د ژوند دښمن K ټابلیټ

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 15, 2023
2 years ago
4,541 views
د ژوند دښمن K ټابلیټ

ټابليټ K د ژوند #دښمن

 ټابليټ #K يو ډير خطرناک نشه ئي مواد دي چې په اوس وخت کي د افغانستان په ښارونو کې رواج شوي دي، همدا ټابليټ k دي چې بدبختانه پوهه او باسواده وګړي هم ورڅخه په استفادې خپل او د خپلې کورنۍ ژوند تباه کوي.

دغه نشه ئي مواد چې د يو ډول کيمياوي مواد څخه جوړ شوي چې د اوس لپاره د غربي او نورو ممالکو څخه افغانستان ته وارديږي، په ډير تاسف سره چې اوسني ځوانان په مجلسونو او محفلونو کې ورڅخه استفاده کوي.

هغه کسان چې د ټابليټ K  څخه استفاده کوي، د بدن د حرارت درجه ئې فوق العاده لوړيږي؛ په همدې اساس اقليم ورته يخيږي او بدن ئې ډير ګرموالي ته اړتيا پيدا کوي چې ډيرى خلک ئې د بخارۍ په چالانولو سره ځان ګرموي، همدارنګه د تندې زيات احساس کوي.

ټابليټ k د ميتابوليزم سرعت پورته کوي، هر کله چې د ميتابوليزم سرعت په بدن کې زيات شي، د بدن اعتدال له منځه ځي او بدن ډير حرارت توليدوي، کله چې د بدن حرارت زيات شو، طبيعي خبره ده چې د بدن مايعات مصرفيږي نو اوبو او چاى ته زياته اړتيا پيدا کيږي.

ټابليټ K دومره خطرناک مواد دي چې د نورو نشه ئي موادو په خلاف د انسان په ميتابوليزم کې جدي تغييرات راوړي، چې د هغې په لمړنيو اثراتو کې د قوت او نشاط احساس توليدوي، دروغجنه مينه په انسان کې پيدا کوي چې په مرور د زمان سره د معتاد کيدو لامل ګرځي او د انسان بدن د خطرناکو او صعب العلاج ناروغيو سره مخامخ کوي.

دا چې ولې؟
 د ټابليټ k د يو قرص قيمت په لمړيو کې تر 50 امريکايي ډالرو پورې ٶ، او د اوس لپاره ئې د هر قرص قيمت د 200 څخه تر 1000 افغانيو پورې نزول کړى؟ ددې لپاره چې ټولو ته ارزان او لاس رسى ورته وشي!

د ټابليټ K په ترکيب کې کرستال، هيروئين، کوکايين او نور خطرناک نشه ئي مواد شامل دي.

ټابليټk ته نه اووائې!
په خپل ځان او خپلو کورنيو رحم وکړئ!

ستاسي ـــــ د روغتيا په ـــــ هيله ـــــ کاپی

Related Articles

Sep 10, 2021
2,532 views

په نړۍ کې د روغبړ جالب رواجونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی  د نړۍ جغرافیوي، سمتي، مذهبي او توکمیز وېش ددې سبب شوی، چې په محتلفو سیمو کې د روغبړ (ستړي مشي) مختلې بڼې رامنځته شي. ځینې یې ممکن عادي وي؛ مګر ځينې نور بیا زموږ له کتلور څخه په ډېر لوی توپیر کې قرار لري. آن کولای شي موږ حیران کړ...

Apr 23, 2022
2,420 views

د کتاب نړیواله ورځ

  لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري د کتاب نړیواله ورځ  هر کال د اپریل ۲۳مه نېټه، چې د کتاب د نړیوالې ورځې سره سمون خوري، د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې نمانځل کېږي.  د دې ورځې بنسټ د لومړي ځل لپاره د یونسکو لخوا  اېښودل شوی دی.. یاده ورځ د ځینو نامتو...

Jun 02, 2023
1,220 views

بهرام خان خادم طرحه د اشرف غنی په اړه

زما په نظر خو بهرام خان خادم ښه طرحه وړاندې کړې  د امريکا پرځای ولسمشر غني راوغواړئ! ولسمشر غني په نړيوال بانک کې کلونه-کلونه د بشري ناورينونو د دفعې کميسيون غړی ؤ. ولسمشر غني د شوروي اتحاد لپاره په ځان بسيا اقتصاد پروپوزل ليکلی. ولسمشر غني د نړۍ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,037 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,215 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,232 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...