To start downloading books

Please sign in or create an account.

Waheed Zaheer 5 months ago 350
په هر حال کې حرکت

په هر حال کې حرکت

د ثبات لرونکي نړۍ په پرتله زموږ وطن کې انقلابونه او بدلونونه یو په بل پسې ژر راغلل، دې حالت د خلکو د ژوند په ټولو برخو اغیز وکړ. په تېرو څو لسیزو کې د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ثبات نشتون د خلکو هیلې، باورونه او هڅې وننګولې. هر هغه څوک چې سیاسي واک ته رسېدلی، خپل ځانګړي ماډلونه یې وړاندې کړي، د ملکي وګړو سره د یوې ګډې ژبې او شریک هدف کمې هڅې شوي دي.

په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوریت له سقوط وروسته، زموږ وطن کې یو ځل بیا لوی بدلونونه راغلل. امارت د جمهوریت ځینې قوانین بدل کړل، ځینې یې محوه کړل، او ځینې یې له بدلون پرته پرېښودل. که څه هم ځینې اقدامات د وطن په خیر وو،  خو ځینو سره یې خلکو مخالفت درلود. په دوه ښکاره کې یې یو په ښځو بندیزونه وو او بل د متقاعدینو د معاشونو په بندیز و.

په نجونو ښوونځي او زده کړې د ډیرو لپاره یو ټولنیزه ستونزه وه. زده کړې د یو فرد او ټولنې د پرمختګ لپاره حیاتي دي. د دې بندیزونو له امله، نه یوازې زده کړو ته د ښځو لاسرسی محدود شو، بلکې د ټولنې په اقتصادي، ټولنیز او کلتوري پرمختګ یې هم بد اغېز وکړ. د ښځو تعلیم د ټولنې د هوساینې بنسټ دی. نجونو به ژړل چې ښوونځیو ته نه پریښودل کيږي. ښوونځي، درسونه او ټولګي ترې پاتې شو.

بل خوا، د متقاعدینو معاشونه چې د هغوی د ژوند اصلي سرچینه وه، هم وځنډول شول. دا بندیز د ډېرو کورنیو اقتصادي حالت ګډوډ کړ او د رواني فشارونو لامل شو. د ژوند داسې حالتونه خلک له مایوسۍ سره مخ کوي او له ټولنې یې ګوښه کوي.

په داسې شرایطو کې، د ستونزو د ژر حل لپاره د یوې فعالې پالیسۍ اړتیا وي، خو تر هغې پورې د خلکو لپاره یو شخصي او ټولنیز چاره دا ده چې په خپل ژوند کې کوچنۍ او دوامداره هڅې جاري وساتي. د څېړنو له مخې، په سختیو کې د مثبت فکر ساتل او د کوچنیو لاسته راوړنو پر تمرکز کول د انسان د ذهني روغتیا لپاره اړین دي.

که رسمي زده کړې ممکنې نه وي، خلک کولی شي له کتابونو او د یا د پوهې له نورې ممکنه سرچینو په غیر رسمي ډول زده کړو ته مخه کړي.

هره کوچنۍ هڅه زموږ په ذهني حالت او راتلونکي باور باندې مثبت اغېز لري. که نن یو کوچنی پرمختګ وکړو، سبا ته یې پایله لویه کېدای شي.ژوند یوازې د بریا یا ماتې یوه ساده پایله نه ده، بلکې د بېلابېلو تجربو یو دوامداره مزل دی. هغه خلک چې له سختیو سره سره خپلو هڅو ته دوام ورکوي، د ژوند ریښتینې ښکلا درک کوي. د زغم، هیلو او مثبت فکر په مرسته، موږ د خپلې ټولنې د پرمختګ لپاره یو بنسټ کېښودلی شو.

پایله
د ژوند سفر، که هر څومره پیچلی او ستونزمن وي، د زغم، هڅو او د بیا راپاڅېدو یوه ښکلې کیسه ده. زموږ ستونزې زموږ د شخصیت جوړولو برخه دي. که موږ له خپلو زخمونو سره حرکت وکړو، نو هره ورځ به د یوې نوې سبا څرک ووینو. د باور، هیلو او هڅو په وسیله، موږ کولی شو نه یوازې خپل ژوند بدل کړو، بلکې د خپلې ټولنې لپاره هم یوه مثبت بدلون راوړو. راځئ چې د سختیو او دردونو پر وړاندې د ژوند کولو هنر زده کړو، او د خپلې نړۍ لپاره د ښه راتلونکي په جوړولو کې برخه واخلو.

Related Articles

د کمال خان بند اقتصادي ارزښت

لیکلړ۱. خلاصه......................................................................................... ۲۲. کلیدي کلمات .................................................................................۲۳. د موضوع معرفي ........................................................................ ۳۴. د موضوع اهمیت او تفصیل ...................................

ښوون (زيتون)

ښوون چې په عربی ، فارسي ،او اردو ژبو کې ورته زیتون وایي او علمي نوم یې (Olea europaea ) دی. یوه ګټوره میوه ده چې لږتر لږه  ۳۵ ډولونه لري او ونې یې په جنوب ختیزې  اروپا ،‌ لویدېزې ایشیا  ،‌ او شمالي  افریکې د الجزایر، لیبیا ، تونس ، مصر ، مراکش په هېوادونو  ، دامریکې په متحده ایالتونو ، دمدیترانې په سواحلو ، لبنان ، فلسطین ،سوریه ، اسرائیلو ، چین ،ه...

د برخليک لوبه

 ليکواله: شکېبا نادري لنډه کيسه: د برخليک لوبه   سترګې یې پرانستې د تل په څېر د کړکۍ په لور روانه شوه له کړکۍ څخه یې د بڼ په شنو ونو سترګې ولګېدلې د ونو په خاښونو کې ډول ډول الوتونکي ناست و او په خپلو نرمو او ښایسته اوازونو یې خوږې سندرې ویلې، دې هم ورته په ډېر غور غوږ نیولی و، ناڅاپه یو ډز شو، الوتونکي له خاښونو څخه یو او بل لور ته وتښتېدل پر د...

Recommended Articles

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...