To start downloading books

Please sign in or create an account.

د بودا مجسمه

د بودا مجسمه

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

په دې وروستیو کې راپورونه ورکول کېږي، چې ت.البانو په باميانو کې د "بودا مجسمې" شاوخوا کيندنې پیل کړي دي. خو شاید تاسو ته پوښتنې پیدا شوې وي، چې دا مجسمه کله جوړه شوې؟ څومره لرغونې ده؟ او کوم تاريخي ارزښت لري؟ په دې لیکنه مو دا پوښتنې ځوابېدای شي.  

د بودا مجسمه

د بودايي مذهب د بنسټ ايښودونکي (بودا) مجسمې د اسیا لویې وچې په بېلابېلو برخو کې موندل شوي دي. دا پدې معنا ده، چې یو وخت دا آيين په آسیا کې خپل اوج ته رسېدلی و؛ خو په را وروسته زمانو کې نورو ادیانو یې ځای ونیوه. د افغانستان مرکزي زون پورې اړوند په بامیانو ولایت کې هم د بودا دوه مجسمې موجودې وي؛ خو له بده مرغه په "۲۰۰۱ز" کال کې د ت.البانو لخوا ویجاړې شوې. د یوې مجسمې لوړوالی "۳۶" او د بلې "۵۳" متره ښودل شوی. ددې مجسمو په اړه بېلابېل روایتونه موجود دي؛ مګر اکثریت لرغون پېژندونکي پر دې باور دي چې دا مجسمې د "۳۰۰" او "۴۰۰" میلادي کلونو ترمنځ جوړې شوې وې. کله چې افغانستان قوي مرکزي حکومت درلود او سوله پکې وه ګڼ شمېر سیلانیان به افغانستان ته راتلل او د نورو سیمو ترڅنګ به ددې لرغونو مجسمو لیدلو ته هم ورتلل؛ خو اوس د مجسمو یوازې قالبونه پاتې دي.  

ددې مجسمو ویجاړېدنه

د بامیانو دا مجسمې د تاريخ په اوږدو کې تل د ويجاړيو شاهدې وې. افغانستان ته د اسلام په راتګ سره هم ځينې برخې ويجاړې شوې وي؛ خو بیا یې هم خپل برم ساتلی و. په وروسته وختونو کې بارانونو هم تر یوه بريده تخریب رامنځته کاوه؛ خو په "۲۰۰۱ز" کال کې تالبانو د چاودېدونکو توکو په مرسته دا مجسمې په بشپړ ډول ورانې کړې. کله چې ت.البانو ددې مجسمو د ورانو تکل وکړ. ورته وویل شول چې بايد ویجاړ نه شي؛ خو ددې ډلې مشر م.م.عمر ټينګار وکړ چې دلته اسلامي نظام دی او ددې بوتانو ویجاړول حتمي دي. ورته وویل شول دلته خو د محمود غزنوي او احمدشاه ابدالي په څېر پیاوړو مسلمانانو هم واکمني کړې ده. هغوی ندي وران کړي تاسو یې هم مه روانوئ. خو هغه پخپل دریځ ټينګ ودرېد او مجسمې یې ويجاړې کړې. په دې توګه افغانستان یو لرغونی او مهم تاریخي اثر له لاسه ورکړ.

Related Articles

درمل

لیکنه ـ وړانګه اکبر درمل یو کیمیاوي توکی دی، معمولا هر یو په خپل پیژندل شوي فورمول سره رامنځته کېږي،کله چې یو ژوندي موجود ته ورکړل شي ځینې بیولوژیکي بدلونونه پکې رامنځته کوي. درمل د دارو او دوا په نوم هم یادیږي، دناروغۍ د درملنې، د ناروغۍ د مخنیوي، یا تشخیص یا د هوساینې د ودې لپاره کارول کیږي.  درمل یو کیمیاوي توکي دي چې په بدن کې د پروټینونو سر...

کوچنی کارو بار (سوداګري): څنګه ځان لپاره يو کوچنی بزنس شروع کړو؟

هغه سوداګري يا کاروبار چې په کوچنۍ او ټاکلې کچه فعالیت کوي؛ کمه اندازه پانګونه په کې کېږي؛ د انساني ځواک شمېر يې لږ او مادي ځواک يې ټاکلی او يوازې يو څو ماشيونونه او نور تجهيزات ولري، کوچنۍ سوداګري ورته وايي او انګلېسي کې دا ډول بوختياوې د Small Scale Industries يا small business په نوم ياديږي.  دا ډول کوچني شرکتونه هم د توليداتو او هم د خدماتو بر...

غازی تالې احمد اُتمانخېل بابا

غازی تالې احمد اُتمانخېل بابا چې دَ پلار نوم ېے صالېح احمد اُتمانخېل وو چې دَ ښپلې زمانې مشهور ستر او بهادر سړے پاتې شوې او دَ رور نوم يے عبدلمحمد اُتمانخېل بابا وو.چې دَ صېلح مهمند تېحصېل امبار سره ے تعلق ساتو.دَ غازی تالې احمد اُتمانخېل بابا ېو سرتېرې وو. دَ ستر مشر چې چې دَ فرنګې سامراج(برېټېش) سښت خِلاف وو او دَ فرنګې غولامی ورته قبوله نوه . او...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...