نوم ورکې شاعره، چې له مړينې وروسته وپېژندل شوه

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 08, 2021
5 years ago
2,109 views
نوم ورکې شاعره، چې له مړينې وروسته وپېژندل شوه

ليکنه - رياض مقامزی

د امریکا په ادبیاتو کې او شاعرۍ کې یو روښانه نوم د ایمېلي ډیکنسن "Emily Dickinson" هم دی. معاصر امریکايي ادبپوهان يې د نوي امریکايي شعر مور بولي.

دده پۀ اړه عجیبه خبره دا ده، چې نوموړې پۀ خپل ژوند کې هېڅ چا د یوې شاعرې پۀ توګه و نۀ پېژندله. حتی پۀ کورنۍ کې يې هم څوک خبر نۀ و. کله چې ډیکنسن مړه شوه، خور يې دده بکس پرانیست، دا نو يو عادي بکس نۀ و، ځکه لۀ شعرونو ډکه صندوقچه وه، چې شمېر يې لۀ ۱۷۰۰ عنوانو څخه اوښته.

مېرمن ډيکنسن پۀ "۱۸۳۰ م" کال د امریکا متحده ایالاتو پۀ "امهیرسټ" ښارګوټي کې دې دنیا ته سترګې غړولي دي. کله چې د نوموړې شعرونه پۀ رسنیو کې خپاره شول، نو دا ښارګوټی د "ایمېلي ډکنسن" د ټاپو پۀ نوم ثبت شو.

پلار يې دیني سخت دريځی و، نو ځکه ایمېلي هم ګوښه ګيره ښځه وه. 

پۀ خپلې شاعرۍ کې يې تر ډېره د مرګ یادونه کړې. هغسې صحنو ته تللې چې تر مرګ وروسته به ورځي. دا پوښتنه چې لۀ مړینې وروسته څۀ پېښېږي؟ پۀ بېلابېلو ډولونو ځواب کړې. خو تر آخره يې کوم بشپړ ځواب نۀ دی موندلای. بالاخره "۱۸۸۶ م" کال کې د همدې پوښتنې بشپړ ځواب پیدا کېدلو ځای ته ولاړه.

د شعرونو بېلګې يې:

زۀ هېڅ څوک يم!

تۀ څوک يې!؟

کۀ تۀ هم هېڅ څوک وې

بس دواړه جوړه يو سره

هېڅ چا ته مۀ وایه

هسې نه، خلک دي

رسوا مو نۀ کړي!

د یوه بل شعر ژباړه یې داسې ده:

د نفرت لپاره مې وخت نۀ درلود

ځکه چې اجل مې مخه نيوله

او عمر دومره اوږد نۀ و

چې پۀ هغه کې مې کینه پاللې وای

د مینې لپاره هم فرصت نۀ و

مګر تر کومه ځایه چې کېدله

د لږې مینې زحمت مو ځان ته ورکړ.

Related Articles

Apr 23, 2022
2,440 views

د کتاب نړیواله ورځ

  لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري د کتاب نړیواله ورځ  هر کال د اپریل ۲۳مه نېټه، چې د کتاب د نړیوالې ورځې سره سمون خوري، د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې نمانځل کېږي.  د دې ورځې بنسټ د لومړي ځل لپاره د یونسکو لخوا  اېښودل شوی دی.. یاده ورځ د ځینو نامتو...

Jul 29, 2020
3,562 views

د مڼو ۱۳ حیرانونکې روغتیایي ګټې

ا لازمه نه ده چې تاسو دې ډاکټر ووسئ تر څو د مڼو پر ټول روغتیایي ګټو خبر شئ. تاسو کولای شئ مڼې له پوټکو سره وخورئ ځکه دې مڼو پوټکې هم روغتیایي ګټې لري د مڼو خوړلو ګټې بې اندازې دي خو مونږ دلته په دې مطلب کې تاسو ته د مڼو ۱۳ ګټې درجه بندي کړي دي  همدا...

Sep 09, 2021
3,586 views

د ګټورې مطالعې لارې چارې

مطالعه کتنې او لوستلو ته وایي. د یو شي, یو کار, یو شخص او یوه ځای د وضعیت د څرنګوالي کتنه, د کتاب, چاپی یا ناچاپه اثارو لوستلو ته مطالعه وایي.  کله چې د یوه شي په اړه سوچ کېږي , په غور او ځیر ورته کتل کېږي, د هغه د اصلي محتوا او پیغام په اړه تفکر ته...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,250 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,281 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,431 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...