To start downloading books

Please sign in or create an account.

خان اباد سربند – کندز

خان اباد سربند – کندز

۲۹. د خان اباد سربند – کندز:
بندونه څو ډولونه لري. یو له هغې څخه سربندونه دي چې د اوبو لګونې لویو پروژو. کانالو ته اوبه لېږدوي. د خان اباد سربند په هېواد کې یو له لویو سربندونو څخه دی چې د داود خان د واکمنۍ پرمهال، له تخار ولایت څخه په را بهېدونکي سیند (خان اباد سیند) جوړ شو. دا سیند د کندز سیند فرعي برخه ګڼل کېږي ځکه په لاندې برخه کې له یاد سیند سره تر یوځای کېدو وروسته آمو سیند ته بهېږي. 
د خان اباد سربند او اوبو لګونې پروژې لومړني مطالعات په ۱۹۶۵ کال کې د روسي او بیا وروسته د فرانسوي متخصینو له لوري ترسره شول. ډیزاین یې د هندي شرکت له لوري په ۱۹۷۵ کې وشو او تر ۱۹۷۹ پورې یې ۹۰٪ کارونه د هلمند تصدۍ له لوري بشپړ شوي و چې د جګړو له کبله تم شول. بیا وروسته په ۲۰۰۵ کال کې، اروپايي اتحادیې د پاتې کارونو ته ملا وتړله او په ۲۰۱۱ کې بشپړ شول. 
یاد سربند د کندز ښار ۲۵ کیلومترۍ ختیځ لوري کې جوړ شوی چې ۱۶۱.۵ متره اوږدوالی لري. اوبه نه زېرمه کوي، بلکې په سیند کې بهېدونکې اوبه ښي او کیڼ اړخ دوه کانالو ته لېږدوي چې ټولټال ۳۵۳۲۴ هکتاره ځمکه خړوبوي. 
د خان آباد سربند ۱۳ کنترولي دروازې لري. د سیند دواړه خواو یوه دروازه، ۱۱ متره عرض او ۴ متره لوړوالي سره د ترسباتو د لېږد لپاره جوړې شوې. د منځ ۱۱ نورې دروازې بیا ۱۰ متره عرض او ۳ متره لوړوالی لري. 
د کیڼ ارخ کانال چې ۱۷.۸ کیلومتره اوږدوالی لري په سربند کې جلا ۴ دروازې د ۹x۲.۲ مترو کې لري. او ۳۱۳۴۳ هکتاره ځمکه خړوبوي. د اوبو وړتیا یې ۷۸.۶ مترمکعبه په ثانیه کې ده. په دې کانال د ۱۹۷۶ کال یوه څېړنه ښيي چې د ۱۵ میګاواټه برېښنا امکان شته. خو تر اوسه یې د جوړلو لپاره اقدام ندی شوی. یوازې په ۲۰۱۸ کال کې حکومت د یوې کمپایني غوڼدې په ترڅ کې د قرارداد د لاسلیک راپور ورکړی چې له هغې وروسته په دې اړه هېڅ معلومات نشته.
د ښي اړخ کانال بیا ۷.۸ کیلومتره اوږدوالی لري په سربند کې جلا ۲ دروازې د ۲x۲.۷ مترو کې لري او ۳۹۸۱ هکتاره ځمکه خړوبوي. په دې کانال د کندز سپین زر فابریکې لپاره یو د برېښنا ستېشن جوړ شوی چې ۴۰۰ کیلوواټه ظرفیت یې درلود او تر ۲۰۰۰ میلادي کال پورې فعال و. وروسته له هغې د فعالیت پاتې دی، اوس یې په اړه نوي معلومات نشته. 
په امو حوزه کې د خان اباد، ګورګان، کیله ګي، او څو نورې د کرنې لویې پروژې جوړې شوې چې له امله یې دا سیمه د افغانستان کندو بلل کېده. خو اوس دا کندو هم د هېواد اړټیا نشي پوره کولای او باید حکومت د کرنې لپاره دا ډول نوې لویې پروژو پلې کړي چې د هېواد دښتې ابادې، محصولات لوړ او خلکو ته د کار زمینه برابره شي. دا چې په کومه سیمه کې د کرنې دا ډول پروژې ژر جوړېدای شي په راتلونکي کې په اړه ولولئ. 
د خان اباد سربند په اړه نور معلومات زما په لاندې ویډیو کې وګورئ:
https://www.youtube.com/watch?v=Ha3_zNOq52E
نور بیا!
#دافغانستان_بندونه
https://twitter.com/assemmayar1

Related Articles

هغه کړنې چې ستاسو شخصیت ته تاوان رسوي

په ټولنیز ژوند کې نږدې هر انسان د ښه شخصیت، محبوبیت او درنښت غوښتونکی وي. زموږ او ستاسو په شمول ټول وګړي غواړي، چې خلک یې ښه ووایي، ویې ستايي او ورته ته ګران دې وي. مګر بیا هم ځينې عادتونه او کړنې شته، چې نورو ته یې بدمعرفي کړي او درنښت یې کم کړي. داسې کړنې ممکن بېخي ډېرې وي، خو دلته یې یوازې پر ځینو ډېرو عامو خبرې شوي دي.   لومړی ـ احترام وايي...

پښتو ټوکه

ټوکه یوه شپه یو غل د یوې بوډۍ کور ته ورغی، هغه لا ویښه وه، غله ورته وويل ، د نورو بوډیو په څېر له ماښام وروسته ولې نه ویده کیږې؟ هغه پوه شوه چې غل دی، ورته یې وويل ، زویه ویده وم خو سخت ویروونکی خوب مې ولید او راویښه شوم، او زیاته یې کړه: فکر کوم ته ډېر ښه ځوان یې خو غلا ته مجبور شوی یې؟ زه به ډېر څه درکړم، لومړی دا د سرو زرو بنګړي درواخله، خو کاش...

پس از استعمال

پس از استعمال مصطفی عمرزی منظورم از عنوان این مقاله، پس از استفاده ی جنسی نیست. در این اواخر بعضی از هموطنان ما شکایت می کنند که تلویزیون محلی «یک»، مغرضانه به مسایل قومی، دامن می زند. من مدت کوتاهی در اوایلی که این تلویزیون، آغاز به فعالیت کرده بود، با آن همکاری می کردم، اما بعداً با تیره شدن مناسباتم با خلیل رومان که مسوولیت بخش خبر آن را بر عه...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...