بلاخره فارغ شوم!

A
Ahmad Sohib Hasrat
Author
Jan 12, 2021
5 years ago
2,555 views
بلاخره فارغ شوم!

شکر ربه!
بلاخره فارغ شوم!
فراغت یعنې د زده کړې غر فتح کول،او د لازیاتو مسؤلیتونو پیل!
د دنیا هره خوشحالۍ یوه ګرانه او قیمتي مرغلره ده چې د مقصد په لمن کې موندل کیږي. د ژوند پیل او د لا نورو ګړندیو ګامونو اخېستلو لپاره، نن راته لاره هواره شوه، او د کابل پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي څخه فارغ شوم، فراغت یعنې د زده کړې غر فتح کول، او له یوې مرحلې څخه بلې مرحلې ته تېریدل دي.
دغه اوږده دوره ډیره خوږه وه، د خپلو ښوونکو او ملګرو څخه د مننې ترڅنګ د هغوي څخه راته ډیرې خاطرې پاتې دي او د ژوند تر پایه به مې په یاد وي، د یادولو وړ ده زما پلار له اووه پښته (یکه) و. پلار مې نه سناتور تیر شوی،نه وزیر او نه هم رئیس! په یوه بیوزله کورنۍ کې لوی شوی یم. خو پلار او مور څخه ځکه زیات منندویم چې تل یې خ راته د شجاعت، صبر استقامت او ثبات درس راکړې وه، او د نن ورځي فراغت زما د پلار او مور د هلوځلو پایله ده.
زما پلار عمر د اوږد شي، زما په یاد دي،ما به ورته ویل، دلته راسره لاړ شه او هلته راسره لاړه شه هغه به راته ویل:« زویه زما سره پلار هیچ چیری هم نه وه تللئ، زه به خپله یواځی تللم او خپله به مې ځانته لاره موندله نو زه هم درسره نه ځم او خپله یواځی لاړ شه او په خپل ځان باور ولره.»
ما به ځکه د پلار په تګ هرځای له ځان سره تاکید کوه چې د ښوونځي پوهنتون او د ښار په متفاوت ماحول کې ما بې، له پلاره هېڅ د خوښۍ او آرامتیا احساس نه شو کولای خو پلار زما خبره راسره نه منله.
په همدي تړاو یې یوه ورځ راته د خپل فراغت کېسه کوله او ویل یې:« زویه زه چې کله له پوهنتون څخه فارغ شوم خپلوان او دوستان هیڅ څوک هم نه وه جنګونه وه، ولږه وه، تنده وه، او ټول په خپلو غمونو او دردونو کې ډوب وه، د فراغت په ورځ مې د اتاق څخه خپله بیستره پر شا کړه او د یوه بل پوهنځی د دیوال خواته مې کیښوده ،ځان مې و څنډه او همداسې د خپل فراغت محفل ته چې د پوهنځی په انګړ کې نیول شوې وه لاړم، چې ناڅا په مې د خلکو او ټولیګوالو په ګلانو پوښول شوو موټرو سترګې ولګیدې،هلته د نورو ټولګیوالو سره پلرونه خپلوان، او ورورنو راغلی وه،ګلان وه موټر وه،زه هک پک شوم او شاوخوا مې د اوښکو ډکې سترګې واړولې خو هیڅوک مې هم تر سترګو نشول،چې د څوو دقیقو لپاره یې ترڅنګ ودریږم، ځان راته مړ ښکاره شو لاسونه او پښې مې په ریږدیدو شوې او ځان سره مې دقیقې شمېرلې چې اوس مې نوم واخلې، او له دې ځایه و تښتم. په همدې سوچونو کې وم چې یو وخت مې خپل نوم تر غوږو شو د نوم سره سم د چکچکو پړاقه شوه خو دغه چکچکې پر ما ځکه د غشو په شان لګیدلې چې په هغو چکچکو کې زما څوک نه وه چې راته لاسونه و پړقوي،په ځغلنده ګامونو مې خپله تقدیر پاڼه واخېسته او د دیوال ترڅنګ تر یوځایه په شا، شا لاړم، چې د چا راته پام نشي، کله چې له دیواله پناه شوم منډه مې کړه او خپلې هغې بیسترې ته مې ځان ور ورسوه چې بل پوهنځي شاته مې ایښې وه هغه مې په شاه کړه او همداسې کورته راغلم. دا زما د فراغت ورځ وه.»
د خوږې مور هغه کېسه مې هم هېره نه ده، چې راته ویل به یې:« صهیب خبیب زبیر تاسو دري واړه وي، پلار به مو مسافر وه، ډیرې شپې به ما او ستا مشرې مور (نیا) په ولږه تېرولې، خو ستا مشره مور هم ډیره مهربانه وه! ډیره! ډیره کله به چې ماښام شو، نو دسترخوان کې به هیڅ هم نه وه بیا به یې راته وویل، لورۍ صهیب خبیب زبیر درې واړه همدا اوس ویده کړه، که ماسختن شي او بیا څه د خوړولو لپاره نه وې، بیا ژاړې او زه یې ژړا نه شم زغملې.»
زه مې په خپل او د خپل پلار او مور په تیر وخت ویاړم او هر وخت مې خپلو ملګرو ته په ویاړ کیسه کوم، او ورته وایم چې زه هماغه صهیب یم چې وم، سختۍ (پوخ) کړی یم بدل کړی یې نه یم!!! ښه انسان نه یم خو هڅه کوم چې ښه انسان شم. عمر مې لږ دی، خو ځکه د نورو کسانو په درد پوهیږم چې ما ددې ټولو دردونو څکه کړی ده.
ژوند د تحول او تکامل نوم دی، دا صحراګاڼې چې په پیړیو پیړیو په یوه حال کې پاتې دي ژوندي ورته نه شو ویلي، د پسرلۍ ګلونه چې له ځمکې راټولیږي لوییږیي مړاوی کیږي او خاورې کیږي په ژوند کې برخه لري او ژوند د همدغسې تغیر او تحول نوم دی.
ما هم تر نن ورځي ددغو ګلانو په شان ډیر پړاونه تېر کړل او نن له پوهنتون څخه فارغ شوم،له پوهنتون څخه فراغت هیلې او امیدونه له ځان سره لري،اما داورځې یوازې داسې ندي لکه څنګه چې فکرکوې، بلکې دا دنویو ستونزو پیل او د هغه مسؤلیتونو قبلول دی، چې د انسان پر غاړه ايښودل کيږي.
ملګرو هسې خبره را څخه اوږه شوه، ما نه غوښتل چې دومره یې اوږده کړم خو د قلم کار دې پوه نشوم! لیکل، لیکل خبره تر دې ځایه راورسېده، په پاې کې د خپل رب درباره ته لاسونه لپه کوم،مننه ترې کوم، چې عمر،یې راکړ ترڅو خپلې څلورکلنې زده کړې پای ته ورسوم.
خپل رب څخه د سولې غوښتنه کوم. ځکه نور افغانان د ناخوالو زغملو وس نه لري. او رب د توفیق راکړې چې خپلو هېوادولو ته د خدمت جوګه شم

