څنګه کولای شم آرام شخصیت ولرم؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 06, 2022
4 years ago
1,898 views
څنګه کولای شم آرام شخصیت ولرم؟

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

آرام او صبرناک اوسېدل ستاسو د ښه شخصیت نمایندګي کوي او پدې توګه به د خلکو ترمنځ ډېر محبوب هم شئ؛ خو ډېر کم خلک پر دې پوهېږي، چې څنګه یو آرام شخصیت ولري او د ډېرو جدي مسایلو په اړه له زغم څخه کار واخلي. په دې لیکنه پر همدې موضوع خبرې شوي دي، چې څنګه کولای شئ باحوصله، صبرناک او آرام شخصیت ولرئ.  

لومړی| د احساساتو پر ځای په فکر سره غبرګون وښيئ!

کله چې تاسو ته یو څوک ستغه خبره کوي او یا هم په داسې الفاظو مو یاد کړي، چې ستاسو توهين پکې شوی وي؛ تاسو هم ورته عمل مه کوئ!  که تاسو پرته له فکره ورته خبرې ورته وکړې نو ستاسو او د مقابل لوري فرق په څه شي کې دی؟ معلومه خبره ده، چې دواړه په یوه کټګورۍ کې راځئ. که څه هم په داسې شرایطو کې چټک او توند غبرګون د انسانانو طبیعي ځانګړنه ده؛ خو د آرام شخصیت لرونکي کسان پر دې انساني خصلت برلاسي وي او هېڅکله د بدو ځواب په بدو نه ورکوي.  

دویم| تل مُسک اوسئ!

مُسکا ستاسو د ظاهرې ښکلا جوړولو ترڅنګ ستاسو احساسات هم کنټرولوي. څېړنو ښودلې ده، چې مسک خلک تل د فکر په مرسته پرېکړې کوي. دوی تر ډېر پر خپلو احساساتو برلاسي وي او اکثرا خپل احساسات ځپي او پر ځای یې د تفکر لاره غوره کوي. نو که تاسو هم غواړئ آرام او سنجیده اوسئ مسکا خپل همېشنی عادت وګرځوئ.  

درېيم| ښه اورېدونکي اوسئ!

اکثریت خلک د مقابل لوري د خبرو پر مهال هغه/هغې ته په پوره ډول غوږ نه نیسي؛ بلکې د خپل ځواب په برابرولو بوخت وي. دا کار ډېر ناسم دی. تاسو باید تل ښه اورېدونکي اوسئ. کله چې د مقابل لوري خبرې مې سمې واورېدې نو ځواب ورکول آسانېږي او په عالي شکل به ځواب هم ورکوئ. نو ویلای شو، چې د آرامو او سنجیده خلکو بله ځانګړنه دا وي، چې دوی ښه اورېدونکي وي. تاسو هم ښه اورېدونکي شئ تر څو شخصیتي تکامل ته ورسېږئ.  

څلورم| کم وغږېږئ!

آرام او سنجیده خلک ډېر کم غږېږي؛ خو خورا سمې خبرې کوي. که تاسو هم په کوم مجلس کې ناست یئ او له تاسو څخه د یوې موضوع په اړه نه وي پوښتل شوي؛ نو پخپله خبرو ته مه وردانګئ بلکې پوره متوجه شئ او موضوع سمه هضم کړئ. پدې توګه به تاسو د خبرو لپاره ډېر څه ولرئ. البته که د خبرو غوښتنه درڅخه وشي. خو که پوهېږئ چې ستاسو خبرې مهمې او اړینې دي، بیا نو په خورا درنښت د خبرو اجازه واخلئ او خپلې خبرې وکړئ.  

پنځم| مطالعه کوئ!

شاید تاسو ته د حيرانۍ خبره وي، چې مطالعه څنګه د شخصيت په آرامۍ کې مهمه ده؛ خو دا یو حقیقت دی، چې مطالعه له تاسو سره ډېره مرسته کوي ترڅو احساسات مو پخپل اختیار کې وساتئ. که غواړئ آرام، سنجیده او معقول فکر ولرئ مطالعه خپل همېشنی عادت وګرځوئ.  

شپږم| ومنئ چې چوپتيا ستاسو په ګټه ده

وايي خپله ژبه هم کلا ده هم بلا. که تل یې خلاصوئ او ډېرې خبرې پرې کوئ؛ نو پرته له شکه بلا ده؛ خو که چوپ یې وساتئ نو ډېر به خوښ یئ. دا پدې معنا نده، چې تاسو دې بېخي مه غږېږئ؛ خو پدې معنا حتما ده، چې هېڅکله له اړتیا پرته مه غږېږئ.

Related Articles

Mar 18, 2024
1,955 views

د جوهر عدنان په شاعرۍ کښې قرآني تلميحات

  د جوهر عدنان په شاعرۍ کښې قرآني تلميحات                     رفيق الوت دا چــــې زۀ وتاته وائم که ئـې خدائے کاپه آیات او په حدیث کښې به څرګند وي         ( عبد الرحمان بابارح ) بحیثیت هر هغه مسلمان چې د صحيح راسيخې او کاملې عقیدي لرونکے وي نو د هغ...

Nov 14, 2021
2,042 views

د پرلپسې ماتو خوړلو لاملونه

 لیکنه: شکېبا نادري،   د پرله پسې ماتو خوړلو لاملونه     د ټولو انسانانو په ژوند کې ستونزې شته دي، هېڅ داسې انسان د ځمکې پر مخ نه شته چې ستونزې و نه لري. یوازې توپیر یې دا دی چې د ځینو کسانو ستونزې لږ او د ځینو بیا ډېرې وي، خو تر ټولو بریالي کسان...

Sep 18, 2022
2,639 views

شبکوی وسایل څه ته وایی؟

لیکوال: انجنیر ذبیح الله ابراهیمي  |  نیټه: ۲۷/سنبله/۱۴۰۱  شبکوې دیوایسونه له هغو اجزاوو څخه عبارت دی چی کمپیوټر یا نور برقي دیوایسونه یو له بل سره نښلوي چی بیا کولای شی په خپل منځ کی معلومات او منابع لکه پرنټر او د فکس سیستم ماشینونه شریک کړی. ی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,954 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,191 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,171 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...