د عمل خلک شئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 21, 2022
3 years ago
2,162 views
د عمل خلک شئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

وايي له دویمې نړېوالې جګړې وروسته، له یو لوړپوړي جاپاني چارواکي وپوښتل شول: "یواځې ستاسو هېواد و، چې امریکا پرې اټومي حمله وکړه. نو ویلای شو، تاسو د امریکا سرسخته دښمنان یئ؛ مګر ولې له تاسو د "مرګ پر امریکا" شعار نه اورو؟"

ځواب یې ورکړ: "شعارونه د هغو خلکو کار وي، چې په عمل کې هېڅ نه شي کولای. همدا چې د امریکا د ولسمشر پر مېز زموږ پاناسونیک ټلیفون ايښودل شوی؛ نو موږ ګټونکي یو."

د حکایت درسونه 

  • که غواړئ بريالي شئ، د خبرو پر ځای عمل/کار ډېر کړئ.
  • شکسپیر وايي: "بې کماله سړی لکه تش لوښی ډېر شورماشور کوي." آیا غواړئ تش لوښي اوسئ؟
  • له هرې ناکامۍ زدکړه وکړئ او دښمن ته د ګواښ پر ځای پخپل ځان خواري وکړئ.
  • دا غوره انتقام دی، چې د وخت په تېرېدو له خپل رقيب څخه په اخلاقو، علميت او نورو ښو کړنو کې برتري ولرئ.
  • د خبرو پر ځای د عمل خلک شئ.
  • خبرې، لافې او د بریا تمثیل کاذبه خوښي درکوي؛ خو عمل او کار مو د خبرو برعکس واقعي بریا ته رسوي.
  • انتخاب ستاسو په لاس کې دی. تشې خبرې کوئ، ځانته کاذبه خوښي ورکوئ او ناکامېږئ؟ یا غواړئ عملا د خپلو هیلو لپاره کار کوئ او د بریا خوند څکئ. 

Related Articles

Sep 03, 2021
5,400 views

انفلاسیون څه ته وايي؟

لیکنه: سرفراز څرګند انفلاسیون په عامه اصطلاح د توکو او خدمتونو په نرخونو کې په عمومي کچه جګوالي ته وایي یا په بله معنا انفلاسیون په اقتصاد کې هغه حالت ته وایي چې پیسې خپل ارزښت له لاسه ورکړي او د توکو او خدمتونو په نرخونو کې لوړ والی راشي چې دغې حال...

Oct 06, 2021
2,151 views

د انګیلا میرکل (انګلا مرکل) لنډ ژوند لیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی په پرمختللو ټولنو کې مېرمنې له نارینه وو سره اوږه په اوږه د خپل هېواد او ټولنې د پرمختګ لپاره کار کوي. مېرمنې نیمه نړۍ تشکیلوي او ددوی مشارکت د ژوند په ټولو چارو کې خورا مهم دی. که دوی ته د زده کړو او دندو اسانتیاوې برابرې شي، نو...

Nov 17, 2021
2,211 views

د مطالعې لپاره څه ډول چاپېریال مناسب دی؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی مطالعه هغه چاره ده، چې انسان پرې په بېلابېلو برخو کې خپل فکر ته هر اړخیز معلومات ور سپاري او په دې توګه یې نړۍ لید پراخېږي. هغوی چې ښه او معناداره مطالعه کوي په فکر، رفتار او خبرو کې یې ځانګړی توپیر رامنځته کېږي او خلک یې لیدلو ا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,495 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,354 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,619 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...