د لوبیا روغتيايي ګټې!

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 13, 2021
5 years ago
3,627 views
د لوبیا روغتيايي ګټې!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

لوبیا هغه پخلی چې تقریبا ټول خلک یې خوښوي. د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې په مختلفو او خوندورو شکلونو چمتو کېږي. موږ په دې لیکنه کې د لوبیا پر ګټو غږېږو. 

لوبیا 

د لوبیا ټول ډولونه معمولا په وړو بوټو کې د کپسول په څېر يوه پوخ کې وده کوي. بایدا ووایم، لوبیا د حبوباتو له ډلې ده، چې مختلف ډولونه لري. لوبیا د پروټينونو یوه غني سرچينه ده. له همدې کبله د ورزشکارانو د پام وړ خوړو څخه ګڼل کېږي. ددې ترڅنګ لوبیا د فیبر او ويټامينونو (ويټامین b، ويټامين C او ويټامين D) درلودونکې ده.

په لوړه کچه د انتي اکسیدان په درلودو سره د سرطان په مخنيوي کې هم خورا ګټور ثابتېږي.

 

د لوبیا ډولونه 

ـ لیما لوبیا

ـ تور لوبیا

ـ تورسترګې لوبیا

ـ سره لوبیا

ـ ګاربانزو (Garbanzo Bean)

ـ سپينه لوبیا

 

د لوبیا ځانګړنې 

په دې برخه کې به تاسو پر لوبیا بېلابېلو روغتيايي ګټو پوه شئ. تر څو په راتلونکي کې یې په خپل غذایي رژيم کې ځای کړئ او سالمه ګټه ترې پورته کړئ. 

 

ـ د پروټينونو ښه منبع ده.

پروتين یوه مهمه مغذي ماده ده، چې تقریبا د بدن په هر فعالیت کې حیاتي رول لوبوی. همدارنګه په لوبیا کې اسیدو امینونو هم موجود دي، کوم چې د پروتين اصلي جوړونکي برخې دي.

 

ـ نور مهم مغذي مواد

لوبیا د یوه بل مهم مغذي مادې (فولیک اسید) ښه منبع ده.  که ستاسو بدن ته په کافي اندازه فولیک اسید و نه رسېږي نو له لاندې ستونزو سره مخ کېږئ.

ـ ضعف

ـ ستړیا

ـ د زړه ناقراري

ـ د اشتها ختمېدل 

 

ـ آنتي اکسیدان

په لوبیاوو کې د "پلی فنول" په نوم يو ډول انتي اکسیدان موجود دي، چې د ويجاړوونکو ازادو راډیکالونو اثرات له منځه وړي. 

 

ـ د زړه روغتيا

هغوی چې په کافي اندازه لوبیا خوري، نسبت هغوی ته چې لوبیا کمه خوري په لږه اندازه د زړه او مغز له سکتې مخ کېږي. په "۲۰۱۳" کې ترسره شوې څېړنې ثابته کړه، چې د زړه د ناروغيو او د لوبیا د کم مصرف ترمنځ اړيکه موجوده ده. یوې بلې څېړنې ښودلې ده، چې د لوبیا خوړل د کلسترول کچه هم ټيټوي. په داسې حال کې چې لوړ کلسترول د زړه د حملې او نورو ناروغيو سبب کېږي. 

له دې ور هاخوا د اشتها په کنترول او پر سرطان د اخته کېدو ګواښ په کمولو کې هم لوبیا د پام وړ مرسته کولای شي.

Related Articles

Jan 18, 2022
1,987 views

کابریکا - وروستۍ برخه

لارې خرابې وې د شپې ۹ بجې کیدونکې وې د چک ولسوالۍ تر غرنیو سیمو را ورسیدل… د شپې ۱۲ بجې - چک وردګ، زمان خیل ټول غلي ناست وو، ملا صیب وویل:- نور په آرامه زړه ویده شئ په یوه نیم ساعت کې کابل ته رسیږو، خو حجابونه مه ایسته کوئ ترڅو ما ندي ویلي، فاطمې س...

Oct 19, 2023
2,116 views

د عربو او اسرایلو پرتله نفوس نقشه

دا شنه ځمکه عربان دي او په سره دايره کې بند اسرايل دي!نفوس: عربان له څلورو سو ميليونو هم زيات دي اسرايل ايله 8 ميليونه هم نه دي!اقتصاد : د اسرايل څوڅو څو چنده زياته پيسه عربانوسره ده خو د نړۍ اويا سلنه اقتصاد باندې د اسرايل اغيزې دې!نړۍ سره وصل: عربا...

Oct 14, 2021
7,132 views

ښکلي عکسونه داسې واخلئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی کله چې پخپل کاري ژوند کې ستړيا احساسوو، نو هڅه کوو د کورنۍ له غړو او یا هم له نږدې ملګرو سره ښکلو سیمو ته په چکر لاړ شو. ددې خوندورو شېبو د خاطرو ساتلو لپاره انځور اخیستل تر ټولو ښه انتخاب کېدای شي. مګر د انځور اخیستلو لپاره باید...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,438 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,339 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,577 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...