷: لویه شریان(Aorta)8: د وینې نورمال فشار:120/80 Mmhg9: د وینې في ایچ: 7.4...

Feb 28, 2024
1,062 views

کرب رولر(Curb)

  کرب رولر کانکرېټ ته د شکل ورکولو او کمپکشن کولو لپاره استعمالېږي;کله چې په سرکونو, کانال لېنېنګ,چېنلونو او ډارېنج لپاره کانکرېټ رېزي ترسره کېږي په ځانکړې ډول کرب رولر استعمالېږي; د نورو فائېدو ترڅنګ دغه رولر د کانکرېټ رېزي قيمت کمولو کې ډېر رول لر...

Dec 19, 2020
2,044 views

فصلنامه ی بنیان اندیشی

فصلنامه ی بنیان اندیشی (معرفی یک نشریه ی مهم) مصطفی عمرزی فصلنامه ی بنیان اندیشی شماره های 1، 2، 3، 4، 5 محل چاپ و انتشار: جمهوری اسلامی ایران در شماره های 2 و 3، نوشته های من(مصطفی عمرزی): «تنقید تاریخ در افغانستان» و «تمایز تاریخی».  اهل تام...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,343 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,302 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,508 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...