د لویو بریاوو لپاره کوچني ګامونه!

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 10, 2022
4 years ago
2,108 views
د لویو بریاوو لپاره کوچني ګامونه!

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

تاسو چې خپل شاوخوا ته کوم بريالي کسان وينئ، هغوی هم ستاسو په څېر انسانان دي؛ خو توپير مو دومره دی، چې هغوی بریالي او تاسو افسوس کوونکي یئ. افسوس مکوئ! يوازې ځينې کوچني عادتونه خپل کړئ، ترڅو يوه ورځ د هغوی په څېر تاسو هم بریالي او کاميابه کسان اوسئ.

که غواړئ پخپل ژوند کې ژر مثبت بدلون حس کړئ او د بریا تر لوړو پوړیو ورسېږئ؛ نو دا لارښوونې هېڅکله مه هېروئ!  

لومړی| سهار وخته پاڅېږئ!

تل په یاد ولرئ، چې بریالي کسان سهار وخته پاڅېږي. په سهار کې وخته پاڅېدل له تاسو سره مرسته کوي، چې د ورځې د پیل او ښه تېرولو لپاره پوره انرژي ترلاسه کړئ. د سهار وخت په هر لحاظ عالي وي. ستاسو پر ژوند، کارونو او زده کړو ډېر ښه اغېز کوي. نو زموږ د لومړنۍ توصیې په توګه قبول کړئ، چې سهار به وخته پاڅېږئ او پدې توګه د بریا پر لور مو خپل ګامونه چټک کړئ.  

دویم| منظم اوسئ!

منظم اوسېدل تاسو ته د فکري تمرکزی ځواک درکوي او پدې توګه مو کارونه ښه ترسره کولای شئ. له خوبه تر ويښېدو وروسته حتما خپله بستره ټولوئ، حمام کوئ یا هم سر/مخ وینځئ، ويښتان مو منظموئ او خپل ورځ پیلوئ. دا ټول هغه کوچني ګامونه دي چې ستاسو د کار، زده کړو او ژوند کیفیت لوړوي. همدارنګه د ورځې پوره پنځه وخته لمونځ کول د هم له تاسو سره پدې برخه کې مرسته کولای شي.  

درېيم| ورزش وکړئ!

ورزش خپل همېشنی عادت وګرځوئ. په ورزش سره ستاسو د صحت ترڅنګ ستاسو حافظه هم هم پياوړې کېږي او د فکري سکون احساس هم مومئ. پدې توګه تاسو به په پرېکړو کې ډېر دقیق اوسئ او ژوند به مو ورځ تر بلې ښه کېږي. که د ورزش لپاره د نورې نړۍ په څېر منظم امکانات نه لرئ، حد اقل منډې خو به وهلای شئ!  

څلورم| د خپل غذايي رژيم خيال وساتئ!

هڅه وکړئ پخپل غذايي رژيم جدي وګڼئ. د ښه غذايي رژيم لرل، ستاسو د صحت په ښه والي کې مرسته کوي او کله چې روغتیا تضمینه وي؛ نو ستاسو کارونه پخپله په ښه شکل ترسره کېږي او تل به پر انرژي اوسئ. هڅه وکړئ په سهارنۍ کې قوي خواړه وخورئ، ماسپښين متوسط خوراک وکړئ او ماښام بېخي لږ څه وخورئ. همدارنګه د غوښو پلوونو پر ځای سبزيجات او غوښې د خپل غذايي رژيم برخه کړئ.  

پنځم| حتما مطالعه کوئ!

مطالعه خپل همېشنی مصروفیت وګرځوئ. مهمه نده چې تاسو دې ډېره مطالعه وکړئ؛ خو دا مهمه ده چې هره ورځ مطالعه وکړئ. لوستل ستاسو فکري وړتیا او نړۍ لید پراخوي او پدې توګه ډېر ژر د کامیابۍ پر لور تللای شئ.  

شپږم| در سپارل شوی کار په مینه وکړئ!

ځينې خلک ورسپارل شوی کار په مینه نه ترسره کوي او پدې توګه پخپله ځانته یو ډول بوج او ناهیلي پیدا کوي. دا ومنئ که تاسو هغه کار هر ډول ترسره کوئ؛ خو تاسو به یې کوئ. نو د خراب پر ځای په مينه یې وکړئ ترڅو ښې پایلې ووينئ.  

اووم| د خپل ورځني فعالیت محاسبه وکړئ!

وايي: "دلته دم او قدم دواړه په حساب دي ...." نو د شپې پر مهال حتما د خپلو ورځنیو فعالیتونو یو جاج اخلئ او وګورئ چې کومې مثبتې او کومې خرابې نقطې موجودې دي. پدې توګه خپلو مثبتو کړنو ته قوت ورکړئ او کمزورې نقطې مو لرې کړئ.  

اتم| وخته ویده شئ!  

د شپې لخوا وخته ویدېدل ستاسو په ژوند کې ډېر مثبت تغیر راوستلای شي. بېځايه بېخوبي، تر ناوخته بنډارونه کول، چکرې وهل او نورې غیر ضروري کړنې يوازې د وخت ضایع کول دي او تاسو د ناکامۍ خواته ټېل وهي. نو هڅه وکړئ وخته ویده شئ او خپل ژوند منظم کړئ. 

Related Articles

Jun 15, 2021
6,737 views

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي؟!

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي؟! لیکوال: اکرام الله عادل د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولې چارې او فعالیتونه د همدغې ناحیې څخه کنټرولېږي. لاندې ځینې مهم ټکي دي، چي په پام کې نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کې مرسته کوي. - د سها...

Feb 26, 2021
5,073 views

د افغانستان د اوبو فرصتونه او ننګوني

د ۲۰۲۰ کال د ډسامبر په 11مه می د امریکې د جیوفزیک په نړېوال کنفرانس کي چی سږ کال د سانفرانسیسکو له ښار څخه خپور شوی وو؛ د کابل د اوبو د حوزې په اړه یوه څېړنه شریکه کړه. زه نن دا لیکنه په پښتو لیکم او هیله لرم چی د پیښور، کویټي ، اسلام آباد او کراچی...

Jun 04, 2022
1,916 views

د پیسې ارزښت کمول، گټې، زیانونه او بېلگې

عبدالوافي نایبزی   د پیسې ارزښت راکمول یا Devaluation په عصري پولي سیاست کې هغه حالت ته ویل کېږي، چې یو حکومت په لوی لاس په‌خپله وغواړي چې د خپلې کرنسۍ ارزښت د طلا یا د خارجي اسعارو په وړاندې راکم کړي، عموماً هغه هېوادونه چې د صادراتو کچه يې نسبت وا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,274 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,286 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,452 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...