د لېړو روغتيايي ګټې

R
Riaz Muqamzai
Author
May 26, 2022
3 years ago
2,642 views
د لېړو روغتيايي ګټې

 ژباړه ـ ریاض مقامزی  

لېړو له هغو سبزیجاتو څخه ده، چې د اوړي په موسم کې وده کوي. ګرمې سیمې یې د تولید او ودې تر ټولو مناسب ځایونه بلل کېږي. لکه د نورو ټولو خوړو او سبزیجاتو لېړو هم خپلې روغتيايي ګټې لري، چې ددې لیکنې تر پایه به پرې پوه شئ. 

د لېړو غذایي ارزښت  

  • کالوري ـ ۱۲۹ 
  • اوبه ـ ۹۰،۱۷ ګرامه  
  • پروټين ۲،۰۰ ګرامه  
  • غوړ ـ ۰،۱۰ ګرامه  
  • کاربوهايډرات ـ ۷،۰۳ ګرامه  
  • فایبر ـ ۳،۲ ګرامه  
  • قند ـ ۱،۲۰ ګرامه 

د لېړو روغتيايي ګټې

دغه شین رنګه سبزي تر ټولو ډېر د جنوبي آسیا، امریکا او افریقا په هېوادونو کې کارول کېږي. لېړو ته په فارسي کې “بامیه” او انګلېسي کې “Okra” ویل کېږي. ددې خوړو بله ګته دا ده، چې خام هم خوړل کېږي. همدارنګه ځينې خلک یې تازه پخوي او ځینې نور یې بیا تر وچولو وروسته په ژمي کې ترې استفاده کوي. د ګڼو روغتيايي ګټو څخه یې ځينې په دې ډول دي.  

لومړی| د فایبر غني منبع ده

لېړو (بامیه) د فایبر یوه ښه سرچينه ده. په دې توګه کولای شي، چې د انسان هاضمي سیسټم ته ډېر ګټور ثابت شي. همدارنګه څېړنو ښودلې ده، چې د لوړ فایبر له امله کولای شي د کولمو د سرطان مخنيوی هم وکړي.  

دویم| د مغزو پیاوړتيا

وروستيو موثقو څېړنو ښودلې ده، چې لېړوګان د آلزایمر خطر کمولو ترڅنګ د نورو عصبي ناروغيو په مخنيوي کې هم ګټور ثابتېږي. همدارنګه که په مناسبه اندازه لېړوګان وخورئ، ستاسو مغزو ته رسېدلي زیانونه هم جبرانولای شي.  

درېيم| د زړه روغتيا

که څه هم په دې برخه کې لا هم څېړنې دوام لري؛ خو لومړنۍ پایلې ښيي، چې لېړوګان کولای شي.د زړه د ناروغيو مخنيوی وکړي. البته ددې چارې اصلي لامل په لېړو کې شته فولادو معکوس اغېز دی. په بامیه کې شته فولاد د نیتریک اسید په ډېرېدو سره ستاسو د زړه روغتيا وساتي او له راډيکالونو سره مقابله وکړي.  

څلورم| انتي اکسیدان

په لېړوګانو کې موجودې دانې د اکسیدان ضد خاصیت لري. نو هڅه مکوئ، چې ترې لرې یې کړئ. څېړنې ښيي، چې دا دانې د وینې لاکتیک اسید کچه په ډېره اندازه راکمولای شي. 

پنځم| د فولیک اسید ښه سرچینه ده

فولیک اسید او یا هماغه ويټامین بي ۹ په هر وخت ډوډۍ کې مهمه ده. دا ويټامين بدن ته ددې وړتيا ورکوي، چې نوي سلولونه تولید کړي او DNA ته د زیان اوښتو مخنیوی کوي.  له دې ټولو سره ـ سره ځينې نور عمده ګټې یې عبارت دي له:

د ځيګر محافظت

د پروټينونو ښه منبع ده

له کلسټرول څخه خلاصون

د رګونو ښه والی

د زړه روغنيا تضمينوي

د قبضیت مخنیوی کوي

د هاضمۍ سیسټم پياوړی کوي

د ستړيا او خفګان احساس له منځه وړي

د ستوني درد مخنیوی کوي

د سرطان پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي

د پوستکي ښکلا ته هم ګټور دي

د دید پیاوړتيا

د هډوکو په غښتلتیا کې ډېره مرسته کوي 

وروستۍ خبرې

دا باید هېڅکله هېر نه کړو، چې له اندازې ډېر د هر ګټور څيز خوړل د ګټې پر ځای زیان لري. همدارنګه هغه خلک چې متفورمین درمل خوري، باید د لېړو له خوړلو ډډه وکړي. همدارنګه هغه وګړي، چې وارفارین درمل خوري، باید له لېړوګانو لرې اوسي. ددې ترڅنګ هغه وګړو ته هم د لېړو نه خوړلو توصیه کېږي، چې د پښتورګو ناروغي .

Related Articles

Nov 25, 2021
2,740 views

د خپل راتلونکي ګډ ژوند ملګری/ي په ټاکلو کې دغو ټکو ته پام وکړﺉ

لیکنه: شکېبا نادري، د  خپل راتلونکي ګډ ژوند د ملګري/ې په ټاکلو کې دغو ټکو ته پام وکړئ!   هر هلک او نجلۍ حق لري چې له واده نه مخکې خپله مېرمن او يا خاوند وويني او هغه د خپل راتلونکې مېرمنې او يا خاوند په توګه ومني او يا یې ونه مني. همدارنګه يو هلک ا...

Apr 23, 2022
2,256 views

دا عادتونه به مو ژوند بدل کړي!

لیکنه ـ رياض مقامزی د برياليو او ناکامو انسانانو ترمنځ یوازې د ځینو عادتونو توپیر وي. معنا دا چې بریالي انسانان د بعضو خویونو له کبله بریالي او ناکام هم د بعضو عادتونو له کبله ناکام وي؛ نو که غواړئ پخپل ژوند کې مثبت تغییر ووينئ، د برياليو خلکو دا ځ...

Jun 27, 2021
19,328 views

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,985 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,204 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,195 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...