ولې مطالعه وکړو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 24, 2022
3 years ago
2,252 views
ولې مطالعه وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

نن (د اپرېل درې ویشتمه نېټه) د کتاب نړېواله ورځ ده. په ټولنيزو رسنیو کې ګڼو خلکو د مطالعې او کتاب لوستنې په اړه خپل نظرونه لیکلي وو. د ډېريو تأکيد دا و، چې خلک باید مطالعې ته مخې کړي؛ خو پوښتنه پيدا کېږي انسان باید ولې مطالعه وکړي!؟

ځینې ډېر مهم دلایل شته، چې مطالعه ته یې خورا زیات اهمیت په برخه کوي. د بېلګې په توګه:  

• مطالعه د فکر تغذيه ده.  

لکه څنګه چې د انسان بدن د خپل دوام او روغتيا لپاره خوړو ته اړتیا لري؛ په همدې شکل زموږ او ستاسو دماغ مطالعې ته اړتیا لري، ترڅو تغذيه شي او له کاره و نه لويېږي.  

• د مثبت بدلون لاره ده

انسان تل هڅه کوي، چې پخپل ژوند کې مثبت بدلون وویني او سبا یې تر نن ښه وي؛ نو که تاسو هم دا هیله لرئ، مطالعه خپل عادت وګرځوئ. مطالعه کولای شي ستاسو په ژوند کې مثبت تغییر راوړي.  

• خبرې مو تاثير پیدا کوي.

د هغو خلکو خبرې چې مطالعه کوي، نسبت هغوی ته چې نه یې کوي څو چنده ښه وي. دقیقه او منظمه مطالعه تاسو ته د قوي منطق، استدلال او فصیحې وینا هنر در بخښي. که مطالعه ولرئ، کولای شئ نور خلک قانع کړئ او د یوه اغېزناک ويناوال په توګه به څرګند شئ.  

• حوصله مو ډېرېږي!

کتاب لوستنه د نورو ګټو ترڅنګ تاسو ته د زغم هنر درکوي. ددې اصلي علت دا دی، چې مطالعه تاسو ته د هرې موضوع په اړه معلومات انتقالوي. له همدې کبله تاسو هرې کړنې ته د احساساتو پر ځای، د خپلو معلوماتو او پوهې پر اساس ځواب مومئ. نو د نالوستو او یا کم مطالعه لرونکو برعکس تاسو غیر عاقلانه غبرګون نه ښيئ؛ بلکې منطقي حللاره مومئ.  

• له نورو سره توپیر لرئ!

مارک ټواین وایي، "څوک چې مطالعه نه کوي، له بې سواده کس څخه هېڅ غوره والی نه لري.“  پخوا به د لیک لوست زده کړه د سواد لپاره معیار ګڼل کېده؛ خو اوس د نورو ځانګړنو ترڅنګ باید یو لوستی کس ډېره مطالعه هم ولري. که تاسو لیک لوست کولای شئ؛ خو مطالعه نه کوئ. نو ځان ته باسواده مه وایئ.  

وروستۍ خبرې

که یو څوک مطالعه نه کوي، له کومو ستونزو به مخ کېږي؟

ـ ژر د نورو تر تاثیر لاندې راځي.  

ـ تکراري خبرې کوي.

ـ د لغتونو پانګه یې کمزورې وي.

ـ په موضوع کې منتطقي استدلال نه شي کولی.

ـ پر هغه څه چې وايي خپله هم سم نه پوهېږي.

ـ ماغزه یې له ګټې اخیستنې پرته پاتې کېږي.

ـ سنجیده نه شي غږېدلی.  

ـ خپلې ګټې نه شي پېژندلای.

ـ ژر غوسه کېږي.

ـ د نورو پر حقونو تېری کوي.

Related Articles

Nov 15, 2021
2,837 views

ابن عربي څوک و؟

د اسلامي نړۍ لوړپوړی فلسفې عارف او عالم ابوبکر محمد ابن عربي چې په شېخ الاکبر او محی الدين هم مشهور دی، په لوېديخ کې د ابن افلاطون په نامه پېژندل کېږي. ابن عربي په کال  ۵۶۰ قمری کې د اوسنۍ اسپانيا په مورسيا کې د مخور صوفي او عالم علي بن محمد په کور ک...

May 04, 2021
2,009 views

ارواښاد عبدالطیف افندي اُتمانخېل

تېر نماسپخین د کال دوۀ زره شلم د نومبر د میاشتې په اوویشتمه نېټه د خپل تاریخي او تحقیقي تصنیف "د اتمانخېل قبیلې شجرې او څېړنه" په سلسله کښې د خپلو خوږو ملګرو امجد علي اتمانخېل او فضل اکبر اتمانخېل په ملګرتیا کښې د ملاکنډ ضلعې مېنې کلي لاړم. هلته مو د...

Oct 08, 2023
1,340 views

جرمني هیواد د دولتي او شخصي پوهنتونو پرتله

استاد سکندر ځدران  #تحصیلي_مشورهد جرمني هیواد د دولتي او شخصي پوهنتونو پرتله جرمني کې دولتي او شخصي پوهنتونونه دواړه خپلې ځانګړنې لري. دلته د دواړو په هکله مهمو ټکو ته اشاره کوم څو د تحصیل مینوالو ته پدې هکله یو روښانه انځور وړاندې شي.  1. مالي سر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,796 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,433 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,862 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...