سيد ادريس سادات

M
Mian Naseer Ahmad
Author
Dec 03, 2025
3 months ago
1,680 views
سيد ادريس سادات

سيد ادريس سادات

ادب د احساساتو هغه ژبه ده چې چې د زړه غږ د کاغذ په سپين مخ ثبتوي . ليکوال د ټولنې د فکر ساتونکی وي او د راتلونکي نسلونو د شعور لارښود وي. له دغو ملغلرو څخه د دې زمانې د ادب پر سرشاره ځمکه راټوکېدلی نوم *سيد ادريس سادات* *سيد ادريس سادات* د پښتو ژبې له اوسنيو معاصرو ليکوالانو څخه يو دی چې پلارنی ټاټوبی *ننګرهار* ولايت *شينوارو* ولسوالۍ *هسکه مينه* ده خو نوموړی په ۱۳۸۲ ھ.ش کال د مهاجرت پرمهال د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې نوشهره ته نژدې په شمشتو کمپ کې په يوه دينداره او علم پروره کورنۍ کې دې ناڅيزه نړۍ ته سترګې وغړولې . د امریکايانو د يرغل پر مهال يې بیرته د خپلې کورنۍ سره د مهاجرت له تراخه ژونده پناه راوړه . نو تر مهاجرت وروسته د ننګرهار جلال آباد ښار کې مېشت شول . *سيد ادريس سادات* د *سيد شيرين پاچا* زوی د *سيد فضل جان* لمسی لومړنی زده کړې يې په شمشتو کې په (اقرآ ماډل سکول) کې کړي او بيا ورسته کله چې له خپلې کورنۍ سره ننګرهار ته راغی دلته يې دينې زده‌کړې په ۱۳۹۰ ھ.ش کال د جلال آباد ښار په يوه مشوره ديني مدرسه کې چې د( ګمرک جومات) نومېده پيل کړې په ۱۴۰۰ ھ.ش کال کې د همدې مدرسې له خوا ورته د قرآن عظيم شان د حفظ د فضيلت دستار ور په سر شو . پاتې زده کړې يې دلته په استقلال ليسه کې سرته رسولي د دولسم ټولګي تر فراغت ورسته د کانکور له لارې د خپلې خوښې مسلک ته د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کې د پښتو ژبې او ادب څانګې ته بریالی شو . چې اوس مهال هم په ياد پوهنځي کې زما ټولګيوال دی نوموړی با وقاره د ښو اخلاقو د لوړ فکر او ښه استعداد خاوند چې هميشه يې د خپلې ټولنې د شعور د راويښولو هڅه کړې ده. سادات چې د بې شېمره استعدادونو خاوند دی نو د خپلې علاقې له مخې يې په ننګرهار ملي راډيو او مرام راډیو کې د يو فعال ژورنالست په توکه دندې ترسره کړي دي. سادات د (۲۲) کالو په عمر د (۳۰) آثارو مؤلف دی چې له يادو اثارو څخه يې (۴) آثار چې (بدرنګه) (لوی امپراتور) (ناځوانه نجلۍ) (د پېريانو بادشاه مستند داستان) دی چاپ او خپاره شوي دي . او له ناچاپه اثارو يې ځینې دا دي (مسافره پېغله) (برمته شوې مينه) (رنځور خامار) (د محبت زور) (د کلیوالې پېغلې ارمان) او نو..... په ليکنو کې يې دينې ، جهادي ، حماسي او عشقې برخې تر سترګو کيږي. دده ادبې ټوټې ، مقالې او لنډې کيسې په بیلابیلو جريدو کې خپرې شوي او لا هم دا لړۍ دوام لري. د (معصوم انجلۍ) په نامه لنډه کيسه چې په اوس وخت کې د علومو اکاډمی زيري جريدي نه خپره شوه همدا راز يوه مقاله چې د (حافظ ګل محمد مرغزی او شاهنامه)تر عنوان لاندې نشر ته ورکړل شوې ده د همدې تر څنګ د ننکرهار اطلاعات کلتور نه دوه لنډې کيسې چې (رحمان بابا او فولکلور) او (رحمان بابا په شعر کې حقیقت او مجاز) تر نامه لاندې خپرې شوې دي. د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګې محصل شاعر او لیکوال: *شریف اللّٰه معصوم* په درنښت

Related Articles

May 17, 2021
1,516 views

عقب نشینی مزرورانه

عقب نشینی مزرورانه مصطفی عمرزی باید با صراحت یادآور شویم که روشنگری های ما در دفاع از کشور موثر و در حال گسترش اند. به شمول افغان های زیاد فرهنگی، سعی کرده ایم به جای درگیری و گریبان گیری، به پرسش هایی پاسخ بگوییم که هرچند غیر منطقی، اما با اصرار ص...

Jan 22, 2022
2,278 views

د باچا خبرې

ليکنه ـ ریاض مقامزی   پرون د خان عبدالغفار خان د مړینې څلوردېرشتم تلین و. موږ او تاسو ټول پښتانه/افغانان باید دا نومیالی او منلی شخصیت وپېژنو او د باچاخان له هڅو، فکر او مبارزې څخه یو څه زده کړو. پدې لیکنه کې هڅه شوې ده، چې نوموړی تر یوه بریده در وپ...

May 31, 2023
1,128 views

كانكريټي سلب لرونکو پلچكونه

كانكريټي سلب لرونکو پلچكونو په هكله يادونې: eng shahzadulhaq ashna۱. د‌ ډيزاين بارونه:  IRC كلاس A (دوه لينه سړك) يا كلا س ۷۰ R (يو لينه سړك). ۲. د سړك پلنوالی ۱۱،۲ متره،  ۴۰۰ ملي متره دپلچكو دديوالګيو (Parapet wall)  پلنوالی چه     د پوششي تختو یا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,281 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,287 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,460 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...