فطرت

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 26, 2022
4 years ago
2,109 views
فطرت

استاد غضنفر پخپل ژباړل شوي کتاب کې د "فطرت" تر عنوان لاندې دا حکایت لیکلی: "دوه راهبان د ويالې په غاړه ناست وو، کاسې يې وينځلې. په دې منځ کې يې يو لړم وليد چې اوبو ته لوېدلی او ډوبېږي دا يوه راهب لاس ور ورغځاوه، لړم یې را وایست. لړم د راويستلو په شېبه کې ټک ورکه، ویې چیچه. لړم لږ وروسته بیا اوبو ته ولوېد او هغه راهب بيا لاس ور ورغځاوه چې ويې ژغوري. لړم دا ځل هم راهب و چیچه ملګري يې ورته وويل: بيا بيا یې ولې ژغورې، ته خو پوهېږې چې د هغه فطرت د چیچلو دی.  لومړي راهب خپل ملګري ته په ځواب کې وويل: "او زما فطرت د ژغورلو."  

د حکايت درسونه

  • همېشه د خپلو کړنو مسول اوسئ. دا چې نور خلک څه کوي پخپل حساب به خپله ورکوي.
  • د انسان په حیث له نورو سره مرسته، ښه کول او د نورو ژغورل باید ستاسو د ژوند تګلاره وي.
  • د بدیو ځواب په بدو مه ورکوئ. که داسې وکړئ ستاسو او د مقابل لوري هېڅ توپیر نه پاتې کېږي.
  • انسانيت تر ټولو غوره لاره ده. همدا تعقیب کړئ.
  • که نور هرڅومره بد هم وکړي؛ تاسو باید ښه وکړئ ترڅو پخپلو بدو پخپله پښېمانه شي. 
  • تل ښه کوئ. کېدای شي نور ډېر خلک ستاسو له امله نېکې لارې ته برابر شي. 

Related Articles

Apr 14, 2023
2,535 views

کانال Canal

د کانال برخه د کانال تعریف: عبارت له هغه هایدروتخنیکي ساختمان څخه دی چې له یوې ساحې څخه بلې ساحې ته د اوبو د انتقال په خاطر په مصنوعي ډول جوړیږي.دغه ساختمان د خپل ميل پواسطه باندې اوبه انتقالوي او عرضي مقطعې په مختلفو هندسې شکلو باندې جوړیږي لکه  مر...

Aug 04, 2024
1,321 views

گیلاس و آلوبالو

گیلاس و آلوبالو:گیلاس میوه بزرگ – گوشتی و شرین تولید مینماید. گیلاس که برای تولید شرینی باب و برای مارکیت تازه کشت میگردد. باید توسط دست جمع آوری گردد. درختان گیلاس در مقابل سردی زمستان و گرمی تابستان حساسیت دارند.پندک های میوه گیلاس خوشه های دارای 2...

Jan 17, 2023
1,452 views

بې اسرې (افسانه) ليک:- محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبر پښتونخوا

بې اسرې ګل زاده چې نن کورته راننوتو نو مور يې ورته اووې چې بس بچے د ژوند او مرګ هېڅ پته نۀ لګي سبا درله د پروين په مور تپوس کوم چې ستاسو د دواړو ـ  ـ  ـ  " ګل زاده پرې رااودانګل "خو مورې زۀ لا اوس ـ  ـ  ـ  ـ " بس بچے چې مخکښې يو لفظ هم اونۀ وائې س...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,419 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,331 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,559 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...