لس کاله که شل کاله!؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 08, 2022
4 years ago
1,905 views
لس کاله که شل کاله!؟

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

یو حکايت دی، چې شاګرد خپل استاذ ته وویل: په څومره وخت کې به دا کسب په بشپړ ډول زده کړم؟ ځواب یې ورکړ: لس کاله.  شاګرد بیا وپوښتل: که زه شپه او ورځ په ځان یوه کړم؛ ډېر زحمت وباسم. سهار ملا آذان کار شروع کړم او ماسختن ناوخته یې بس کړم؛ بیا به یې په څومره وخت کې زده کړای شم!؟  استاذ یې وویل: په شلو کلونو کې!  

د حکایت درسونه

که دقیق ځير شو، دا حکایت موږ او تاسو ته خورا په زړه پورې درسونه راکوي. معمولا په سرعت سره خپلې ټاکلې موخې ته ژر رسېږو؛ خو په حکایت کې ویل شوي، چې سرعت هدف ته ستاسو رسېدل ځنډوي/اوږدوي. په هر حال؛ له دې داستان څخه دا درسونه اخيستلای شو.

• سرعت یا ډېر کار کول مو هدف ته په رسېدو کې ټکنی کوي. که څوک شپه و ورځ کار وکړي؛ نو حتما به صحي ستونزې پیدا کوي او ډېر امکان شته، چې د اوږدې مودې لپاره کار و نه کړای شي او پدې توګه به هدف ته رسېدل ورته سخت شي.

• بېړه کول ستاسو فکري تمرکز خرابوي او په هر کار کې چې فکري تمرکز نه وي موجود په اسانۍ نه زده کېږي.

• بېړه کول ستاسو د دقت وړتیا له منځه وړي او پدې توګه به پخپل کار کې ډېرې غلطۍ کوئ.  

• که تاسو غواړئ ژر یو کار زده کړئ ډېر کار مکوئ؛ بلکې سم کار کوئ. موخه دا چې تل د کمیت پر ځای کیفیت ته لومړیتوب ورکړئ.  

• د کسب، علم او یا بل هر کار په زده کړه چې وارخطايي مکوئ. د هر کار د زده کړې لپاره آرام ذهن، دقت، کیفیت او مینه مهمه ده؛ نو همدا ځانګړنې خپلې کړئ. 

Related Articles

Feb 11, 2021
1,883 views

پلرونو تر منځ توپير

د ژمي شپې او ورځې وې ښوونځي مو رخصت وه د کلي په بازار کې مې د ریاضي کورس شروع کړ هره ورځ به په بایسکیل کورس ته تللم راتلم. بایسکیل به مې د کورس مخ ته له یوې ونۍ څخه کلک په ځنځیر تړه چې څوک یې را څخه غلا نه کړي خو د احتیاط سره سره یوه ورځ چې له کورس...

Oct 11, 2024
997 views

د ژمي په یخه هوا کې له دغه وایرس څخه ځان وژغورئ!

     (جمعه، ۲۰ تله،  ۱۴۰۳ ل): نورووایرس (norovirus) یوه ډول ساري ناروغي ده چې د قۍ کولو او اسهال لامل کیږي، د هر عمر وګړي پر دغه ناروغۍ او ویروس اخته کېدلای شي او ډير په اسانه خپریږي. هغه کسان چې پر نورووایرس اخته وي کولای شي په ملیونونو نور ذرات خپ...

Apr 21, 2024
1,303 views

د دولت دمالياتو سيستم په لاندي ډول دي:

ددولت دمالياتو سيستم په لاندي ډول دي: 1. هغه کارمندان چې میاشتنی معاش یې له 1 افغانۍ څخه تر 5000 افعانیو پورې هېڅ ډول مالیات نه پرې وضع کیږي. 2. هغه کارمندان چې میاشتنی معاش یې له 5001 افغانۍ څخه تر 12500 افعانیو پورې وي (%2) مالیات پرې وضع کیږي....

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,349 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,304 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,516 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...