د ژر انزال ستونزه څنګه حل کړو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 18, 2022
3 years ago
6,144 views
د ژر انزال ستونزه څنګه حل کړو؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی

د جنسي ناروغيو په ډله کې ګڼ شمېر ناروغۍ مطالعه کېږي، چې یو یې هم د انزال سرعت (د ژر انزال) ستونزه ده. دا ناروغتیا انسان ډېر ځوروي، چې له امله یې د ډيپرېشن په څېر د نورو خطرناکو ناروغيو د رامنځته کېدو سبب هم کېدای شي. نو ښه ده، چې دا ناروغي په سمه توګه وپېژنو او پر حللارو یې هم پوه شو. 

ژر انزال څه ته وايي؟

د کوروالي پر مهال د انزال (خلاصېدو) مناسبه موده معلومه ده. که له دې مودې په کم وخت کې انزالېږئ، په دې معنا ده، چې د “ژر انزال” له ستونزې سره مخ یئ. ځينې خو آن له دخول وړاندې انزالېږي، چې په دې حالت کې ستونزه جدي ده. تاسو ته به حتما پوښتنه پیدا شوې وي، چې د یوې سالمې جنسي اړیکې د انزال موده څومره ده. اندېښنه مه کوئ. موږ یې درته وایو. روغتياپالانو له ګڼو څېړنو وروسته د جنسي اړیکو پر مهال د انزال موده پر څلورو ډلګيو وېشلې ده.  

* له ۳ تر ۷ دقیقو انزال سالمه جنسي اړیکه بلل کېږي.

* له ۷ تر ۱۳ دقیقو انزال بیا هم بده نه بلل کېږي.

* له ۱۳ تر ۳۰ دقیقو انزال د ورو انزال ستونزه ده.

* له ۳ دقیقو څخه په لږه موده کې انزال د ژر انزال ستونزه بلل کېږي. البته په دې برخه کې له دخول وړاندې انزال هم شاملېدای شي. 

علتونه

د هرې ناروغۍ بېلابېل لاملونه وي. پر دې لاملونو پوهېدل له موږ سره مرسته کوي، ترڅو ژر تر ژره مو ناروغي تشخیص او حل کړو. د ژر انزال ګڼ لاملونه ښودل شوي دي، چې عمده یې په دې ډول دي.  

  • کمزوري
  • د ځينو درملو کارول
  • د مرچ او مصالو زیات استعمال
  • په زوره ځان انزالول
  • عصبي کمزوري
  • زنا
  • د کوروالي پر مهال د وېرې احساس 

څه وکړو؟

ددې ناروغۍ لرونکي اشخاص باید د جنسي ناروغيو له متخصص سره مشوره وکړي. تر څو ډاکټر یې د ستونزې اصلي ريښه معلومه او لازمې لارښوونې ورته وکړي. مګر ځينې نورې تګلارې موږ هم تاسو ته وایو. ممکن ستونزه مو حل شي.  

• حد اقل په اونۍ کې درې ځلې دې د ګټورو موادو یوه محلول جوړ کړي. په دې کې جوس کې دې له “کېلې، خرما، شیدو، بادام او نور مغزي مواد” وکاروي او ودې څښي.

• ناروغ باید له تروشو او مرچ لرونکو خوړو ځان وساتي.

• د کوروالي د طریقې بدلون هم په ځينو مواردو کې خورا ګټور ثابتېږي.

• هره ورځ باید لږ تر لږه یو ساعت سپک ورزش وکړي.  

په یاد ولرئ!

دا لارښوونې اکثره دودیزې تګلارې دي. نو تر ټولو غوره لاره یې همدا ده، چې له روغتياپال سره په مشورې خواړه وخورئ او همدارنګه ټول هغه درمل چې د ډاکټر لخوا درکول کېږي پر وخت وخورئ. دا هم جوته ده، چې روغتياپالان له درملو ورهاخوا ځينې نورې سپارښتنې هم کوي، چې باید له پامه یې و نه غورځوئ.

Related Articles

Oct 26, 2021
2,697 views

په پرونۍ لوبه کې کوم ریکارډونه جوړل شو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی کریکټ په نړۍ کې تر فوټبال وروسته دویمه مشهوره لوبه ده، چې په اوس وخت کې شاوخوا ۲.۵ بیلیونه مینه وال لري. دې لوبې په وروستیو څو کلونو کې تل د افغانانو پر شونډو مسکا راوستې ده. اوسمهال د کریکټ د شل اوریزو لوبو نړېوال جام ترسره کېږي...

Jun 21, 2021
2,565 views

د تراژيدۍ پېژندنه

په قاموسونو کې په لږ لفظي توپیر سره د تراژیدۍ کلمه په یوه معنی کارېدلې،تراژیدي یعنې دردناکه صحنه،دردناکه ننداره یا دردناکه تمثیل. غم او ناورین ته هم ویل کېږي.    ارستو د بوطیقا په اثر کې د تراژیدۍ په اړه داسې تعریف وړاندې کړی دی:((تراژیدي د یوه داس...

Oct 11, 2021
2,816 views

د معدې روغتيا مو داسې وساتئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی معده د هاضمي سیسټم تر ټولو مهم غړی بلل کېږي. خواړه چې له ستوني تېر شي معدې ته رسېږي او هملته یې د هضم نور مراحل طی کېږي. د معدې روغتيا ځکه مهمه ده، چې د ناروغۍ په صورت کې یې انسان ګڼې نورې ستونزې پیدا کوي. راځئ، چې ددې مهم غړي د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,386 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,322 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,541 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...