د بیزو تڼاکې یا Monkey pox څه ډول ناروغي ده؟ نښې نښانې یې څه دي

i
imranghani
Author
May 24, 2022
3 years ago
2,395 views
د بیزو تڼاکې یا Monkey pox څه ډول ناروغي ده؟ نښې نښانې یې څه دي

بیزوتڼاکې یاMonkey pox  څه ډول ناروغي ده؟ نښې نښانې يې څه دي

ژباړه: لېمه رحماني

 

بیزوتڼاکې Monkey pox، يو وژونکى وایروس دی، چې د تي لرونکو حیواناتو ځینې ډولونه پرې اخته کېږي. انسانانو ته د وایروس لېږد په معمولي ډول په یاده ناروغۍ د اخته څارویو سره د نېغ په نېغه اړيکې درلودلو له کبله کېږي. د دې شونتيا هم شته چې د اخته شوي څاروي د غوښې له خوړلو هم وایروس انسانانو ته ولېږدېږي. سربیره پر دې، وایروس له اخته کس نه بل کس ته هم لېږدول کیداى شي. دا ناروغي د مرکزي او لویدیځې افریقا په لرې پرتو سیمو کې ډېره عامه ده. په دې وروستیو ورځو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک د مونکي پوکس د خپرېدو په اړه ډېر اندېښمن شوي دي. په اروپايي او امريکايي هېوادونو کې هم په ياده ناروغۍ د اخته کسانو راپورونه ثبت شوي. روغتیا پوهان اټکل کوي چې په وایروس اخته کسان ممکن له افریقا څخه د نړۍ نورو برخو ته يې سفر کړی وي او دغه وایروس يې له ځان سره لېږدولى وي. په ثبت شويو قضیو کې ٩ تایید شوې قضیې له انګلستان څخه، ۱۴ تایید شوې قضیې او ٢٠ شکمنې قضیې له پرتګال څخه ، ٧ تایید شوې قضیې او ٢٩ شکمنې قضيې له اسپانیا څخه، ١٧ شکمنې قضیې له کاناډا څخه، یوه تایید شوې قضیه له سویډن څخه او د فرانسې او استرالیا څخه یوه یوه مشکوکه قضیه وه، چې د ١٠ هېوادونو څخه د ټولو ثبت شویو قضیو شمېر ١٠٧ ته ورسېده. 

 

د ناروغۍ نښې نښانې څه دي؟

مونکي پوکس په معمولي ډول له يوې تبې پیلېږي. په لومړنیو نښو کې ناروغ تبه، د سر درد، د پوستکي په ځينو برخو کې پړسوب، د ملا درد، د عضلاتو درد، او خپګان لري. کله چې تبه پیل شي، د پوستکي تڼاکې هم ورسره وده کوي، ډیری وختونه د دغو تڼاکو راختل له مخ نه پیل کېږي او بیا د بدن نورو برخو ته خپرېږي. په ټولیزه توګه دغه تڼاکې د پښو او لاسونو پر مخ ليدل کېداى شي. يوه ايراني روغتیاپوه ويلي چې: "د پوستکي ستونزې د تبې له پیله درې ورځې وروسته راڅرګندېږي. په ٩٥٪  قضیو کې په مخ باندې، ٧٥٪ قضيو کې په لاسونو او پښو او همدارنګه په ٣٠٪ نورو قضيو کې په تناسلي برخو باندې بخار راخيژي." د ککړتیا ټوله موده يې په ټولیزه توګه د ٧-١٤ورځې وي خو کیدای شي په ځینو پېښو کې د ٥-٢٠ ورځو پورې هم اوږده شي. 