Related Articles

Apr 21, 2024
1,291 views

د دولت دمالياتو سيستم په لاندي ډول دي:

ددولت دمالياتو سيستم په لاندي ډول دي: 1. هغه کارمندان چې میاشتنی معاش یې له 1 افغانۍ څخه تر 5000 افعانیو پورې هېڅ ډول مالیات نه پرې وضع کیږي. 2. هغه کارمندان چې میاشتنی معاش یې له 5001 افغانۍ څخه تر 12500 افعانیو پورې وي (%2) مالیات پرې وضع کیږي....

Mar 13, 2021
4,067 views

د شهدو (شاتو) مچۍ؛ څو جالب ټکي!

ژباړه ـ ریاض مقامزی  د شاتو مچيو په اړه به تاسو هم ډېرې خبرې اورېدلي وي. په دې لیکنه کې به یې په اړه لا ډېر په زړه پورې ټکي ولولئ. د لیکنې تر پایه د شاتو مچيو په هکله نوي او زړه راښکونکي حقایق لولئ. ـ سرعت؛ د شاتو مچيو سرعت ۲۵ کیلومتر پر ساعت دی. ی...

Nov 04, 2020
4,117 views

فرهنگ پشتو

فرهنگ پشتو پژوهش و نگارش مصطفی عمرزی بحث در زمینه ی «فرهنگ پشتو»، پیش از همه مستلزم نگرش در زمینه ی تاریخ پشتون هاست؛ زیرا کمال تبارز قومی زمانی تبارز می کند که اقوام، موفق به تاسیس کشور می شوند. در واقع امتیار پشتون ها در این هم شمرده می شود که در...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,254 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,282 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,433 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...