ايا کله مو فکر کړی دی چې سيوری (سايه) وزن لري او که نه؟ که څه هم تاسې به وايئ چې دا څه ډول ساده پوښتنه ده، خو کېدلی شي چې د سيوري وزن معلوم شي، او دروندوالی یې وښيوو.
خو خبره دلته ده، چې هغه جسم چې سیوری په هغه پروت وي د تللو وړ دی، د مثال په توګه يو څو موارد له نظره تېروو، په دې خو پوهېږو چې نور د انرژي لېږدونکی دی، د بېلګې په توګه کله چې نور په يوه انعکاس کوونکي جسم لوېږي په ډېره،ډېره کمه اندازه په هغه باندې فشار راوړي (درندوي یې) کله چې د لمر رڼا د ځمکې په سطحه رالوېږي نو په هر اينچ مربع (د يوه کوچنيSD ميموري کارت په اندازه ) باندې
۰.۰۰۰۰۰۰۰۰۱ پونډه (د يوه پونډ زر ميليونمه برخه زور راځي)
۰.۰۰۰۰۰۰۰۰۰۵ کیلوگرامه (د کيلو ګرام ۵۰۰ زره ميليونمه برخه زور راځي)
په هغه باندې فشار واردېږي چې تقريباً له (هيڅ ) سره مساوي دی.
نوپه همدې حال کې که چېرته يوه پراخه سطحه په نظر کې ونيسو، نو کيسه به يو څه فرق ولري، د بېلګې په توګه په يوه لمرينه ورځ کې د امريکا د شيکاګو د ښار وزن ۱۴۰ ګرامه ډېرېږي او يوازينی دليل یې د لمر وړانګو انعکاس او د نور فشار دی چې په ځمکه باندې پرېوتی دی.
د ځمکې له کرې هاخوا چې د جاذبې کشش، مقناطيسي ميدان او اتوموسفير نشته او لمريز توپان (د لمر د وړانګو نا فلتر شوې شعاوې ) بې له کومې مانع خپرېږي د نور لپاره جالب شراېط رامنځ ته کېږي دا سې فکر وکړئ چې يوه فضايي بېړۍ له ځمکې څخه مريخ ته توغول شوې ده، هغه فشار چې په فضا کې يې نور پرې واردوي ددې لامل کېږي چې فضايي بېړۍ ۱۰۰۰ کيلومتره له خپل مدار څخه خارجه شي.
نو پر همدې اساس هغه چارې چې باید په فضايي سفرونو کې په پام کې ونيول شي له هغو څخه يو هم د نور د فشار اندازه ده، له همدې امله دی چې د شهابي ډبرو د رڼايي خپرولو لوری هم هر وخت د لمر د وړانګو مخالف وي.
خلاصه دا چې که يو جسم په منځ کې په مساوي برخو مات کړو او يو لمر ته کېږدو او او بل سيوري ته ، په هماغه شېبه کې چې يو په لمر کې وتلو او بل په سيوري کې نو د لمر ته ايښي جسم وزن ډېر وي البته ډېرډېرډېر کم پرې اضافه وي چې د وزن کولو په دې اوسنيو تلو باندې د تول وړ نه دی.
هغه ويډيو چې دا بحث پکې شوی دی ، يوه برخه یې ما دلته را ژباړلې ده. د ويډيو لينک په لومړي کامينټ کې وګورئ!
Related Articles
بالاخره
بالاخره مصطفی عمرزی بدترین نوع افغان ستیزی از جریانی راه افتاد که به نام «ستمی» می شناسیم. چند تن از بقایای ناقلین امارت نشین بخارا در فرصت های دهه ی دیموکراسی، به بهانه ی بی عدالتی های قومی، اما با انگیزه از مشی نادرست دولت با عمق تاریخی(تعمیم اید...
زکام د مخنیوی لپاره ۵ اسانه لاری
د زکام د مخنیوی لپاره ۵ اسانه لاری! د زکام عام اعراض تبه، د سر درد، وچ ټوخۍ، د عضلاتو درد، بندو درد، د ستونې درد او د پزې څخه د افرازاتو بهیدل دی، هر کال په میلینونو انسانان په زکام اخته کیږی چی د یوی هفتی په جریان کی دوباره جوړیږی مګر د یوشمیر خلک...
آیا نارينه تر ښځو ځیرک (هوښیار) دي!؟
آیا نارينه تر ښځو ځیرک (هوښیار) دي!؟ لیکوال - جواد میرزايي ژباړه او لنډیز - ریاض مقامزی ــــــــــــــــ که د هر څه په اړه خبرې کوو، لومړی باید د هماغه موضوع پر ابتدايي ادبياتو (اصطلاحاتو) پوه شو. تر هر څه اول باید د کلمې مصداق دواړو جانبینو ته ی...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...