څنګه د خپلو ګوردو ( پښتورګو ) ساتنه وکړو ؟

K
Ketabton
Author
Mar 13, 2021
4 years ago
5,674 views
څنګه د خپلو ګوردو ( پښتورګو ) ساتنه وکړو ؟

پښتورګي په بدن کې حېاتي ارزښتمنې دندې لري او که خدای مکړه د هغوي په اړونده کار کې ستونزه راپېښه شي نو پاېله ېې ډېره بده کېدی شي ...
غواړم د پښتورګو ( بډوډو - ګوردو ) د کار څرنګوالي او د هغوي روغتېا ساتنې په هکله ېو څو خبرې درسره شريکې کړم .
( دغه مطالب مې د روسي ژبې د طبي پاڼو څخه راژباړلي دي ) .
پښتورګي څه دنده لري ؟
ډېرې دندې لري چې ېو څو ېې دا دي :
- کله چې موږ خواړه خورو نو دغه خواړه وروسته له اړوندو فيلټرونو او تصفیې د وينې جريان ته ننوځي ؛ بدن له دغو خوړو څخه د خپلې اړتېا وړ توکي اخلي ، اضافي مواد بېرته وينې ته ورکوي . پښتورګي دغه اضافي او ( او ېو شمېر مضر ) توکي له بدن څخه بهر کوي . ېاد اضافي مواد پښتورګو کې د تصفيې ( فيلتر ) پر مهال له اوبو سره ېو ځای کېږي ، مثاني ته ځي او له هغه ځای د تشو متيازو په شکل بهر ته استول کېږي . که دغه مواد له وينې څخه ونه ويستل شي نو هغوي په وينه کې راجمع کېږي او د بدن ټول فعالېتونه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کوي چې د نتېجې اټکل ېې سخت کار نه دی ...
- پښتورګي وجود کې د اوبو ( ماېعاتو ) او مالګې تعادل ( بيلانس ) ساتي .
- پښتورګي فعال وېټامين ډي جوړوي . دغه وېټامين د خوړو څخه کلسيم را اخلي او کلسېم هغه څه دي چې چې د هډوکو د جوړولو لپاره پکارېږي ( د هډوکو جوړېدلو لپاره ساختماني مواد دي ) .
- پښتورګي د ويني فشار په نارمل ساتلو کې مرسته کوي .
- او ډېرې نورې مهمې دندې چې دلته ېې ګنجایش نه شته .
د پښتورګو په باب ېو څو نور ټکي :
- د وجود ټوله وينه په شپه ورځ کې 35 ځلې د پښتورګو څخه تېرېږي ،
- پښتورګي په 24 ساعته کې د 200 ليټرو شاوخوا کې وينه تصفېه کوي .
- د پښتورګو وزن له 120 څخه تر 200 ګرامو پورې دی .
- ېو پښتورګی د ېو ميليون څخه تر ېو نيم ميليون پورې تصفېوي واحدونه لري . که چېرته په کوم دليل د انسان ېو پښتورګی له کاره ولوېږي نو دوهم پښتورګی کولی شي بې له کومې ستونزې خپل ټول فعالېتونه په نارمل ډول تر سره کړي .
څنګه د خپلو پښتورګو ساتنه وکړو ؟
- ډېرې اوبه وڅکئ ، په سړه هوا کې تر ېونيم او په ګرمۍ کې تر درې ليټره اوبو پورې ( په شپه ورځ کې) ،
- تر ممکنه حده د خوږو ګازي څښاکونو ( فانتا ، کولا ، پېپسي او نور رنګارنګ انرژۍ ګانو) څخه ځان وساتئ ،
- کله چې تشناب ته د تګ اړتېا احساسوی نو هیڅکله هم ځنډ مه کوی ، کوشش وکړئ چې سمدستي مو احتیاج پوره کړئ ،
- د وزن کمولو او ېا هم زېاتولو لپاره د بېولوژيکي درملو د کارولو څخه په بشپړ ډول ډډه وکړئ ،
- په خپل سر ( د ډاکټر له وېنا څخه پرته )د درملو له خوړلو څخه ډډه وکړئ ، په ځانګړي ډول د درد آرامونکو درملو څخه ،
- که د وينې لوړ فشار ولرئ نو خامخا ېې د کنټرل غم وکړئ
- پښتورګي ډېر خاموش او زغم لرونکی غړی دی او اکثرآ د درد احساس نه درکوي ، ځکه نو د ډېر عادي نارامۍ احساس سره هم - پخپل وخت اړوند ډاکټر ته د څارنې لپاره ورشئ . لاندې نښو ته جدي پاملرنه وکړئ ، ښايي د پښتورګو د ناروغۍ علامې وي :
- په ځوان عمر کې د وينې لوړ فشار ،
- ماښام کې د اوبو څکلو نه پرته د شپې تشناب ته تګ ،
- د متېازو د رنګ او شفاف والي بدلېدل ،
- په مخ ، لاسونو او پښو پوندو باندې د داغونو راڅرګندېدل ،
- بې علته ستړېا او ګنګسېت .
که خدای مکړه پورتنۍ علامې ولری نو خامخا ډاکټر ته ورشئ او د پښتورګو اړوند ټول معاېنات تر سره کړئ .
روغتېا مو غواړم .

Related Articles

Aug 05, 2021
3,235 views

د هندواڼو اته روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی هندواڼه یو له هغو خوندورو مېوو څخه ده، چې خلک یې په اوړي کې د ښه خوند ترڅنګ د یوې یخې مېوې په توګه هم خوري. دا مېوه ګڼې روغتيايي ګټې لري، چې ممکن له ځينو یې خبر نه اوسئ. په دې لیکنه کې یې په اړه لا ډېر پوهېدای شئ.    لومړی ـ د...

Dec 24, 2021
2,411 views

هغه دروغ چې مور او پلار یې باید اولاد ته ونه وایي

  لیکنه: شکېبا نادري هغه دروغ چې مور او پلار یې باید خپل اولاد ته ونه وایي   هر مور او پلار هڅه کوي چې اولادونو ته یې سالمه روزنه ورکړي، د مشرانو پر وړاندې درناوي ور زده کړي، له دروغ ویلو یې منع کړي، د تعلیم لپاره یې تشویق کړي، خو ځینې وخت مور او...

Jun 23, 2022
1,480 views

د اقتصاد خصوصي کول یا پراېوېټاېزېشن؛ پېژندنه، گټې او زیانونه

د اقتصاد خصوصي کول یا پراېوېټاېزېشن؛ پېژندنه، گټې او زیانونه عبدالوافي نایبزی   پېژندنه: خصوصي کول، خصوصي‌سازي یا Privatization څخه مو موخه یوه حکومتي پروسه شخصي کول دي، یانې هغه خدمات چې د حکومت له لوري عامو وگړیو ته عرضه کېږي، هغه د خصوصي سکټور ی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,319 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,298 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,493 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...