کوم خواړه مو د سترګو نظر پياوړی کوي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 28, 2020
5 years ago
4,611 views
کوم خواړه مو د سترګو نظر پياوړی کوي؟

کېدای شي د ډېرو خلکو په څېر له تاسو سره هم دا پوښتنه وي، چې د سترګو نظر څنګه پياوړی کېږي؟ او کوم خواړه باید وخورو؟ د سترګو د دید (نظر) له پياوړتيا سره د خوړو اړیکه واضحه ده. تاسو کولای شئ له هغو خوړو ګټه واخلئ، چې له ویټامينونو څخه ډک وي. همدارنګه د ګازرو، مڼو او ځينې نورو مېوو اوبه هم ستاسو د سترګو په سلامتيا کې ګټور ثابتېږي.
 د نظر ستونزه اکثراً جينيټيکي وي. د هغو خوړو په خوراک سره چې له ويټامينونو ډک وي تر یوه بريده دغه مشکل حل کېدای شي. په دې لیکنه کې مو هڅه کړې داسې ويټامينونه او مغذي مواد در وپېژنو چې ستاسو د سترګو نظر پياوړی کوي. 

 ۱.ويټامين سي
 ويټامين سي (C) کولای شي آزاد راډيکلونه له خرابېدو څخه وژغوري او د سلولونو حفاظت هم کوي. له همدې کبله د سترګو ستونزې کموي او د نظر د پياوړتيا لپاره ډېر ګټور ثابتېږي. همدارنګه د سترګو په عدسو کې په پرېمانه اندازه ويټامين سي شته، چې د ړندېدو خطر کموي.
 دغه ويټامين په ګڼو مېوو او سبزیجاتو کې پيدا کېږي. پرته له دې چې د اوکسيدان ضد خاصیت لري، د بدن آسید فولیک او اوسپنه هم بشپړوي. دغه ويټامين په مالټه، لېمو، توت زميني، هندواڼه، کېوي او ځينې نورو کې ډېر زیات تر سترګو کېږي. کولای شئ له همدې مېوو مناسبه ګټه واخلئ. 

 ۲. ويټامين E
 ويټامين e هم آنټي اکسيدان دی او د آزادو راډيکالونو به مقابل کې ښه محافظ هم کېدای شي. دغه ويټامين د سترګو حجرې ترميموي او د بیا فعاليت قوت ورکوي. همدارنګه د سلولونو د التهاب او تخریب مخه نیسي. ددې ويټامين د ترلاسه کولو لپاره د زيتونو له غوړو ګټه واخلئ.
 ددې ترڅنګ تاسو کولای شئ يو ډول خوندور څښاک هم چمتو کړئ، تر څو ستاسو د سترګو ديد پپاوړی کړي. همدارنګه د ويټامينونو په برخه کې ويټامين A او امګا۳ د هېرولو نه دي.

 د ګازرې، مڼې او پالکو جوس
 دغه څښاک د سترګو د نظر ترڅنګ ويښتانو، غاښونو او د بدن پوستکي لپاره ډېر ګټور دي. د سهار په وخت کې يې څښل ډېره ګټه لري، چې د بدن د اړتيا وړ ويټامينونه پوره کوي. 

 د اړتيا وړ توکي
 ـ یوه ګازره
 ـ یوه مڼه
 ـ درې پاڼې تازه پالک
 ـ د غنمو دانې یوه کاشوغه
 ـ یو ګيلاس پاکې اوبه

 د چمتو کولو طریقه
 لومړی باید ګازره، مڼه او پالک پرېمينځئ. د مڼې زړي لرې کړئ. ټول په میسکر کې واچوئ. ورپسې اوبه د غنمو دانې هم ګډ کړئ. د څو دقیقو لپاره پرېږدئ چې ښه سره ګډ شی. کله چې چمتو شول ویې څښئ. کوښښ وکړئ دا څښاک په سهار کې چمتو کړئ چې سم او ژر اغېز وکړي

Related Articles

Apr 05, 2023
1,815 views

حرکت کی برکت دی

زموږ ناکامي داده، چي بیخي ډېر شیان مو په فکر او پلان کي سته، خو شروع نه په کوو. بین ستین په The Bulletproof Investing کتاب کي لیکي:"خامخا اول قدم واخله. ممکن اول قدم اخیستل سخت وي، ستړیا وغواړي او شاید درد ولري، خو همدا اول قدم د ټول ژوند د حرکت سبب...

Nov 18, 2021
2,234 views

د اټکۍ (سکسکه) عاجله درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی اټکۍ یو طبیعي حالت دی، چې انسانان ورسره مخ کېږي. دې چارې ته په فارسۍ کې "سکسکه" وايي. که څه هم دا حالت معمولا بې ضرره وي؛ خو د انسان عادي ژوند له خنډ سره مخ کوي. خلکو ته ځورونکې تمامېږي او کله ناکله خو بیا آن د انسان روغتيا ته زی...

Jun 10, 2025
6,048 views

د رحمان بابا د یو شعر تصوفي معنا!

ما راجمه کړل د کلي ماشومان ټول  بیا مې بوتلل وکوڅې ته جانان ټول سلامونه درنو دوستانو! یو ځل بیا درته زه سیدادریس سادات د رحمان بابا د خپرونو په لړۍ کې هرکلی وایم. نن مې درته د رحمان بابا یو بل شعر راوړی دی، دغه شعر هم لکه د نورو شعرونو په څېر ظ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,785 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,425 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,852 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...