د قدر شپه څه وخت ده؟

i
imranghani
Author
Apr 22, 2022
3 years ago
2,538 views
د قدر شپه څه وخت ده؟

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري

د قدر شپه څه وخت ده؟ 

 

د قدر شپه یعنې هغه فرصت چې اللهﷻ د خپل فضیلت او لورینې له امله د خپلو بندګانو د ګناهونو او بښنې لپاره ورکړی دی، تر څو دوی په دغې مبارکې شپې کې عبادت وکړي او ګناهونه یې وبښل شي.

موږ په نننۍ لیکنه کې تاسو ته د قدر د مبارکې شپې د ځانګړتیاوو، فضیلتونو، وخت او داسې نورو په اړه معلومات درکوو که تاسو هم غواړئ د دغه بې ساري نعمت څخه برخمن شئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

کومه شپه د قدر شپه ده؟

د قدر د شپې د معلومولو په موخه د تاریخ په اوږدو کې علماوو ډېرې څېړنې کړي دي ان تر دې چې د پنځوس علماوو او څېړونکو قولونه پکي شته، د ډېرو دلایلو او تجربو په وړاندي کولو سره وایي: د قدر شپه د روژې د میاشتې په لسو وروستیو شپو کې ده او په ځانګړې توګه په  طاقو شپو یعنې ۲۱، ۲۳، ۲۵، ۲۷ او ۲۹مې شپو کې یوه شپه ده. په طاقو شپو کې یې هم په ۲۱ او ۲۷مه شپه ډېر ټینګار کړی دی.

 

د قدر په شپه باید څه وکړو؟

 دغې شپې ته په قران کریم کې (خَیرٌ من ألفِ شَهر) ویل شوې ده؛

الف. غسل کول

په دغې شپه لومړی باید غسل وکړل شي، ځکه د قدر په شپه غسل کول مستحب دي.

ب. د کورنۍ غړي او ملګري مو عبادت ته وهڅوئ!

په دغې مبارکې شپې باید د کورنۍ ټول غړي عبادت ته وهڅول شي، تر څو کړي ګناهونه یې وبښل شي.

ج. د شپې رڼول

ښه ده چې د دغه مبارکه شپه تر سهاره په عبادت تېره کړئ، ځکه چې د قدر د شپې عبادت د زرو میاشتو

 د عبادت څخه غوره ګڼل شوی دی. 

سربېره پر دې په دغې مبارکې شپې کې قران کریم هم نازل شوی دی.

اللهﷻ په سورة القدر کې په دې اړه فرمايي: [إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ * وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ * لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ * تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ *سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ].

ترجمه: بېشکه موږ دغه(د قدر او عزت کتاب قران کریم) د قدر په شپه کې نازل کړی دی او ته څه پوهېږې (ای محمده! صلی الله علیه وسلم) چې دا د قدر شپه څه ده ــ د قدر شپه د زرو میاشتو عبادت څخه ډېره غوره ده(چې که چیری څوک یې ومومي او تر سهاره پورې پکې په عبادت باندی ځان مشغول وساتي) ــ پرښتې او روح (جبرائیل علیه السلام)  په هغې کې د لوی څښتن تعالی په اجازه هر حکم له ځان سره را اخلي او را ښکته کېږي (خورا زیاتې ملائیکې پکې ځمکې ته را ښکته کېږي او له ځان سره برکت، رحمت او مغفرت راوړي) (دغه) شپه د سهار تر لمرختلو پوری بشپړه سلامتي ده.

 

د قدر شپه د ګناهونو د مغفرت شپه ده

په  دې اړه د امام بخاري او امام مسلم (رحمۃ الله)  نه روایت شوي په حدیث شریف کې نبي(علیه السلام) فرمايي: ((مَنْ قَامَ لَيْلَةَ الْقَدرِ إيماناً واحْتِساباً غُفِر لَه مَا تَقَدَّم مِن ذَنبِهِ).

ترجمه: څوک چې د لیلة القدر شپه د ایمان او اجر غوښتلو په نیت رڼه(په ویښه باندی تېره کړي) نو د هغه ټول پخواني ګناهونه به وبښل شي.

