د کمال خان بند تاریخچه

i
imranghani
Author
Mar 25, 2021
4 years ago
3,423 views
د کمال خان بند تاریخچه

د کمال خان بند تاريخچه:                                                                                                 

کمال خان بند د اوبو زېرمه او مځکه خړوبولو په لحاظ د افغانستان یو مهم بند ګڼل کیږي. دغه بند د ۵۲ میلونو متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري. د ۹ میګاواټ برېښنا د تولید ترڅنګ د ۱۷۴۰۰۰  هکټاره وچو دښتونو د خړوبولو ظرفیت هم لري.

کمال خان بند د نیمروز د مرکز زرنج څخه ۹۵ کیلومیټره شرق لور چاربک اولسوالۍ ته څېرمه موقعیت لري. کمال خان بند نوم  د یو سیمیز بلوڅ مشر سردارکمال خان سنجراني په نامه شهورت پیدا کړی. دغه بند خورا اوږد تاریخ لري. د څرګندو لیکنو له مخي کمال خان بند په یولسمه مېلادي پېړۍ کي د وخت د حکمرانانو لخوا د پخو خښتو او د چونې  له مسالې څخه جوړ سوی وو. همداراز له نن څخه ۷۰۰ کاله وړاندي د کمال خان د بند سیمه د سیستان ایالت یوه برخه وه. په ۱۳۸۴ میلادي کال کي د سیمو خلکو د وخت د امپراطور ګوډ تېمور په وړاندي پاڅون وکړ. ګوډ تېمور په ډیر وحشانه ډول یوازي کمال خان بند نه، بلکي د اوبو کانالونه، کرهڼیز سیسټم، د زرنج تاریخي ښار او د تمدن ټول اثار له خاورو سره برابر کړل.

د نولسمي مېلادي پېړۍ په وروستیو کي د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند د اوبو او کمال خان بند پر سره اختلاف رامنځ ته سو. د موضوع د حل لپاره څو څو ځله، دواړو هیوادونو پلاوي تبادله کړل، خو یو دایمي حل لاره یې ونه موندل. بالاخر د ۱۹۷۳ کال د مارچ په ۱۳مه د افغانستان د وخت صدراعظم شهید محمد موسی شفیق او ایراني سیال عباس هویدا ترمنځ د هلمند د اوبو د وېش تړون لاسلیک سو، چي په دې سره دغه اوږدې کشالې حل وموند. له همدې ځایه افغانستان د هلمند د اوبو مهارو لپاره د کمال خان بند جوړلو فرصت ترلاس کړ.

د کمال خان بند لومړي کارونه د سردارمحمد داودخان د جمهوري ریاست په دوران کي پیل سو، خو د ده تر شهادت وروسته د بند جوړولو چاري ودرېدې. په ۱۳۹۰ لمریز کال کي یې د رغولو کار بیرته پیل چي په درې فېزونو کي بشپړ او ګټي اخیستني ته چمتو سو. پر دغه بند ٨٧ میلونه ډالره لګښت راغلی. د کمال خان بند د کانالونو یوه اوږده سلسله لري چي اوږدوالي یې ۲۶۰ کیلومټره ته رسیږي. البته د کانالونو جوړولو چاري یې دوام لري. دغه کانالونه په دې ډول لاندي مځکي خړوبه کوي : د ترکو دښته او فضل قلعه کانال ۴۹۵۰۰ هکټاره، قلعه فتح او خوابګا کانال ۳۸۰۰۰ هکټاره، شیراباد او میران کانال ۶۰۰۰۰ هکټاره او سیخسرکانال ۴۶۵۰۰ هکټاره.

کمال خان بند د ډیرو ګټو ترڅنګ لاندي مهمي لاسته راوړني لري: 

۱: د اوبو لګولو لپاره د اوبو زیرمه کول 

۲: د نهه میګاواټه برېښنا تولیدول

۳: د موسمي سېلابونو کنټرول

۴: د سیمي د ابو لاندي ابخور رالوړول

۵: چاپېریال ساتنه کي مهم رول

 

Related Articles

Jan 23, 2021
4,743 views

کوم ډول خلک زمونږ رښتيني ملګري دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنيز ژوند کې ټول انسانان د نورو همکارۍ ته اړ دي. دغه خلک د کورنۍ، کلیوالو، وطنوالو او یا هم د دوستانو په شکل له موږ سره د ژوند په چارو او فعالیتونو کې همکاري کوي، تر څو په ګډه له ژونده خوند واخلو او پرمختګ وکړو.  که حقیقت و...

Aug 11, 2021
20,166 views

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲...

Mar 17, 2025
980 views

لمریزه قطب نما- د لمر څخه څلور طرفه پیداکول

#لمريزه_قطب_نما تاسې په دښته (صحرا) او يا کوم ناپيژندل شوي ځای کې کې لاره ورکه کړه، نو د لمر په مرسته خپل لوری داسې موندلی شئ:  1. لرګی ودروئ: یو سېده لرګی په ۹۰ درجې (عمودي) پر ځمکه کې ودرَوئ، او یو کوچنی کاڼی په هغه ځای کې کېږدئ، چرته چې د سیوري پ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,969 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,198 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,182 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...