د فورسیج حراموالی دلیل

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Oct 08, 2023
2 years ago
1,721 views
د فورسیج حراموالی دلیل

د فورسېج (Forsage) شرعي حکم څه دی؟
سوال:  د فورسېج ترتیب داسي دی، چي ته فرضا ۲۷۰۰ افغانۍ په کمپنۍ کي پانګه اچوې، چي کمپنۍ ۱۷۰۰ ګرځوي او ۱۰۰۰ ستا دي، اوس کمپنۍ تاسي ته یو ټیم جوړوي، کله چي تاسي یو کس ودې ګروپ ته داخل کړئ نو کمپنۍ تاسي ته ۱۰۰۰ افغانۍ درکوي، ایا دغه کار د شریعت په رڼا کي جائز دی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
په دې فورسېج کي دا مشکلات سته، چي کله تاسي ۲۷۰۰ جمع کړئ نو ۱۰۰۰ دوی ګرځوي ، دوهم مشکل دادی چي تاسي یو غړی ورته پیدا کړئ بیا د هر غړي پر سر باندي تاسي ته ۱۰۰۰ افغانۍ درکوي، بل په دې کمپنۍ کي هیڅ کاروبار نسته د همدې مشکلاتو په رڼا کي د فورسېج په کمپنۍ کي انلاین کار کول ناجائز دی داځکه: 
۱: دغه قمار دی دا ځکه چي تاسي چي کوم رقم افغانۍ جمع کړئ دا اول ځل کمیږي ( چي ۲۷۰۰ جمع کړئ ۱۰۰۰ کمپنۍ اخلي ) او بیا ستاسي دغه روپۍ بېله کوم کار وباره اضافه کیږي (د غړي پر سر ۱۰۰۰ افغانۍ درکوي) او قمار حرام دی په نص سره، په دې کمپنۍ کي چي هرڅوک غړی سي و هغه ته نفع شروع سي او ده ته دا معلومه نه وي چي عقد چا کړیدی، نه دا شرعي عقد دی بلکي دا نامعلوم عقد (عقد مجهول) دی او بر عقد مجهول باندي نفع اخستل ناجائزه ده.
یآیها الذین امنوا انما الخمر والمیسر والانصاب والازلام رجس من عمل الشیطان فاجتنبوه لعلکم تفلحون. (سورت المائده: ۹۰)
لان القمار من القمر الذی یزداد تارة و ینقص اخری وسمی القمار قماراً لان کل واحد من المقامرین ممن یجوړ ان یذهب ماله الی صاحبه و یجوز ان یستفید مال صاحبه و هو حرام بالنص. (کتاب الحظر والاباحمة، فصل فی البیع ج: ۶ ص: ۴۰۳ ط: دارالفکر)
۲: بل مشکل دادی چي تاسي چي صرف یو غړی ورته پیدا کړئ ، پر غړیتوب د بل چا باندی اجرت درکوي چي دا په شریعت کي ناجائز دی، یو داسي کمېشن په اسلام کي جائز دی چي تاسي تکلیف او مشقت و ګالئ خو په دغه د فورسېج کمېشن چي تاسو ته درکوي دا ناجائز دی.
۳: په عمومي ډول سره په (Multi-Level Marketing) سره تړلي کمپنیانې په دې کي دا خطره هم سته چي که چیري کوم چا پیسې پکښې جمع کړې او نور غړي یې ورته پیدا نکړل کېدای سي چي ټوله سرمایه (مثلا ۲۷۰۰) له منځه ولاړې سي، داچي په دې کمپنۍ کي نه شراکت سته، نه مضاربت او ټوله سرمایه ولاړه سي دا لکه دغه سرمایه چي غلا سوه، دا ځکه هیڅ شرعي عقد پکښې نسته، چي موږ په دې کمپنۍ کي تحقیق کړیدی په دې کي سود، فریب، قمار او مال له منځه تلل دا ټول سته ، چي سود په نص سره حرامه ده او فریب هم په شریع کي حرام دی، نو ځکه ناجائز دی.

Related Articles

Jul 26, 2021
3,080 views

د المپيک لوبو لنډه تاريخچه

ژباړه ـ ریاض مقامزی المپيک لوبې څه دي؟ چېرته رامنځته شول؟  څنګه یې بشپړتیا ومونده او اوسنۍ بڼه یې غوره کړه؟ د لیکنې تر پایه به ددې ټولو پوښتنو ځواب ومومئ. المپيک د ورزشي لوبو تر ټولو ستر جشن دی. تاریخ لیکونکي پر دې باور دي، چې دا لوبې د لومړي ځل لپ...

Sep 15, 2020
4,489 views

د مسلک او اړتیا له مخې د مطالعې ارزښت

کله چې د مطالعې نوم اورو نو ذهن کې مو یوازې ناولونه، لنډې کیسې، سیاسي کتابونه او ارواپوهنې کتابونه راځي او فکر کوو همدې کتابونو لوستلو ته مطالعه وایي. ما دا خبره ځکه وکړه چې دا څووم ځل دی د طب د برخې محصل ملګري په لاس کله د ناولونو، کله د خوبونو د تع...

Dec 04, 2021
15,992 views

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,319 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,298 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,493 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...