علامةعبدالغني النابلسي(رحمه الله) د ګناهونو د بخښنې په اړه وايي: (په دغې ګناهونو  کې صغیره او کبیره ګناهونو دواړه شامل دي (او دا به ورته بښل کېږي)، ځکه چې د مهربان او لورونکي الله تعالیﷻ رحمت خو له دې څخه هم ډېر پراخه دی).

 

د قدر په شپه باید کومه دعا ووايي؟

د امام ترمذي او حاکم فرمایي: چې ام المؤمنین حضرت عائشه (رضي الله عنها) وفرمایل: ای د الله تعالی رسوله! که چېرې مې د لیلۃ القدر شپه وموندله؛ نو کومه دعاء به وایم؟ محمدﷺ وفرمایل: ووایه:((اللُّهُمّ إِنّكَ عَفَوٌّ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنّيْ)).(2):

ترجمه: ای لویه ربه! ته ډېر بښوونکی یې او بښنه خوښوې؛ نو ما ته بښنه وکړه.

 

 ولې د قدر شپه پټه شوه؟ 

علماوو د قدر شپې د پټوالي لاملونه په لاندې توګه بيان کړي دي:

الف: که دغه شپه څرګنده واى، نو ډېرو خلکو به يوازې په دغې شپه عبادت کولو او د نورو شپو له عبادت نه به غافل وو.

ب: که دغه شپه څرګنده واى، نو ډېرو خلکو به زړوره هر ګناه کوله او په دغه شپه به یې عبادت کولو او د الله نه به یې بښنه غوښتله، نو ځکه اللهﷻ دغه شپه پټه کړه.

ج: که دغه شپه معلومه واى او د يو چا څخه ناڅاپه دغه شپه پاتې شوې واى، نو د فکر د خرابۍ او نورو خلکو د خبرو له امله د نورو شپو عبادت ته هم نه شوی ويښېدلاى،

اوس خو لږه تر لږه دوې درې شپې د دغې شپې په تمه رڼوي.

د: څومره شپې د دغې شپې په لټه څوک ويـښ پاتې کېږي د هغو ټولو بېل بېل ثواب ورکول کېږي او ګڼ شمېر  نورې ګټې هم پکې دي.

نو ښه ده چې د روژې لس وروستۍ شپې په ځانګړي توګه طاق شپې رڼې شي.

Related Articles

Oct 11, 2021
2,818 views

د معدې روغتيا مو داسې وساتئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی معده د هاضمي سیسټم تر ټولو مهم غړی بلل کېږي. خواړه چې له ستوني تېر شي معدې ته رسېږي او هملته یې د هضم نور مراحل طی کېږي. د معدې روغتيا ځکه مهمه ده، چې د ناروغۍ په صورت کې یې انسان ګڼې نورې ستونزې پیدا کوي. راځئ، چې ددې مهم غړي د...

Apr 04, 2023
1,788 views

اوله درجه خښته په ساحه کی

انجنیر صاحبانو اوله درجه خښته په ساحه کي په لاندي مشخصاتو سره پیژندل کیږي.۱: که خښتي سره ووهو باید د فلز ږغ وکي.۲: ښه خښته ډیر سوري یا منفذونه نه لري.۳: شکل یې منظم او څنډي یې منظمي وي.۴: چي ښه تخته سوې یا compact سوې وي ، ښه خښته ورته ویلای سو.۵: اب...

Jul 17, 2021
10,702 views

د پښتو یاګانو اسانه زده کړه

لیکنه ـ ریاض مقامزی  وړاندې له دې چې یاګانې شرحه کړو او تاسو یې زده کړئ، مهمه ده، چې پر ځينو نورو مهمو موضوعاتو ډاډه شئ. ۱ ـ یاګانې په یوه ورځ کې زده کېږي.  ۲ ـ څوک چې لوستل کولای شي، یاګانې یې زده دي. فقط په لیک کې یې نه مراعتوي. ۳ ـ د یاګانو زد...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,461 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,349 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,598 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...