اندېښنې

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 09, 2022
4 years ago
2,077 views
اندېښنې

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

وايي یوې کوچنۍ نجلۍ او هلک لوبې کولې. له هلک سره تُوشلې (مردکي/بیلورۍ) وې او نجلۍ یوه اندازه خواږه درلودل. هلک وویل، زه به ټولې تُشلې درکړم او ته دا ټوله شيريني ماته راکړه. نجلۍ هم ومنله. هلک یوه ښکلې تُشله پټه کړه. پاتې نور یې نجلې ته ورکړې؛ مګر نجلۍ له ژمنې سره سم، ټول خواږه هلک ته ورکړل. نجلۍ ټوله شپه توشلې په خوب کې لیدلې. خو هلک هېڅ خوب و نه کړ. فکر یې کاوه، نجلۍ به حتما څه شیریني ترې پټ کړي وي.  

د حکایت درسونه

  • ځینې وخت د آرام او نا آرامو خلکو فرق فقط همدومره وي (صداقت او ټګي!).
  • که صادق او رښتوني یئ، حتما به د زړه ډاډ او ذهني سکون لرئ. که دروغ او ټګي نه وای، انسان به ډېر آرام وای، ډېر!
  • که ذهني آرامي، د وجدان له عذابه خلاصون او فکري خوښي غواړئ نو صداقت مه هېروئ.
  • انسان که ښه وي ټولو ته ښه او که بد وي بد فکر کوي. نو که یو څوک پر تاسو د دروغجن، ټګ، شیطان او... ګمان کوي اصلا پخپله یاده ستونزه لري. همدا بېلګه برعکس هم کېدای شي.

Related Articles

Mar 25, 2024
1,120 views

د فراه - بخش اباد بند

 دبخش آباد بند چى په فراه ولايت کى موقعيت لرى  دتونلونو ليول کارى اى روانه ده، او نږدى وخت کى به اى د تونلو دکانکريت ريزى کارونه شروع شى Final leveling and preparation for concrete and rock boulting دبخش آباد بند  ۱۳۶۰ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کو...

Sep 15, 2023
3,726 views

د اقلیم بدلون، لاملونه، اغېزې، او د کمښت او مخنیوي لارې چارې

Author: Khalid Razique د ځمکې د اقلیم ګرمېدل اوسمهال په نړۍ کې یوه لویه ستونزه ده، چې په طبیعت، ژوندیو موجوداتو او د ژوند په هره برخه یې خپلې ناوړه اغېزې غورځولې او په یو ډول نه یو ډول ټول هغوی زیانمنوي، دا ځل مې په دغه لیکنه کې د اقلیم د بدلونونو ا...

Jan 29, 2022
2,981 views

حکایت:هوښیاره مرغۍ او ناپوه ښکاري

ژباړه: شکېبا نادري حکایت هوښیاره مرغۍ او ناپوه ښکاري   یوه ورځ یوه ښکاري یوه مرغۍ په دام کې واچوله او ویې نیوله، مرغۍ ورته وویل: "ای سړیه تا دې په ژوند کې ډېر ځله د غوا او وري غوښه خوړلې ده، خو موړ شوی پرې نه یې، نو زما پر لږه غوښه هم نه مړېږې، ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,091 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,240 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,298 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...