د امریکا انتخابات؛ ولسمشر څنګه ټاکل کیږي؟

K
Ketabton
Author
Nov 06, 2020
5 years ago
2,103 views
د امریکا انتخابات؛ ولسمشر څنګه ټاکل کیږي؟

ځينو ملګرو په دې اړه پوښتلی وم، لنډ وضاحت لیکم:
د امریکا د استازو مجلس ٤٣٨ څوکۍ لري او دا څوکۍ د هر ایالت د نفوس په تناسب مشخصې دي. په دې کې د واشنګټن ‌‌‌‌‌‌ډي سي چې ایالت نه دی درې څوکۍ هم شاملې دي. د امریکا سنا ١٠٠ څوکۍ لري چې د هر ایالت دوې څوکۍ کیږي:
٤٣٨+١٠٠= ٥٣٨ څوکۍ. دا فارموله ذهن کې وساتئ، په همدې اساس غږېږو او همدا د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو فارموله بللی شو.
ایلکټورل کالج څه دی؟
الیکټورل کالج، شخص او څوکۍ نه ده بلکې د ولسمشر د ټاکلو یو سیسټم او بهیر دی.
دغې فارمولې ته د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو کې ایلیکټورل کالج وايي چې موږ یې انتخاباتي رایې هم بللی شوو.
افغانستان کې خلک مستقیمآ کاندید ته رایه ورکوي او هر کاندید چې ٥٠+١ پوره کړې ولسمشر ټاکل کیږي؛ امریکا کې هم همداسې کیسه ده خو په ‌‌‌‌‌‌ډېر متفاوت ‌‌‌‌‌‌ډول.
هاغسې چې مې وویل د امریکا هر ایالت د استازو په خونه او سنا کې څوکۍ لري. مثلآ: زه د ویرجینیا په ایالت کې اوسېږم، دا ایالت دوې څوکۍ په سنا او ١١ د استازو په مجلس کې لري چې ټولې ١٣ څوکۍ کیږي. په انتخاباتو کې خلک په دغه ایالت کې د ولسمشرۍ کاندیدانو ته رایه ورکوي او هر کاندید چې ډېرې رایې وګټلې، دا ایالت او د دغه ایالت دا ١٣ انتخاباتي رایې يا الیکټورل کالج ګټي. نورو ایالتونو کې هم همدا فارموله ده، هر ایالت کې چې هر کاندید اکثریت رایې وګټلې، د هغه ایالت ټول ایلکټورل کالج ګټي. او هر کاندید چې ٢٧٠ انتخاباتي رایې الیکټورل کالج وګټلې، د امریکا ولسمشر ټاکل کیږي. البته دا الیکټورل کالج د استازو د مجلس او سنا له څوکۍ سره هېڅ تړاو نلري، دا یوه فارموله ده چې د دغو دواړو خونو د څوکیو د شمېر په حساب عملي کیږي. په دغه سیستم باندې امریکا کې دننه هم نیوکې کیږي؛ ځکه چې کله د یو کوچني ایالت انتخاباتي رایې د یو لوی ایالت تر رایې هم مهمې ګڼل کیږي.
امریکا کې دموکرات پلوه ایالتونو ته بلو یا آبی ایالت ویل کیږي او د جمهوري غوښتونکو پلوي ایالت ته رید یا سور ایالت ویل کیږي. دا ایالتونه معلوم دي چې کوم ګوند ته رایې ورکوي. د کاندیدانو اصلي تمرکز په ځينو هغو ایالتونو کې وي چې سوینګ سټېټ بلل کیږي. په دې مانا چې دا ایالت نه دموکرات دی او نه جمهوریت پلوه، خو هر لوري ته ښوییدلی شي. داسې ایالتونو کې کله دموکرات او کله هم جمهوریت غوښتوونکي بریالي وي. په روانو انتخاباتو کې هم همدا کوچني ایالتونه د ټاکنو لوری ټاکي.

Related Articles

Dec 30, 2020
3,634 views

هغه نزاکتونه چې بايد پاملرنه ورته وکړو!

لیکنه ـ ریاض مقامزی ټولنيز ژوند له قوانيتو او محدودیتونو خالي نه دی. موږ او تاسو ټول حتماً په یوه ټولنه کې ژوند کوو، نو معلومه ده، چې له نورو وګړو سره به اړيکې او خپلوۍ پالو. همدارنګه له خپلو کورنيو، ملګرو، کلیوالو، ټولګيوالو، همکارانو او ګڼو نورو خ...

May 07, 2021
1,745 views

غازی تالې احمد اُتمانخېل بابا

غازی تالې احمد اُتمانخېل بابا چې دَ پلار نوم ېے صالېح احمد اُتمانخېل وو چې دَ ښپلې زمانې مشهور ستر او بهادر سړے پاتې شوې او دَ رور نوم يے عبدلمحمد اُتمانخېل بابا وو.چې دَ صېلح مهمند تېحصېل امبار سره ے تعلق ساتو.دَ غازی تالې احمد اُتمانخېل بابا ېو سرت...

Dec 20, 2020
3,616 views

له ماشومانو سره په سلوک کې کومو ټکو ته باید پام وشي؟

موږ او تاسو په ټولنيز ژوند کې د لویانو ترڅنګ له ماشومانو سره هم په اړيکه کې یو. دوی د ټولنې یوه معصومه او مينه ناکه طبقه ده. خو همدا ماشومان د څو کلونو په تېرېدو سره د نورو ماشومانو روزونکي کېږي. که تاسو نن دوی هر ډول وروزئ سبا ترې باید هماغسې توقع و...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,424 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,331 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,565 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...