To start downloading books

Please sign in or create an account.

له ماشومانو سره په سلوک کې کومو ټکو ته باید پام وشي؟

له ماشومانو سره په سلوک کې کومو ټکو ته باید پام وشي؟

موږ او تاسو په ټولنيز ژوند کې د لویانو ترڅنګ له ماشومانو سره هم په اړيکه کې یو. دوی د ټولنې یوه معصومه او مينه ناکه طبقه ده. خو همدا ماشومان د څو کلونو په تېرېدو سره د نورو ماشومانو روزونکي کېږي. که تاسو نن دوی هر ډول وروزئ سبا ترې باید هماغسې توقع ولرئ. په همدې موخه له ماشومانو سره په خبرو، اړيکو او رفتار کې ډېر غور په کار دی. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع مفصلې خبرې شوي. 

 ۱ ـ ماشومان مه رټئ

په پښتني ټولنه کې اکثره ماشومان د خبرو او کړنو پر مهال رټل کېږي. دا کړنه د دوی د نوښت او جرأت وړتياوې له منځه وړي. که غواړئ، چې ماشومان مو نوښتګر او با جرأت اوسي، هېڅکله یې مه رټئ. که ستاسو ماشومان کوم نوی کار او یا هم کومه خبره کوي نو ددې پر ځای چې ويې رټئ ویې هڅوئ.
 د یوې څېړنې موندنې ښيي، چې په ماشومتوب کې رټل شوي ماشومان نسبت هغوی ته چې په کوچنيوالي کې نه دي رټل شوي، ډېر وېرېدونکي او بې جرأته وي. تاسو باید هېڅکله خپلو ماشومانو ته د "غلی شه، وړوکی ماشوم  یې!" ، "قد ته دې ګوره خبرو ته دې ګوره" او ورته نورې جملې مه کاروئ. که تاسو دا او دې ورته الفاظ کاروئ دوی پر خپل ځان باور له لاسه ورکوئ او راتلونکی یې په تیاره کې واقع کېږي. 

 ۲ ـ خبرو ته یې اهميت ورکړئ

کله چې ماشومان کومه خبره کوي، په ځير ورته غوږ شئ. په دې توګه هغوی ددې احساس کوي، چې با اهميته دي. کله چې هغوی داسې مفکوره پيدا کړي نو تل هڅه کوي فکر وکړي او ښې خبرې وکړي. په دې توګه ددوی د تفکر ځواک پياوړی کېږي.
 ددې چارې بله ګټه دا ده، چې ستاسو ماشومان به په هره مسئله کې د احساساتو پر ځای د تفکر له لارې پرېکړه کوي. ددې ترڅنګ ستاسو د ماشومانو د ويناوالۍ هنر هم پياوړی کېږي. خپلو ماشومانو ته اهميت ورکړئ تر څو رښتيا هم با اهميته ژوند ولري. 

 ۳ ـ د پرېکړو اجازه ورکړئ

زموږ او ستاسو لویه ستونزه دا ده، چې ماشومانو ته په څيزونو کې د انتخاب حق نه ورکوو. موږ فکر کوو، چې د ماشومانو پرېکړه به کم ارزښته وي. خو داسې نه ده. دا سمه ده چې کوچنيان لويې پرېکړې نه شي کولی. مګر تاسو کولای شئ ترې وپوښتئ "کوم کالي دې اغوندې!؟"، "غواړې څه وخورې؟". که ماشومان نن په وړو مسئلو کې د تصميم وړتيا پيدا کړي. سبا په لویو مسايلو کې د ښو پرېکړو وړتيا پيدا کوي.

 ۴ ـ و یې هڅوئ، چې دویم ځل کوښښ وکړي

که ستاسو ماشومان د کوم کار په کولو کامياب نه شول، مه یې رټئ. ددې پر ځای کوښښ وکړئ، چې دویم ځل ترسره کولو ته یې وهڅوئ. په دې کړنې سره د ماشومانو د "اعتماد بر نفس" کچه لوړېږي. 
 نوې څېړنې ښیي، چې "پر ځان باور" د کاميابۍ له کليدي موضوعاتو څخه دی. نو که غواړئ چې ماشومان مو بریالی راتلونکی ولري، ويې هڅوئ چې ژر ماتې و نه مني. بیا ـ بیا دې هڅه وکړي، تر څو خپل هدف ترلاسه کړي. 

