د روژه ماتي او پېشنمي پر وخت دې ټکو ته پام وکړئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 05, 2022
3 years ago
2,708 views
د روژه ماتي او پېشنمي پر وخت دې ټکو ته پام وکړئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

دا چې د روژې مبارکه میاشت ده؛ نو ښه به وي چې پر دې مهمو مسایلو پوه شئ او د روژه ماتي او پېشنمي پر مهال دغو ټکو ته پام وکړئ. پدې توګه به مو روغتيا تضمینه شي او له روغتيايي ستونزو سره به مخ نه شئ.

• له خرما، اوبو، شیدو، د مېوې تازه جوس، سوپ او يا ښوروا سره روژه ماته کړئ.

• په روژه ماتې کې فقط روژه ماته کړئ؛ ډوډۍ یو یا دوه ساعته وروسته وخورئ.

• له پاکټي او ګازي مشروباتو څخه ځان وساتئ.

• له حده ډېرې یخې اوبه مه څښئ.

• له اچار، چکني او نورو تروشو/مرچ لرونکو خوړو څخه استفاده مو معدې ته زیان رسولای شي.

• په آرامه خواړه وخورئ. ژر ژر خواړه خوړل ستاسو په زیان دي.

• سره کړي شیانو خوړل کم کړئ.

• په یو ځل ډېرې اوبه مه څښئ. هڅه وکړئ لږې ـ لږې اوبه وڅښئ، تر پېشنمی پورې د ۳ یا ۴ لېټره اوبو څښل کافي دي.

• د پېشنمي لپاره وخته پاڅېږئ ترڅو تاسو په بشپړ ډول ويښ شئ او معده مو هم خوړو ته اماده شي.

• د ورځې په اوږدو کې د تندې د مهارولو لپاره په پیشنمي کې خالصې اوبه ښه څښاک دي. له شربتونو او نورو مشروباتو ځان وساتئ.  

• په پیشمني کې د چای پر ځای غوره ده، چې له بادرنګو او هندواڼو خوړل خپل عادت کړئ.

• په پېشنمي کې لبنیات د خوړو لپاره ښه انتخاب کېدای شي.

• په ټوله کې د غوښو/کړایانو پر ځای سبزي او مېوو ته پخپل رژيم کې ځای ورکړئ. 

Related Articles

Oct 08, 2023
1,143 views

جرمني کې په شخصي مصرف یا لګښت تحصیل

استاد سکندر ځدران #تحصیلي_مشورهجرمني کې په شخصي مصرف یا لګښت تحصیل ( د دې لیکنې تمرکز تر ډیره د ماسټرۍ پر زدکړو دی) له هغه ځایه چې د جرمني هیواد د بورسونو شمیر محدود دی، نور ډیر وړ کاندیدان او د لوړو زدکړو مینوال نشي کولی خپلې لوړې زدکړې پدغه هیوا...

Dec 28, 2020
2,842 views

د مازدیګر خیالونه

ماز دیګرو، د ای-پي-جي- عبدالکلام  کتاب ( ویښ ملت) می لوستلوو، ستړی شوم، کمپیوټرمې بند کړه او بیرون په چکر ووتم. هوا ډیره ښکلي وه؛ څرنکه چې د پسرلي موسم وو، د طبیعت یوه ځانکړي ښکلا او ځلا په سترګو کیده. زه د خپلو نورو ملګرو سره پوهنتون ته نږدی په یو ک...

Feb 14, 2021
15,355 views

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال س...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,467 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,349 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,601 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...