په ناروغۍ د اخته کېدلو لاملونه

وایروس د اخته تن له پوټکي سره د نېغ په نېغه اړيکې درلودلو له کبله لېږدول کېږي. د اخته تن د وسایلو لکه د ناروغ بستره یا لوښو سره د نږدې اړيکې له لارې هم لېږدېدای شي. د ناروغ د تنفسي ذراتو له لارې هم روغ تن ته دغه وایروس لېږدېدای شي. همدارنګه، وایروس د سترګو، پزې (پوزې) یا خولې له لارې هم، بدن ته ننوځي. دا ناروغي پخوا د جنسي لېږدېدونکي انتان په توګه نه وه پېژندل شوې، خو اوس څرګنده شوې ده چې د جنسي اړیکو پرمهال هم د ياد وایروس د لېږد شونتيا شته ده.

 

د ياد وایروس خطرونه او ناوړې پايلې

دغه وایروس د سترګو د خرابېدلو او ان تر دې چې د ړندېدو لامل هم کېداى شي. د مونکي پوکس وایروس د پوستکي د ناروغيو لامل کېږي او د وایروس د ودې پر مهال د پوستکي رنګ ورسره بدلون مومي؛ ان دا چې کېداى شي دغه تڼاکې په زخمونو بدلې شي، چې په پايله کې د پوستکي د سطحې د خرابېدو لامل هم وګرځي. دغه وایروس کولاى شي چې د ودې پر مهال خپل ځان دماغ او شوکي نخاع ته ورسوي او د ماغزو دغه برخه فلج کړي. د ماغزو د دغې برخې په فلجېدو سره د انسان د مړينې لامل هم کېدای شي.  

بله د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې یاده ناروغي تر دې مهاله کومه ځانګړې درملنه نه لري، خو يوازې د خپرېدو په مخنیوي کوونکو تدابیرو سره کنټرولېداى شي. دغه وایروس د کوویډ – ١٩ په اندازه د اندېښنې وړ نه دی؛ ځکه چې د برېټانیا د عامې روغتیا وزارت په وینا عامو خلکو ته خطر پکې کم دی. روغتیاپوهان وايي د مونکي پوکس وایروس د لېږد سرعت د کوویډ – ١٩ وایروس په پرتله خورا ورو دی؛ نو ويلاى شو چې دا اند ناسم دی، کوم چې وايي دغه ناروغي د نړۍ په کچه په ډېره چټکۍ سره د خپرېدو په درشل کې ده او نړۍ ښايي يو ځل بيا د کورونا په شان د يوې وبا سره مخ شي.

Related Articles

May 19, 2022
3,673 views

دا خواړه مو جنسي قوت ډېروي

ژباړه ـ ریاض مقامزی   جنسي اړیکې د هر بالغ انسان یوه جدي اړتیا وي؛ خو ځينې خلک پدې برخه کې د کمزورۍ احساس لري، چې همدا چاره یې د ژوند خوږې شېبې ترخې کوي. موږ هڅه کړې ده، چې د همداسې خلکو ستونزه حل کړو. که غواړئ جنسي قوت مو ښه شي دا خواړه خورئ.  ...

Dec 05, 2021
2,681 views

جسدونه څنګه مومیایي کېږي؟

لیکنه ـ وړانګه اکبر مومیايي کېدنه، چې په انګلېسي کې یې "mummification" بولو، یوه ځانګړې پروسه ده؛ خو مخکې له دې چې په مومیایې کېدنې وغږېږو لومړی هغه کېمیاوي مواد چې مړي به پرې مومیایې کېدل پېژنو:   لومړی| Linen مړی به په طبیعي مالګه کې کېښودل کېد...

Apr 27, 2021
1,897 views

انديشه هاي جانوري به نام انسان

انديشه هاي جانوري به نام انسان مصطفی عمرزی یک مقوله است که «انسان، حیوان ناطق است!» در زنده گي او شايد در تمام آن بر دو مورد، بیش از همه حكايت شود كه يكي خوشي و ديگري غم نام دارد. تا جايي كه به   زنده گي حيوانات مربوط است، اين طبقه، خوشي ها و غم ها...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,422 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,331 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,564 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...