د حیواناتو غوصه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 02, 2023
2 years ago
1,589 views
د حیواناتو غوصه

‏د اوښ ضد 

وروره ډیره احتیاط کوه د اوښانو له منځه ددغه اوښ تر نظر لاندی یی ستا راتګ تعقیبوی !!

یو عرب کیسه کوي چې ،یوه ورځ مې د اوښانو له منځ یو اوښ خرابي وکړه ، ورته په قهر سوم  سزا مې ورکړل او سخت مې تهدید کړ، د یو څو ورځو لپاره ارام و او هیڅ غلطې یې نه کوله…
پهٔ همدي ‏ورځو کی می څو ملګری خواته رغلل چی داوښانو ساتنه يي کړي  وه او د اوښانو په حرکاتو او عاداتو ډیر ښهٔ پوهیدي، راته یې وویل چې وروره ډیر احتیاط کوه ، د اوښانو له مینځه د دغه اوښ تر نظر لاندې یې او ستا تګ راتګ تعقیبوي، متوجي سوم او احتیاط مې شروع کړ ، د شپي  ویده کیدلو ځای مې چې نصبت ‏له کوټو څخه بهر وو همدی اوښ هم لیدلی ؤ ځای جوړ کړ ، معمولاً اوښان له دې ځایه بهر پراته وه، ما بیا داسي وکړل چې خپله بستره مې داسي جوړه کړه چې فکر کیدی نفر په کښې پروت دی ، خو زه خپله لاړم بام ته او د اوښ پټه څارنه مي شروع کړه ، یو څه وخت وروسته ګورم چې اوښ له خپله ځایه راپورته سو
‏په کرار کرار د حویلئ خواته راروان سو ، د حویلۍ دروازه یې داسې خلاصه کړه چې فکر دې کاوه انسان دی ، زما د بستري سره په نږدې کېدلو یې یو ځل حمله وکړله او پهٔ کونډو او غاښونو سره یې څیرې څیرې کړله ، پهٔ همدې حالت کې مي ورباندې له بام ږغ وکړ ، چې کله پوه سو زه یم نو پورته سو ‏او پرخپل ځائ څو ځلی و څرخید 
وغړمبېد، تر دې چې پر ځمکه راپریوت او مړ سو ، سهار مو د اوښ سینه څیرې کړله تر څو وګورو څه وسول ؟ نو پهٔ ډیره حیرانتیا سره مو ولیدل چې د اوښ زړه له ډیره قهره چاوديدلی ؤ .
نو دا مهٔ هیروئ بدي حیوانات هم نسي هیرولای، او د انتقام اخېستلو قصد به یې لری ‏نو څه فکر کوی انسانانو سره بدي کول به څهٔ نتیجه ولري او ستاسي بدي به یې له ذهنونو ووځي 
کینه او حسد کول سمه کړنه نه ده، حدیث شریف مفهوم دی چې حسد کول نیکي داسې سوځي لکه اور چې وچ واښه یا لرګي سوځي.

Related Articles

Mar 08, 2021
2,824 views

د بریالیو خلکو ځانګړنې

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ژوند کې بریا د هر انسان هيله وي، خو آیا تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی، چې د بریاليو خلکو هغه کومې ځانګړنې دي، چې دوی یې له نورو رابېل کړي او بریالی ژوند لري؟ په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي او تاسو به د بریاليو خلکو دېرش...

Oct 06, 2021
2,151 views

د انګیلا میرکل (انګلا مرکل) لنډ ژوند لیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی په پرمختللو ټولنو کې مېرمنې له نارینه وو سره اوږه په اوږه د خپل هېواد او ټولنې د پرمختګ لپاره کار کوي. مېرمنې نیمه نړۍ تشکیلوي او ددوی مشارکت د ژوند په ټولو چارو کې خورا مهم دی. که دوی ته د زده کړو او دندو اسانتیاوې برابرې شي، نو...

Feb 26, 2021
3,287 views

د شکسپير ژوند او فن

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نوموړي بشپړ نوم ویلیام شکسپير (William Shakespear) دی. دی هغه نامتو لیکوال او متفکر دی، چې په نړۍ کې داسې لوستي خلک ډېر کم دي چې له نامه سره به یې اشنا نه وي. همدارنګه ویل کېږي، چې په انګلستان کې داسې کورونه بېخی لږ دي، چې د شک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,467 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,349 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,601 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...