لوی،منځني او کوچني انسانان

F
FAYAZ GUL MAZLOUM YAR
Author
Feb 27, 2022
4 years ago
1,893 views
لوی،منځني او کوچني انسانان

د لوی، منځني او کوچنيو انسانانو پېژندنه

د ژوند د پرمختګ د کچې  پيژندلو ساده توکي

لومړی درس: لوی خلک د هر چا تر مخه سلام اچوي، منځني خلک په سلام اچولو کې عجله نه کوي مګر کوچني خلک بيا دېته ګوري چې نور خلک پر هغوی سلام واچوي.

دوهم درس: لوی خلک لومړی فکر کوي او وروسته خبرې کوي. منځني خلک لومړی خبري کوي وروسته فکر کوي . کوچني خلک اصلا هیڅ فکر نه کوي.

دريم درس: لوی خلک د نورو بديانې هيروي. منځني خلک د نورو خلکو ښيګڼې هیروي او کمزوري خلک هیڅ نه غواړي چې څه شی هیر کړي.

څلورم درس: لوی خلک انتقاد مننونکی وي. منځني خلک د انتقاد څخه تيښته کوي او کوچني خلک په انتقاد باندې جنګ کوي.

پنځم درس: لوی انسانان خپلې تېروتنې جبرانوي. منځني انسانان خپلې تیروتنې تکراروي مګر کوچني انسانان اصلا هيڅ باور نه کوي چې دوی تیروتنې کوي.

شپږم درس: لوی انسانان تل د نورو خلک مقام ته درناوی کوی. منځني خلک همېشه د ځان په اړه فکر کوي مګر کوچني خلک د نورو خلکو د غورځيدو لپاره فکر کوي.

اووم درس: لوی انسانان تل نور ستايي. منځني انسانان د نورو خلکو تماشې کوي مګر کوچني انسانان په نورو خلکو ملنډې وهي.

اتم درس: لوی انسانان دملګرتیا دایره پراخوي. منځني خلک د ملګرتیا دایره ساتي مګر کوچني خلک د ملګرتیادايره له منځه وړي.

نهم درس: لوی انسانان پر نورو مصرف کوي. منځني خلک پر ځان پیسې مصرفوي مګر کوچني خلک ځان پر پیسو خرڅوي.

لسم درس: لوی انسانان یووالی رامنځ ته کوي. منځني خلک یووالی ساتي مګر کوچني خلک نفاق رامنځ ته کوي.

همدغه ټول انسانان د یو بل په چاپیر کې ژوند کوي مونږ هم ددغه انسانانو برخه یو. باید کوښښ وکړو چې په ځان کې د لوی خلکو ځانګړتياوې پيدا کړو. په دغه برخه کې باید حریص وواسو تر څو د ژوند د چاپيريال شااوخوا غوره ځانګړنې د ځان لپاره وټاکو.

Related Articles

Sep 29, 2021
3,019 views

مطالعه له کومه ځایه پیل کړو

مطالعه څنګه پیل کړو؟ د تکنالوژي دور، ټولنیزو رسنیو، انلاین لوبو او د ساتېري مختلفو منابعو ته لاسرسی او په هغه کې ډېره بوختیا د دې سبب شوې چې ځوانان دې د مطالعې علاقه له لاسه ورکړي او دا دود دې په ټولنه کې په تدریجي ډول له منځه ولاړ شي، پداسې حال کې...

Nov 08, 2020
2,962 views

هغه ډکي، چې چينايان پرې خواړه خوري

د نړۍ خلک د خوړو خوړولو بېلابېل فرهنګونه لري، ډېری مسلمانان په لاس خواړه خوري، اروپايان له کاشوغې او کاشوغ پنجې استفاده کوي خو؛ چينايان بيا له ځانګړو ډکو چې (کوايزه) نومېږي ګټه پورته کوي. البته کوايزه د دوو ډکو يوې جوړې ته ويل کېږي. د دغو ډکو تاريخ ت...

May 31, 2023
1,125 views

كانكريټي سلب لرونکو پلچكونه

كانكريټي سلب لرونکو پلچكونو په هكله يادونې: eng shahzadulhaq ashna۱. د‌ ډيزاين بارونه:  IRC كلاس A (دوه لينه سړك) يا كلا س ۷۰ R (يو لينه سړك). ۲. د سړك پلنوالی ۱۱،۲ متره،  ۴۰۰ ملي متره دپلچكو دديوالګيو (Parapet wall)  پلنوالی چه     د پوششي تختو یا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,228 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,278 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,415 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...