په روژه کې څنګه د سردرد او ګنګسوالی له منځه یوسو؟

i
imranghani
Author
Apr 19, 2022
3 years ago
1,897 views
په روژه کې څنګه د سردرد او ګنګسوالی له منځه یوسو؟

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري

په روژه کې څنګه د سر درد او ګنګسوالی له منځه یوسو؟

 

دا ښکاره خبره ده چې د روژې نیول اسانه کار نه دی، خو روژه د اسلام له پینځو بناوو څخه یوه بنا ده، چې د اللهﷻ لخوا په مسلمانو فرض شوې او ټول مسلمانان یې پر نیولو مکلف دی.

د روژې او روژه نیوونکې د اجر او ثواب په اړه ډېر ایتونه او احادیث نازل شوي دي او ټول مسلمان یې له فضیلت څخه خبر دي.

 د روژې نیولو ثواب ځکه تر نورو عبادتونو ډېر دی چې روژتي د ورځې په اوږدو کې له ځینې ستونزو سره مخ کېږي لکه ګنګسوالی، سر درد، د معدې درد او داسې نور. 

موږ په نننۍ لیکنه کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو چې څنګه په روژه کې خپل د سر درد او ګنګسوالی له منځه یوسو؟

که تاسو هم غواړئ په دې اړه پوه شئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 لېمو د هغو مرکباتو له ډلې څخه دی چې بې شمېره ګټې لري، لېمو د ویټامین سي سرچینه ده او ویټامین سي د انسان د بدن د پیاوړتیا لامل کېږي او کمښت یې په بدن کې د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.

د تروه لېمو اوبه د هغو کسانو لپاره یوه معجزه ده چې د روژې نیولو له امله یې د بدن بېلابېل غړي او په ځانګړي توګه سر درد کوي.

زیات وخت ډېره لوږه د سر دردۍ لامل کېږي، هغه کسان ډېری له دغه حالت سر مخ کېږي چې د معدې ناروغي ولري. 

ډېری وخت د بدن د اوبو کمېدل هم د دې لامل کېږي چې د انسان سر درد وکړي، د لېمو اوبه کولای شي چې زموږ سردردي له منځه یوسي. سر بېره پردې د ډوډۍ په هضمولو کې هم مرسته کوي، خو پام مو وي چې هېڅکله په تشه معده لېمو ونه خورئ. کله مو چې د سر درد زیاتېده نو د تروه لېمو اوبه مو په ستوني او ټنډه وهئ، ډېر ژر به مو د سر درد او ګنګسوالی له منځه یوسي.

سر بېره پردې د تروه لېمو خوړل مو اشتها هم زیاتوي او د دې لامل کېږي چې ډېر خواړه وخورئ او د لوږې پر وړاندې مقاومت وکړئ.

Related Articles

Oct 17, 2021
2,672 views

ګلابو - څلورمه برخه

ګلابو (ناول) - #څلورمه_برخهلیکوال: نعمت الله رحیمي انجلۍ پهٔ غوصه وویل:- د موبایل ستونزه بهٔ حل شي خو ستا نه، غرور دې کم کړه زما موبایل بهٔ جوړ شي غالب ناهیلی بیرته خپل ځای ته راستون شو، شوکت وویل:- خیر زړه مهٔ خوره له فطرته بدبخت یې څو شیبې دواړه...

Jun 08, 2023
3,106 views

Monitoring نظارت

انجینرانو لپاره اړین معلومات Monitoring and Evaluation?نظارت Monitoring   نظارت د یوي پروژي/پروګرام د فعالیتونو د دوامداره او سیستماتیکی کتنې نه عبارت دی، چی په تعین شوو وختونو کې ترسره کیږي.یا په بل عبارت: • د تعین شوو شاخصونو په چوکاټ کې په دوران...

Nov 16, 2020
5,652 views

د شکر ناروغۍ نښې؛ (ستړيا، تنده او...)

شکر په نړۍ کې یو له ډېرېدونکو ناروغيو څخه دی. په دې لیکنه کې به تاسو د شکرې ناروغۍ پر ځينو عمده علايمو پوه شئ. د امریکا د ارواپوهانو ټولنې اعلان کړی، چې اوسني ځوانان د مخکينيو لسیزو له ځوانانو څخه ډېر تر فشار لاندې ژوند لري. همدې ټکي ته په پام پر شکر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,516 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,360 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,638 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...