حکایت:هوښیاره مرغۍ او ناپوه ښکاري

i
imranghani
Author
Jan 29, 2022
4 years ago
3,016 views
حکایت:هوښیاره مرغۍ او ناپوه ښکاري

ژباړه: شکېبا نادري

حکایت

هوښیاره مرغۍ او ناپوه ښکاري

 

یوه ورځ یوه ښکاري یوه مرغۍ په دام کې واچوله او ویې نیوله، مرغۍ ورته وویل: "ای سړیه تا دې په ژوند کې ډېر ځله د غوا او وري غوښه خوړلې ده، خو موړ شوی پرې نه یې، نو زما پر لږه غوښه هم نه مړېږې، که زه دې خوشې کړم، تاته به درې نصیحتونه وکړم تر څو نېک مرغه شې، لومړی نصیحت ستا پر لاسونو کې درته کړم، دویم نصیحت هغه وخت درته کړم چې د بام پر سر  کښېناستم او درېیم نصیحت بیا هغه وخت درته کړم چې پر ونه کښېناستم سړي د مرغۍ خبره ومنله، مرغۍ وویل: 

لومړی نصیحت: هېڅکله د چا په ناشونې خبره باور مه کوه!

سړي د دې خبرې په اورېدلو مرغۍ خوشې کړه.

مرغۍ والوتله او د پام پر سر کېناستله.

دویم نصیحت دا چې: هېڅکله د خپل تېر وخت او هغه څه لپاره چې له لاسه دې ورکړي دي اندېښنه مه کوه!

مرغۍ له بام څخه د ونې ښاخ ته ټوپ کړ او ویې ویل: ای محترمه زما به خېټه کې یوه ملغلره ده چې لس درهمه قېمت لري، خو له بده مرغه چې ستا او ستا د اولادونو په قسمت کې نه وه، کنه ته به ډېر شتمن شوی وای، ښکاري د دغې خبرې په اورېدو سره ډېر خپه شو او ګیلې یې پیل کړې.

مرغۍ په خندا شوه او ورته ویې ویل: ما تاته ونه ویل چې د تېر مهال لپاره اندېښنه مه کوه، ته زما په نصیحت پوه نه شوې!

 دویم نصیحت دا و چې هېڅکله ناشونې خبره مه منه، زما د ټول بدن  وزن له درېیو درهمو څخه زیات نه دی، نو څنګه به مې په خېټه کې د لسو درهمو ملغلره ځای شي؟

سړی په هوښ راغی او مرغۍ ته یې وویل: ای هوښيارې مرغۍ ستا هر نصیحت ډېر ارزښتمند دی، درېیم نصیحت دې هم راته وکړه: مرغۍ وویل تا په دوو مخکنیو نصیحتونو عمل وکړ چې درېیم درته ووایم؟

ناپوه ته نصیحت کول داسې دی، لکه په وچه ځمکه کې د یو څیز کرل.

پند:

نو ښه ده چې په اوس محال کې  ژوند وکړو او د تېرو پېښو لپاره پښېماني او افسوس ونه کړو، سربېره پردې تل باید په هغه څه باور وکړو چې پېښدل یې شوني وي.

Related Articles

Feb 25, 2021
2,820 views

ولې د فبرورۍ 21مه نېټه د مورنۍ ژبې نړېواله ورځ ټاکل شوې ؟

د مورنۍ ژبې نړېوالې ورځې نظرېه او نوښت د بنګلدېش د تاريخ سره مخامخ اړيکه لري او د همدې هېواد په غوښتنه رامېنځ ته شوې ده . 1947 کال کې له برتانوي هند څخه ېوه برخه جلا او د پاکستان نوم پرې کېښودل شو چې اوسنی بنګلدېش هم د همغه نوي هېواد ېوه برخه وه او خ...

Jul 08, 2020
5,137 views

زه څنګه مطالعه کوم

که مو د مطالعې چل زده نه وي له ما يې زده کړئ، د خپلې مطالعې د پيل کلونه مې په ياد دي؛ له کتاب سره به هېڅ نه بلدېدم، عنوان ته به مې یې چې وکتل لکه لوستی مې چې وي او ټکی په ټکی مې ياد وي. بس زړه به مې په کتاب نه کېناست. خو اوس داسې نه ده؛ دا سمه ده چې...

May 30, 2023
1,460 views

آیا Chat GPT شعور لري؟

آیا Chat GPT شعور لري؟ لیک: قریب آرین عموماً انساني ذهن پۀ دوو برخو، شعور او لا شعور وېشل کېږي. شعور د ذهن هغه ویښه برخه ده، چې ټول کړۀ وړۀ د انسان د ارادې لۀ مخې ترسره کوي او لۀ پنځه ګونو حواسو سره تړاو لري. مثلاً: غواړئ لاس ته مو حرکت ورکړئ یا غو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,789 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,429 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,856 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...