نوبل څوک و؟ او ولې د هغې په نامه جایزې ورکول کېږي؟
الفرډ نوبل د سويډن هيواد اوسيدونکی، کيميا پوه، ستر مخترع او د کارخانو لرونکی و.
نوموړي 355 اختراع ګانې په مختلفو برخو کې کړي دي. له زياتو څخه يې په نظامي برخو کې ګټه اخيستل کيده. د ديناميت وه. چې په جکړو کې په چاوديدونکو توکو کې کار اخيستل کيده.
نوبل د خپلو اختراع ګانو د ګټې له لارې په 20 هيوادونو کې بيلابيلې کارخانې رامنځته کړې او له دې لارې يې ډيره شتمني تر لاسه کړه.
يوه ورځ نوبل د خپل مرګ خبر په ورځپاڼه کې ولوست په اصل کې د ده ورور مړ شوی وه؛ خو ورځپاڼه ته ناسم معلومات رسيدلي وو او هغوی فکر کړی وه چې الفرډ نوبل مړ شوی دی. جالبه دا ده چې په ورځپاڼه کې راپور ليکونکي د نوبل مړينه «د مرګ سوالګر ومړ» تر سرليک لاندې ليکلي وه او د هغو مړو ماشومانو تصوير يې هم خپر کړی وه چې په چاوديدونکو توکو کې يې ژوند له لاسه ورکړی وه.
که څه هم نوبل دغه توکي چاته د زيان رسولو په خاطر نه وه جوړ کړي او د ده موخه له دغو توکو څخه معدنونه پيدا کول او کيندل وه.
د دغه خبر په اورېدو نوبل سخت ناهيلی شو او په دې فکر کې شو چې د مرګ وروسته به يې څنګه یادوي.
هماغه و؛ چې نوموړي د خپلې شتمنۍ پنځه ويشت سلنه برخه د نوبل بنسټ ته جلا کړه.
د نوبل د وصیت له مخې دغه جايزه د يو ځانګړی پروسيجر له لارې هر کال د فزيک،فزيالوژي،کيميا،طبابت، ادبياتو او سولې برخه کې وړ اشخاصو ته ورکول کېږي.
دغه جايزه کې د سرو زرو مډال، ډيپلوم او يوميليون ډالر شامل دي.
ژوندی افغانستانFB:
نوبل څوک و؟ او ولې د هغې په نامه جایزې ورکول کېږي
Related Articles
دنیا مه بدلوئ ځان بدل کړئ!
لیکنه ـ ریاض مقامزی حکایت دی چې وايي، پخوا زمانو کې یوه پاچا لرې سیمې ته سفر کاوه؛ دا چې لاره اوږده او کړکېچنه وه پښې یې ورته تڼاکې او په درد کړې. پاچا غوسه/احساساتي شو او امر یې وکړ، چې یادې سیمې ته غځېدلې ټوله لاره دې د غوایانو په پوستکو وپوښل ش...
د غم علاج
استاد غضنفر پخپل کتاب کې د "غم علاج" تر عنوان لاندې د حکایت ژباړه پدې شکل کښي: "دا د چین یوه پخوانۍ کیسه ده. هسې وايي چې د يوې مور ايکې یو زوی ومړ. ښځه لوی حکیم ته ورغله او خواست يې ورته وکړ، چې داسې دم را وکړه چې د غم بار مې له اوږو لرې شي. حکیم و...
نبوي مسجد
لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري، مسجد نبوي د ټولو مسلمانو لومړی ښوونځی جومات او لومړی ښوونکی ملا دی. ټول مسلمانان خپل اولادونه له څلور یا پینځه کلنۍ وروسته د قرانکریم او نورو دیني زدکړو لپاره جوماتونو ته لېږي. زموږ لپاره له همغې ماشومتوب څخه جوم...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...