د عربو او اسرایلو پرتله نفوس نقشه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Oct 19, 2023
2 years ago
2,111 views
د عربو او اسرایلو پرتله نفوس نقشه

دا شنه ځمکه عربان دي او په سره دايره کې بند اسرايل دي!
نفوس: عربان له څلورو سو ميليونو هم زيات دي 
اسرايل ايله 8 ميليونه هم نه دي!
اقتصاد : د اسرايل څوڅو څو چنده زياته پيسه عربانوسره ده خو د نړۍ اويا سلنه اقتصاد باندې د اسرايل اغيزې دې!
نړۍ سره وصل: عربان هرې خوا ته په وچه کې لارې لرې, سمندرونه لري, اقتصادي نړيوالې لارې او دروازې لرې۔
خواسرايل: کلابند دي, پرته له سمندر نړۍ سره بله د وصل لار نه لري !
اوچې خبره د اسلام شې نو دا شنه ځمکه لا پسې څو څو چنده پراخيږي ,خو اسرايل همدا دي!
اسلامي نفوس: يو مليارد اوسوه ميليونه يعني نږدي دوه ميليارده مسلمانان نړۍ دي او 57 يې هيوادونه دي۔يهود : په ټوله نړۍ کې 12 ميليونه دي,8 ميليونه اسرايل دي او دا څلور ميليونه نور يهود د نړۍ په مختلفو نورو هيوادونو کې اوسيږي او د هغو هيوادونو وګړي دي نه د اسرايل۔
#خو دا وړوکي اسرايل:
د ټولو عربانو او مسلمانانو څخه په ټکنالوژۍ,عصري وسايلو او علومو او وسلو کې 180 درجې مخ ته دي۔
هيڅ پرتله نه کيږي, د عربانو اواسرايلو ترمنځ ګڼ جنګونه شوې نږدي ټول جنګونه اسرايل ګټلې,پر اسرايل د اوردن, سوريا, لبنان,مصر , يعني څلورو خواو ټولو عربانو جنګ کړی ان د افغانستان څخه هم مرسته ورغلې وه,خو بيا هم جنګ اسرايل ګټلی او د عربانو څخه يې لا ځمکې نيولې وي,د لبنان سويل يې لاندې کړی و,د سورېا څخه استراتيژيکه ځمکه جولان غونډۍ يې نيولې,د مصر څخه يې سينا نيولې وه,غزه او بيت المقدس يې هم نيولی و۔
1973 جنګ نه روسته چې مصر يو څه برياليتوب ترلاسه کړ ,نو د امريکا په منځګړتوب د مصر او اسريل ترمنځ سوله وشوه او بيا په تدريج سره سينا ولايت مصر ته د يو لړ شرايطو سره وسپارل شو۔
د لبنان جنوب سيمه هم اسرايلو فکر کوم په 2000 کالو کې پريښوده, خو د سوريا جولان استرايژيکه سيمه يې لا هم تر واک لاندې ده۔
خبره اوږديږي۔۔۔
سعودي په نړۍ کې د وسلو د پير يا اخيستلو يو تر ټولو لوی خريدار دی, په کومو پيسو چې عربان او اسلامي هيوادونه وسلې اخلې هغه پيسې د اسرايل د څو کلونو د ملي بوديجې څخه څو څو چنده زياتې دې۔
نو سړی په فکرونو کې ډوب شې چې دا ولي??
ځکه چې مسلمانان منافقت کوي او تر اسرايلو زيات ديو بل سره دوښمنې کوي, يو بل ته کندې سپړې,بي اتفاق او ډلبازياني او تفروقې دي, يو قوي په عدل او انصافولاړ نظام نشته, عدل نشته, قانون نشته او زورور پکې مقدس دی۔

خو اسرايل اتحاد لري او يو قانوني او ديموکرات نظام لري, ولسمشر او صدراعظم نه نيولې ,لوی لوی جنرالان هلته د محکمې مخ ته ودرول کيږي او په سزا رسيږي, هيڅ څوګ د هيڅ نامه لاندې هلته له قانون پورته نه دی, نه څوګ مقدس دی او نه ملي ګټې تر شخص او ډلو لوړې دې۔

Related Articles

Feb 02, 2021
14,464 views

د پښتو ژبې په اړه هر اړخیز معلومات

لیکنه ـ ذکریا رحيمي پښتو د اېندو اروپایي کورنۍ ژبه ده. د افغانستان ملي او رسمي ژبه او د نشنلزم سمبول ګڼل کیږي. پښتو ویونکي د نړۍ په زیاتو سیمو کې خپاره شوي خو د نفوس په اړه یې کره مالومات نشته. ځینې یې د اټکل له مخې ۴۰ ، ځینې ۶۰ او ځینې ۸۵ میلیونه ښ...

Jun 14, 2022
2,184 views

دا پنځه عادتونه به مو پر خلکو ډېر ژر ګران کړي!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   پر خلکو ګرانښت او ټولنیز محبوبیت د ډېريو انسانانو هیله وي؛ خو کم خلک پر دې راز پوهېږي چې څنګه پر خلکو ګران شي. موږ پدې لیکنه کې هڅه کړې ده، چې ځینې مهمې لارښوونې درته ولرو. ترڅو پر خلکو ګران شئ.   • مُسک اوسئ! تاسو به هم لیدل...

Dec 22, 2020
1,744 views

کتاب های من

کتاب های من مصطفی عمرزی به معنی ردیف، در این مجموعه، هفتاد عنوان کتابم را گنجانده ام. این سلسله در بیش از 15 سال، شکل گرفته است. در این باب چنانی که در تنظیم اداری آن می نویسند و معمول است، می توان به تعاریفی اشار کرد که متعارف اند؛ اما با مجموعه ی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,299 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,293 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,475 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...