د مطالعې لپاره تر ټولو ښه وخت

i
imranghani
Author
May 19, 2022
3 years ago
2,127 views
د مطالعې لپاره تر  ټولو ښه وخت

ژباړه: شکېبا نادري

د مطالعې لپاره تر ټولو ښه وخت

څېړنې ښيي چې د مطالعې لپاره غوره وخت سهار وخته دی، ځکه چې ماغزه له اوږې دمې وروسته د کار او فعاليت لپاره تیار وي او مطالعه کوونکی کولی شي په ارامو ماغزو د خپلې خوښې موضوع مطالعه کړي.

 

د مطالعې لپاره تر ټولو بد وخت:

 د مطالعې لپاره تر ټولو بد وخت د شپې ناوخته دی، ځکه چې د شپې د انسان د بدن عصبي او مقناطیسي چار بشپړ کېږي او کله چې تاسو د شپې ډېره برخه په بې خوبۍ تېره کړئ، نو پخپل لاس ځان له دغه نعمت څخه محروموئ، که تاسو تر نېمې شپې په مطالعه کولو خپل ځان عادت کړی وي، هڅه وکړئ چې دغه عادت پرېږدئ، هېڅکله تر نیمې شپې مطالعه مه کوئ او خپله د ځان لپاره د ماغزو د ستړیا لامل مه کېږئ. 

غوره ده چې له ویده کېدلو څخه مخکې خپل لوستل شوې موضوګانې  په خپل ذهن کې تکرار کړئ او بیا ویده شئ.

له شک پرته چې دغه کړنه مو د ورځې په اوږدو کې لوستل شوي معلومات په سکه توګه ستاسو په ماغزو کې ځای پر ځای کوي.

که له دغه کړنې سره ځان عادت کړئ، نو که تاسو کله خپل وخت هم  د ورځنیو موضوګانو د تکرار لپاره ور نه کړئ، ناڅاپه به درته تکرارېږي. 

زموږ وړاندیز ستاسو لپاره دا دی چې د شپې۱۱:۳۰ بجو څخه د سهار تر ۵ بجو له مطالعه کولو څخه ډډه وکړئ او د ماغزو د ارامۍ وخت مو مه ضایع کوئ، زموږ د خبرو پایله دا ده چې هېڅوخت که هغه ورځ وي او که شپه د مطالعې لپاره نا مناسب وخت نه دی، خو په دې شرط چې  تاسو خپل د استراحت، تفریح، ډوډۍ خوړلو وخت پرې ضایع نه کړئ، یا پرځان له حده ډېر فشار رانه وړئ.

نو اړینه ده چې د مطالعې لپاره مناسب وخت وټاکو، ځکه چې په ستړو ماغزو مطالعه کول بې ګټې دي هم به مو وخت پرې ضایع شي او هم به یې په موخه پوه نه شوو.

Related Articles

Feb 16, 2021
1,989 views

براي زنده گي

براي زنده گي مصطفی عمرزی در روستايی در ميان كوهساران انبوه، در یک محيط آراسته با آرايش طبيعت، جوانی    زنده گی مي کرد كه پندار و كردارش بيش از همه، در برابر محيطي قرار مي گرفتند كه  طبيعت دست نخورده، تصوير برجسته ي آن است. میرویس با پا گذاشتن در ه...

Dec 18, 2023
1,242 views

ایا کله مو د سایبر(Cyber) کليمه اورېدلې ده؟

ایا کله مو د سایبر(Cyber) کليمه اورېدلې ده؟ د "سایبر" اصطلاح عموماً د کمپیوټر، معلوماتي ټکنالوجۍ، او انټرنیټ پورې اړوند مفاهیمو د تشریح کولو لپاره د مختاړي (پیشوند) په توګه کارول کېږي. یا په بل عبارت سایبر یعنې کمپیوټر، کمپیوټري شبکه او انټرنیټ. لک...

Mar 27, 2022
1,774 views

صوفي او بیزو

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په یوه حکایت کې راځي چې، صوفي د ونې سيوري ته ناست و. بيزو د کوپرې ګوزار ورباندې وکړ. صوفي کوپره په ګورت کې ونيوله. د هغې د منځ شيدې/اوبه يې وڅښلې. کوپره يې وخوړه او د کوپرې له پوټکي يې ځانته کاسه جوړه کړه.   درسونه په نړۍ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,282 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,287 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,460 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...