د زړه د حملې نښې نښانې

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 26, 2022
3 years ago
5,100 views
د زړه د حملې نښې نښانې

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

یو له هغو جدي ستونزو څخه چې کولای شي د ناڅاپي مړينې سبب وګرځي "د زړه حمله" ده. موږ هڅه کړې ده، چې پدې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې وکړو، ترڅو په ژر اقدام سره له خواشینوونکې پایلې څخه وژغورل شئ. 

د زړه حمله څه ته وايي؟

زړه د بدن هغه جز دی، چې د انسان ټول وجود ته وینه پمپ کوي. کله چې زړه ته په ور تېر شوي رګ کې کومه ستونزه پېښه شي او وینه ور و نه رسېږي د زړه حمله واقع کېږي. په همدې حالت کې د انسان زړه درېږي (له کاره لویږي) او مري. دې چارې ته په علمي لحاظ "Heart Attack" ویل کېږي. پدې حالت کې انسان پخپله سينه کې ډېر شدید درد احساسوي چې د زړه د حملې خبرداری ورکوي؛ البته کله ناکله دا درد د پلمونري اېمبوليزم (د سږو د حملې) له کبله هم وي. 

نښې نښانې

که تاسو لاندې ذکر شوي علایم لرئ؛ نو ژر تر ژره له روغتیاپال (ډاکټر) سره ووينئ او یا هم کوم نږدې روغتيايي کلینک ته مراجعه وکړئ. پدې توګه ډېر امکان شته چې له خطرناکو عواقبو وژغورل شئ.

  • ژر ژر ستړیا
  • د سینې او بدن په کیڼ (چپ) اړخ کې دردونه 
  • پر له پسې بې دلیله ټوخی
  • په جدي حالاتو کې له ټوخي سره د وینې راتګ هم تجربه کېدای شي
  • بې دلیله خولې کېدل
  • ګنګسیت / سر ګرځېدل
  • د څټ او ستوني درد
  • د زړه نامنظم او غیر عادي ضربان
  • د اندامونو پړسوب 

څه وکړو؟

که پخپل ځان کې پورتني علایم وينئ نو هڅه وکړئ چې له متخصص ډاکټر سره ووينئ ترڅو هغه مو حالت ته په کتو معاينات وکړي او ناروغي مو تشخیص کړي. پدې توګه به تاسو له وړاندې خطر دفع کړای وي. 

Related Articles

Aug 26, 2021
3,525 views

ولې خلک په تیاره کې ډارېږي؟

مشهور پښتو متل دی چې وايي ((په تیاره کې هرڅوک ویریږي خوڅوک حال وايي څوک نه)) دا متل هسې بې ځایه نه دی ویل شوی په ریښتیا هم چې کله یو څوک په تپه تیاره کې مزل کوي هره شېبه یوله وهمونو ډک خیال لري او فکر کوي چې اوس به یې سترګې په کوم نااشنا مخلوق لګیږي...

Oct 30, 2021
2,707 views

د ګلپپانو روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی ګلپيان د هغو سبزیجاتو له ډلې څخه دي، چې د انسان بدن ته ګڼې روغتيايي ګټې رسوي. تاسو به ددې لیکنې ترپایه د ګلپي په اړه هر اړخیز معلومات ولولئ.  لومړی| غذايي ارزښت د سبزيجاتو، مېوو او خوړو چې څومره غذايي ارزښت لوړ وي هومره یې بدن...

Apr 28, 2021
1,728 views

خواست بي جا

خواست بي جا مصطفی عمرزی پس از فراغت از صنف سياست كه از زمان شمول در آن، از شاگردان تنبل و ضعيف بوده اند،‌ تاكنون نیز نشانه ي واقعي از اميدواري ها براي اخذ نمرات عالي، به چشم نمي خورد. در اين كه از شاگردان ناكارآمد صنف سياست استند، ‌نبايد بسيار عضه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,382 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,321 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,536 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...