د باچا خبرې

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 22, 2022
4 years ago
2,279 views
د باچا خبرې

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

پرون د خان عبدالغفار خان د مړینې څلوردېرشتم تلین و. موږ او تاسو ټول پښتانه/افغانان باید دا نومیالی او منلی شخصیت وپېژنو او د باچاخان له هڅو، فکر او مبارزې څخه یو څه زده کړو. پدې لیکنه کې هڅه شوې ده، چې نوموړی تر یوه بریده در وپېژندل شي او ځینې مهمې ویناوې یې هم چمتو شوي دي. تاسو به د لیکنې تر پایه د باچاخان مهمې ویناوې ولولئ او یو څه به ترې زده کړئ.  

پېژندنه

د نوموړي خپل نوم عبدالغفار خان و؛ خو د ښه شخصیت له کبله یې په ولس کې د "باچاخان" په نوم شهرت درلود او د "فخر افغان" لقب یې هم ترلاسه کړی دی. باچاخان په "۱۸۹۰ز" کال کې زېږېدلی. اصلا د کوزې پښتونخوا د چارسدې له اتمانزو کلي سره تعلق لري، چې له ګڼو سیاسي او ټولنیزو مبارزو وروسته د "۱۹۸۸ز" کال د جنورۍ په شلمه نېټه یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. له وصیت سره سم یې جنازه له پېښور څخه جلال آباد ته راوړل شوه او همدلته خاورو ته وسپارل شو.  باچاخان په افغانانو/پښتنو کې د عدم تشدد د فلسفې سرلاری و. ددې فلسفې موخه دا ده، چې مبارزې لپاره دې د زور، جبر، جنګ او ټوپک پر ځای له خبرو، قلم او نورو هغو لارو چارو څخه ګټه واخيستل شي، چې تاوتریخوالی نه رامنځته کوي. باچاخان په شعوري توګه د پښتنو/افغانانو د پوهولو هڅه کوله. نوموړي د زده کړو د اهمیت په اړه هم خورا ښه نظر درلود او په ځانګړې توګه د ښځو د تعلیم طرفدار و. هغه پوهېده چې هر تغییر باید له ځانه پیل شي؛ نو ځکه خو یې خپل اولادونه (نجونې/هلکان) ښوونځي کې شامل کړل ترڅو نور پښتانه هم ترې تقلید وکړي. همدارنګه ازاد ښوونځي هم جوړ کړل. دا داسې وخت و، چې ښوونځی د کفر ځای ګڼل کېده؛ مګر باچاخان دا خطر ومانه. ځکه چې هغه پوهېده پرته له تعلیمه به پښتانه تل له پرمختګ څخه بې برخې پاتې شي.  دی شتمن/خان و او د نوموړي شاوخوا پښتنو خانانو به کار کول شرم باله. خو باچاخان ددې فکر خلاف و، نو ځکه خو یې خپله د عادي وګړو په څېر کار کاوه؛ ترڅو نور خانان هم کار کولو ته وهڅېږي. هغه د عمل سړی و او هر کار یې په عمل کې ثابتوه.  همدارنګه د خدایي خدمتګارانو خوځښت یې رامنځته کړ. تر څو د تعلیم، ټولنیز بدلون او عدم تشدد لپاره په پوره قوت او مینې کار وکړي. باچاخان په بېلابېلو برخو کې مبارزې وکړې او نږدې ټول عمر یې په مبارزه کې تېره کړه ترڅو پښتانه د نوې نړۍ پر رموزو او د بریا پر لارو چارو وپوهوي. د پښتنو اتفاق/اتحاد، باسواده کېدل، پرمختګ او د نړۍ له نورو قومونو سره یې سيال کېدل لویې هیلې وې. روح یې ښاد یاد یې تلپاتې!  

د باچا خبرې

  • زما په څېر پښتون یا مسلمان ته د د عدم تشدد د فلسفې پلي کول د حیرانتیا خبره نده. دا خو څوارلس سوه کاله پخوا محمد ص تل په مکه کې تطبیق کړې.
  • اسلام په رښتیني معنا د عمل، باور، عقیدې او مینې نوم دی.
  • هغه راز چې انسان خوشحاله ساتي، د نورو لپاره کار کول دي. (له نورو سره مرسته) 
  • جنګ د انساني فکر د ناکامۍ لوی ثبوت دی.
  • ښځه او نارینه لکه د ګاډۍ دوه ټيرونه، بې له یو بله تګ نه شي کولی.
  • که د یوې ټولنې متمدنوالی معلوموئ؛ نو دې ته وګورئ چې له ښځو سره څه ډول چلند کوي.
  • ما مې مېرمنې ته ويلي وو، که زه تر تا مخکې مړ شوم او ته ځوانه وې؛ نو حتما بل واده وکړه.
  • مړه ملتونه خپل اتلان په مړینه او ژوندي یې په ژوندوني ستايي.
  • په کورنیو کارونو کې ښځې او سړیان په برابره توګه وروزئ. د کورنۍ پر وړاندې دواړه برابر مسول او شریک دي.
  • زه خدایي خدمتګار یم او له انسان سره تبعیض راته ګناه ښکاري.

Related Articles

Dec 12, 2024
1,709 views

د پوهې درې اساسي مرحلې

د ماشوم نړۍ ته راتګ د یوې تشې پاڼې په څېر دی، یو سپین کاغذ چې د ژوند چاپېریال پرې خپل اغېز پرېږدي. هغه څه چې ماشوم یې په کور، ښوونځي او ټولنه کې زده کوي، د هغه لومړنۍ پوهه او شخصیت جوړوي. دا زده کړې ښې هم کېدای شي او بدې هم، ځکه ماشوم له وړاندې د انت...

Feb 16, 2021
2,908 views

د رومان لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی د ادبي ژانرونو پېژندنې په لړۍ کې تر دې دمه پر "لنډه کیسه او ناول" بحث شوی وو، مګر دا ځل مو هڅه کړې، چې تاسو ته د رومان په اړه یو څه معلومات چمتو کړو. د لیکنې تر پایه به د رومان په اړه کافي اندازه پوهه ترلاسه کړئ. رومان (رُمان)...

Feb 28, 2023
1,519 views

دیوالونو ځینې مهم ډولونه (Types of  Walls): 

د دیوالونو ځینې مهم ډولونه (Types of  Walls):  ٠ ځینې دوستان شاید د دیوالونه په پیژندنه او د هغه اړونده کارونې په ځاي کې ستونزې ولري نو په همدې خاطر نن د دیوالو په ځینو مهمو ډولونو باندې رڼا اچوو چې ځینې مهم ډولونه یې په لاندې ډول سره دي:  1- (Ret...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,297 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,292 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,472 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...