د سرو زرو کورونه

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 06, 2022
4 years ago
5,135 views
د سرو زرو کورونه

ليکنه ـ ریاض مقامزی

استاد غضنفر د یوه حکایت ژباړه داسې کښي: ”لمرخاته مهال به هلک د خپل خټین کور بام ته وخوت او د لمر په زېړو پلوشو كې به يې د لرې کلي د اورسیو (کړکۍ،اشدارې) ننداره کوله. د اورسیو طلايي رنگ ډېر خوند ورکاوه او همېشه يې له ځان سره ويل، چې د طلايي اورسیو په کورونو کې به څومره بختور خلک اوسي. چې لږ لوی شو په بایسکل يې پښه واړوله او د لېرې کلي په لور روان شو. ماسپښین و، چې هلته ورسېد او هورې يې د خپل کور، کلي غوندې خړ کورونه او معمولي کړکۍ ولیدلې. هلک ګومان وکړ چې ځای یې غلط کړی دی. د هغه ځای هلکانو ته يې وويل: تاسې داسې کورونه ليدلي دي چې کړکۍ يې د سرو زرو دي؟ هغوی ورته وويل: ولې نه؛ تر ماښامه صبر وکړه، درښکاره به یې کړو. ماښام شو او هغوی مېلمه هلک بام ته وخېژاوه او د ماښام په رڼا کې يې د وی خپل کلی ورښکاره کړ، چې کړکۍ يې د لمر زېړو پلوشو ته طلايي ښکارېدلې.“  

د حکایت درسونه

  • انسان ته تل د نورو ژوند ډېر آرام، اسوده او ښه معلومېږي؛ خو اکثرا پخپله تر نورو ښه ژوند لري. یوازې دومره وي، چې ځان ته سم متوجه شوی نه اوسي.
  • نور خلک چې څومره آرام او خوښ ښکاري په حقیقت هغومره ښه ژوند لري. اصلا زموږ ننداره له لرې وي او موږ ورته پسخېږو. نو پسخېدل پرېږدئ او پخپل ژوند تمرکز وکړئ. 
  • همدا اوس تاسو له میلیونونو هغو انسانو غوره یئ، چې لوست یې نه زده، موبايل نه لري چې ګټورې لیکنې ولولي، انټرنيټ ته لاسرسی نه لري او ... آیا کله مو ددې برترۍ په اړه فکر کړی و!؟
  • تاسو روغې سترګې لرئ او لیکنه لولئ؛ خو داسې سلګونه زره کسان شته، چې د سترګو له نعمت څخه بې برخي دي. آیا ددې نعمت په اړه مو سوچ کړی و!؟
  • که له لرې د سړک ننداره وکړئ، شاید فکر وکړئ هېڅ موټر غږ نه لري؛ خو که نږدې ورشئ شاید شور مو وځوري. همداسې د نورو انسانانو ژوند هم له شور، کړاوونو، ستونزو او ناهیلیو ډک وي؛ خو هېڅوک چغې نه وهي، یوازې په آرامۍ خپلو ستونزو سره مبارزه کوي. نو تاسو هم ګیلې ـ کیسې پرېږدئ او مبارزه وکړئ.
  • هغه ژوند چې تاسو یې لرئ په نړۍ کې د میلیونونو انسانانو هیله ده. هغوی هم غواړي ستاسو په څېر په مړه ګېډه ډوډۍ وخوري، موبايل ولري، انټرنيټ ته لاسرسی ولري او ... تاسو ولې د پرتلې په وخت کې داسې خلک خپل ذهن ته نه راولئ او برعکس لوړو ته ګورئ!؟ په هر حال شکر وباسئ او خپل ځان راضي کړئ.

Related Articles

Jul 23, 2023
1,213 views

په سوداګرۍ د ارزي شتمنيو د کنګل کیدو اغیزې

په سوداګرۍ د ارزي شتمنيو د کنګل کیدو اغیزې  سوداګري او راکړه ورکړه د یوه هیواد د اقتصادي څرخ تاویدو لپاره د یوه لازمي فکټور په توګه منل کیږي افغانستان چې د سوداګرۍ په برخه کې یې تل ستونزې لیدلي دي او له سمندر سره د لارې نه لرلو له امله تل په فشار کې...

Jul 23, 2023
2,319 views

ډیورنډ کرښه

  ډیورنډ کرښه 1- ډیورنډ کرښې په نوم پاکستان سره د افغانستان کوم تړون نشته د ډیورنډ کرښې په نوم تړون نژدې ۱۲۴ کال مخکې امیر عبدالرحمن خان د برتانیا تر سخت فشار لاندې له بریتانوي هند سره لاسلیک کړی. کله چې بریتانیا له هنده ووتله او هند وویشل شو، د...

Sep 18, 2023
3,195 views

چاپيريال ساتنه

ليکوونکى: خالد راﺯق زیاتره موږ انسانان ټول شیان د ځان لپاره غواړي ا و ددې څخه هم ډېره زیاننمنه ده چي موږ خپل ځان د طبیعت او چاپیریال څخه بېل وګڼو. دا مفکوره ددې باعث سوې ده چي انسان د طبیعت بې فکره او بې رحمانه ګټه واخلي. هم دې مفکورې انسان هڅولي تر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,277 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,286 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,455 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...