د افریقا خړ طوطي

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 30, 2022
3 years ago
2,041 views
د افریقا خړ طوطي

د ډول علمي نوم یې (Psittacus erithacus) ده، د (African gray or gray parrot) په نومونو هم پېژندل کیږي، د توتي ډول ده او په (order Psittaciformes) ډله کې ډلبندي شوی. په ساو ټام، عاج ساحل، ټوله نایجیریا او کامېرون، د کونګون په جمهوریت کې، یوګاندا، تانزانیا او کینیا کې پیدا کیږي. 

فزیکي ځانګړتیاوې د افریقا خړ توتي او نور ټول فرعي ډولونه یې سپینو زرو ته ورته خړ رنګ لري، سر کې یې رنګ ډېر خیره یا تېز ده، د سر او تنې بڼکې یې په پای یا چار چاپېره څنډو کې سپین رنګ لري. د لکۍ بنکې یې روښانه سور رنګ لري. کوم توتیان چې ډېر عمر لري ممکن د بدن بڼکو کې یې هم سور رنګ را څرګند شي. د سوېلې افریقا ځینې نسل اخیستونکو داسې نسلونه خوښ کړي وو چې د بچیانو ټول رنګ یې سور وو کوم چې په ډېر لوړ قیمت پلور کیږي. مخ یې په سپین پوستکي پوښل شوی وي او کله چې توتي وارخطا شي د مخ رنګ یې سور والی پیدا کوي. د (Psittacus erithacus timneh) ډول یې تېز خړ رنګ او توره لکۍ لري. نر یې له ښځې کمه اندازه غټ وي. تر ټولو غټ ډول یې (Psittacus erithacus erithacus) ده کوم چې له ۳۰ تر ۴۰ سانتي متره (له ۱۲ تر ۱۶ انچه) پورې اوږدوالی لري او وزن یې له ۴۰۰ تر ۶۵۰ ګرامه پورې رسیږي. تر ټولو وړوکی ډول یې (Psittacus erithacus timneh) ده کوم چې له ۲۳ تر ۲۸ سانتي متره (له ۹ تر ۱۱ انچه) پورې اوږدوالی لري او وزن یې له ۲۵۰ تر ۳۷۵ ګرامه پورې رسیږي.  #عادتونه د افریقا خړ توتي د ټیټو سیمو باراني ځنګلونه خوښوي. چار چاپېره دښتو او کرنیزو ځمکو ته خوړو پسې ځي. په خوړو پسې د تګ پر وخت تر ۵۰ توتیانو پورې سره ډله کیږي. میوه خوړونکي (frugivorous) دي او مختلف ډوله تخمونه، مغزي او میوې خوري خو د خوړو له دې رژیم سره کله کله د ونې پوستکي، ګلان او بې شمزي ژوي هم زیاتوي. کله کله په سره خاوره چې میدان وي او کوم بوټی یا ونه نلري هم کیني او ممکن لامل یې د پرازیت ضد د ترکیب شتون وي. کله چې په ونه کې ناست وي د الوتو پر ځای په مښوکه او پښو باندې له یو څانګې بلې ته ختل غوره ګڼي. 

د شپې لخوا د ارام کولو په ځای کې تقریبا له ۱۰۰۰ زیات یو ځای کیږي. د شپې لخوا ارام په داسې ټاپوګانو کې کوي چېرې چې سمندر غاړه یا سیندونه لنډ وي او یا هم مسطحه هواره ځمکه تر څنګ ولري تر څو د ښکار کونکي ژوي له برید څخه ځان وژغوري. ډېر زیات ټولنیز چلند لري او خپله کې یو بل سره په بې ترتیبه غږونو خبرې اترې کوي. خپل غږ د خطر د زنګ د پیغام په توګه، خپله کې سره د راټولېدو لپاره او رقیب ته د غوسې کولو لپاره کاروي. د نورو مرغانو او اسمان څکالي هم غږونه هم زده کوي. ډېر وخت د خزنده ګانو لخوا ښکار کیږي، بیزوګانې یې په هګیو برید کوي. په ځنګلونو کې تر ۲۰ کاله پورې عمر کولای شي خو په کور کې ساتل شوي تر ۵۰ کالو پورې ژوندي پاتې شوي. 

د مثل تولید

د درې کلنۍ او پنځه کلنۍ تر منځ جنسي بلوغ ته رسیږي. په ډېرو سیمو کې په وچ موسم کې د مثل تولید کوي، ځینې ډولونه یې په کال کې دوه ځلې د مثل تولید کوي. کوم ډولونه یې چې په ډله کې ژوند کوي د مثل تولید پر وخت یوه جوړه یوازې په یوه ونه کې ځاله جوړوي او ځاله یې له ځمکې تقریبا ۳۰ متره پورې لوړه وي. د جنسي نزدیکت لپاره نر او ښځه یو ډول ګډا کوي او خپل وزرونه لاندې زوړند پرېدي تر څو یو بل ته د مینې اظهار وکړي او یو بل جذب کړي. ښځه په ځاله کې پاتې کیږي او له درې تر پنځو پورې هګۍ کوي او نر تر هغو پورې خپلې ښځې ته خواړه راوړي تر څو یې هګۍ په بچیانو نه وي بدلې شوې. هګۍ یې په ۲۰ یا ۳۰ ورځو کې په بچیانو بدلیږي. واړه بچیان یې له ۱۰ تر ۱۲ اونیو پورې په الوت پیل کوي خو له خپل مور او پلار سره تر درې کالو پورې نږدې اړیکې ساتي. واړه بچیان یا کم عمره توتیان یې په ډله کې د غټو توتیانو مطیع وي.  

ذکریا رحيمي 

Related Articles

Jul 12, 2021
6,347 views

د زنګون درد لاملونه او د ښه کېدو لارې چارې

زنګون د بدن یو له اړینو مفصلونو څخه شمېرل کېږي، که څه هم د زنګنونو درد په ډېر عمر لرونکو(زړو) کسانو کې ډېر وي خو ډېری ځوانان هم له دې درده کړېږي.   ‎د زنګونونو درد شخص، عمر او حالاتو ته په کتو بېلابېل لاملونه لري، خو له اړینو  لاملونو څخه یې لاندین...

Jan 01, 2022
1,921 views

د ذکام نښې او ګټې!

لیکنه: شکېبا نادري د ذکام نښې او ګټې! ذکام هغه ناروغي ده چې د سړې هوا او یا د موسمونو د بدلون له امله رامنځته کېږي. په اوسني موسم یعنې ژمي کې ډېری کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي، خو ذکام هغه یوازینۍ ناروغي ده چې د انسانانو لپاره ډېرې ګټې لري چې موږ په...

Nov 18, 2021
2,855 views

صبر

هيڅ ډول سختۍ او تکليف ته مه تسليمېږئ! صبر او لمونځ له تاسو څخه هر ډول سختي او تکليف لرې کولای شي.( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ ). سورت البقره، ايت: ۱۵۳.ژباړه: ای هغو کسانو چې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,239 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,280 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,423 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...