د شېبې ژوند

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 18, 2022
4 years ago
2,139 views
د شېبې ژوند

لیکنه ـ ریاض مقامزی

وايي له یو کس څخه د خوښۍ (خوشحالۍ) د راز پوښتنه وشوه؛ هغه ځواب ورکړ: "خوښي هله موندلای شئ چې وږي شوئ ډوډۍ وخورئ او چې خوب درغی ویده شئ."  

د حکایت درسونه

شاید تاسو ته دا کيسه ګۍ ډېره عادي ښکاره شي او فکر به کوئ، چې کوم خاص پیغام یې نه درلود؛ خو داسې نه ده. دا حکایت موږ او تاسو ته خورا ښه پیغامونه راکوي، چې ځينې یې پدې ډول دي.

• هر څه پخپل وخت ترسره کړئ. که څه هم په کیسه کې د ډوډۍ خوړلو او خوب کولو خبره شوې؛ خو دا سل فيصد په همدې معنا نه ده. موخه دا ده، چې که تاسو محصل یئ نو تاسو درس ویلو ته اړتیا لرئ. لکه د درس وږي/تږي چې یئ، نو درس ووایئ. که پيسو تا اړتيا لرئ، نو د کار وږي/تږي یئ، نو کار کوئ. همداسې نورې بېلګې هم موندلای شئ.  

• د تېر په اړه افسوس مه کوئ، ځکه چې له لاسه تللی وخت هېڅکله بېرته نه راځي؛ خو له تېر څخه حتما تجربه او عبرت اخلئ.  

• د راتلونکي په اړه اندېښنه مه کوئ. ځکه چې سل فيصد ضمانت یې نشته؛ البته د راتلونکي په اړه یو واضح پلان او هدف حتما ولرئ.  

• له نن یا همدې شېبې څخه ګټه واخلئ. ځکه چې همدا کار مو د روښانه راتلونکي تضمین هم کولای شي.  

• له نن څخه ګټه واخلئ؛ خو د نن کار مو باید هېڅکله د وخت ضایع نه وي. بلکې داسې ګټه ورڅخه واخلئ چې راتلونکی مو هم روښانه کړي.

Related Articles

Dec 03, 2020
4,609 views

د ويښتانو د وتلو لاملونه

دا چې ويښتان د انسان په ښکلا کې مهمه ونډه لري، نو ځکه خو د ويښتاتو وتل یوه جدي ستونزه ده. موږ هڅه کړې، چې په دې لیکنه کې تاسو ته د ويښتانو د وتلو علتونه وښيو.  د ويښتانو د وتلو علتونه  ۱. د تیروئید ستونزې  که په ستوني کې د تېروئيد غده د هورمونونو ت...

Jan 02, 2021
4,328 views

پر ځان باور

پر ځان باور یا Self-confidence په ټولنه کې ډیر خلک وینو چي په لوړ موقف یا ډیر بریالې دي.بریالیتوب او خپلو موخو ته رسېدل ډیر زحمت،او د بیلابیلو لارو چارو استفاده کول غواړي، چي یوه مهمه او بنسټیزه لاره یې په خپل ځان باور دی. پر ځان باور یا ډاډمنتیا چې...

Aug 05, 2020
3,208 views

هوا څه شی دی ؟

موږ او تاسې څخه راچاپېره هوا د اکسيجن او ناېتروجن ( عناصرو) څخه جوړه ده . اکسيجن په نړۍ کې ( نه ېوازې د انسان بلکې تقريبآ ټولو ژوندیو موجوداتو )د ژوند کولو لپاره تر ټولو زیات مهم او اساسي عنصر دی .انسان کولی شي د خوړو پرته شاوخوا شپږ اونۍ ژوند وکړي ؛...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,331 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,301 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,503 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...