د حیدر د ژغورنې هڅې

W
Waheed Zaheer
Author
Feb 17, 2022
4 years ago
1,702 views
د حیدر د ژغورنې هڅې

د افغانستان سویل زابل ولایت په قلات سیمه کې د حیدر په نامه یو ماشوم ژور څاه ته لویدلی دی.

په سيمه کې يو ځایي خبريال وايي، دغه ماشوم چې شاوخوا شپږ کاله عمر لري، ۳۵ متره ژور څاه ته ورلوېدلی خو وایي دغه څاه له مخکې نړېدلی ماشوم يې په ۱۷ مترۍ کې بند پاتې دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې مراکش کې هم ورته پیښه شوې وه چې له بده مرغه د څلورو ورځو هڅو وروسته هلته ونه توانیدل چې ماشوم وژغوري.

حیدر زموږ د ټولو ورور دی، زما ورته زړه دلته دردیږي. خدای دې هغه وساتي.

زه د حیدر له پيښې او ځای ډیر نه یم خبر چې څاه ته به څنګه لویدلی وي، خو دا پیښه دې ټولو ته درس وي او هیله ده چې ژوند سره د مینې په خاطر هم د خپل ژوند لپاره ښه تدابیر ولرو.

۳۵ کاله مخکې د امریکا په ټکساس ایالت کې یوه اتلس میاشتنۍ نجلۍ چې جسیکا نومېده د اته انچو څاه ته وغورځېده او اوه متره لاندې نښتې وه. د ژغورنې د عملیاتو لپاره هڅې وشوې. نجلۍ ۵۶ ساعته وروسته وژغورل شوه او تر اوسه د ژوند له غنیمته برخمنه ده. د جسیکا د ژغورنې کیسه ډیره مشهوره وه. کتابونه پرې ولیکل شو او یو فلم پرې هم جوړ شوی چې نوم یې Everybody's Baby: The Rescue of Jessica McClure  ( د ټولو لور-د  جسیکا د ژغورنې عملیات) دی.
دافلم تاسې پر یوټیوب لیدلی شی.

د حیدر مور و پلار ته حوصله غواړم او ټول هغه خلک چې د حیدر په ژغورنه کې هڅې کوي خدای دې د هغو قدر وکړي.

یو شاعر لیکلي: 
دنصرت پرښتې ولیږه زابل ته
دیوسف  په شان حیدر کوهې کې پروت دی

خدایه تاته مو لاسونه لپه کړي
دخوږې مورکۍ دلبر کوهي کی پروت دی

Related Articles

Jul 27, 2022
2,254 views

د شفتالو حيرانوونکې روغتیایي ګټې

ژباړه - ریاض مقامزی  شفتالو یو له هغو مېوو څخه ده، چې د اوړي په موسم کې پخېږي او بازار ته عرضه کېږي. دا مېوه د ښه خوند تر څنګ ګڼې روغتيايي ګټې هم لري‌. د زړه، جسمي او نورو التهابي ناروغیو پر وړاندې د مقابلې لپاره یو ښه ډال بللای شو. موږ په دې لیکنه...

Dec 01, 2020
2,723 views

په بېلابېلو نظامونو کې د اقتصادي سيستم ستونزې

په دې لیکنه کې د اسلامي او غیر اسلامي نظامونو د اقتصادي سیستم مقایسه شوې ده. همدارنګه ددې نظامونو د اقتصادي ستونزو پر حل لارو بحث شوی دی.  کمونيزم( Communism) کمون په عامه توګه هغې ډلې ته ويل کيږي، چې د چارو د ادارې په خاطر يو له بل سره همکاري کوي ا...

Sep 07, 2024
1,285 views

د زده کړو او کاروبار تر منځ تعادل: د ځوانانو اړتیا

لیکوال: وحید زهیر په وطن کې د تېر نظام له سقوط او تحول وروسته د ځوانانو تر منځ یوبحث د زده کړو او د کاروبار په وخت دی. ځينې ځوانانو درسونو ته شا کړه، په وروستیو سمسټرونو کې یې پوهنځي پریښودل. یو شمېر نور چې د درسونو وخت یې دی، د ټولو امکاناتو سربېره...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,254 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,282 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,435 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...