 ۵ ـ ډاډ ورکړئ

خپلو ماشومانو ته داسې چاپېریال جوړ کړئ، چې په ډاډه زړه خپل نظر ورکړي. همدارنګه داسې اړيکې ورسره وپالئ، چې د سکون احساس وکړي. که چېرې تاسو ماشومان د امن احساس و نه لري نو ممکن ډېری داسې مسائيل په پټه خوله وزغمي، چې د هغوی راتلونکی ننګولی شي.
 که غواړئ ماشومانو مو هېڅکله له تاسو خبرې پټې نه کړي، نو ډاډ ورکړئ تر څو هره خبره له تاسو سره شریکه کړي. 

 ۶ ـ و یې هڅوئ

که غواړئ ماشومان مو تل ښه کار وکړي، نو که هر کله کوم ښه کار وکړي، و یې هڅوئ. تاسو کولای شئ خپل ماشومان له دوو لارو وهڅوئ. که تاسو ډالۍ ورکړئ او یا هم د خبرو له لارې یې وستایئ یوه خبره ده. خو ارواپوهان وايي د ډالۍ پر ځای د خبرو له لارې د ماشومان هڅول او ستايل ډېر ګټور تمامېږي.

 ۷ ـ خپلو خبرو ته پام وکړئ!

دا چې ماشومان تل د خپلو مشرانو څخه په تقلید کې کړنې کوي. نو باید ددوی سره په رفتار کې ډېر پام وشي.
 که څه هم خپلو خبرو ته باید په هر وخت کې توجه وشي. مګر کله چې له ماشومانو سره او یا هم د ماشومانو په مخ کې غږېږئ، ډېر زیات پام وکړئ. سپک الفاظ هېڅکله مه کاروئ.
 ددې ترڅنګ هېڅکله خپلو ماشومانو ته په خبرو کې دروغ هم مه وايئ. که تاسو پورته کارونه وکړئ نو پرته له شکه ماشومان مو دروغجن او سپک ژبي لويېږي.

Related Articles

بد عادتونه څنګه پرېږدو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   حکایت دی؛ د باغ څښتن يو حکیم ته وويل، چې کمکي زوی ته یې نصحيت وکړي، چې د نيالګو له ماتولو او ضرر رسولو لاس واخلي.  حکیم یې زوی یوه تازه ایښودل شوي نيالګي ته ودراوه، ورته ویې ويل: را ایستلای یې شې؟ هلک سمدستي بريد ورباندې وکړ او د سترګو په رپ کې یې نیالګی راوایست. حکیم یو څه لوی نیالګي وروښود. هلک هغه هم را وایست.  حکیم وار په...

هغه وخت رایاد شو خو اوس هغه شور او هاها نشته!

یو وخت مو داسې شورماشور او هاها جوړه وه چې نن یې ارمان راشي پلار به را ګټله موږ به خوړه خو نن د زده کړو او دندو له امله، ورورنه له ما، زه له ورورنو او پلار له زموږ ټولو، داسې سره لرې لرې شوو چې اوس یې راته زغمل سخت دي په یاد مو وي چې کورنۍ تر هر څه ارزښتمنه ده زه بیا شکر تر ټولو شتمن یم پلار مې ژوندی، دوه میندې، شپږخویندي او شپږ ورونه لرم هېر مې نه...

قیامت د ورځې د محکمې ځینې قــــوانین

د قیامت د ورځې د محکمې ځینې قــــوانین!مخکې له دې چې له دغه لویې محکمې ســـره مخ شئ، باید ویې پېژنې *1- دوسیي به پټې او سري نه وي*﷽ ﴿ونُخرِجُ لَهُ يَوْمَ القِيامَةِ كِتابا يَلقاهُ مَنْشُورًا﴾...ورځ په قیامت به ورته خپل کتاب غـــوړیدلی راوباسو. *2- د سختو امنیتي تدابرو لاندې به وي:﷽ ﴿ وَجَاءتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ ﴾...هر څوک په...

Recommended Articles

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....