To start downloading books

Please sign in or create an account.

آیا د ذهني آرامۍ پر دې لارو چارو پوهیدئ؟

آیا د ذهني آرامۍ پر دې لارو چارو پوهیدئ؟

لیکنه: لیمه دلیل

ذهني آرامي او د ذهن کنټرول

  • آیا تاسو هم له ډیرو فکرونو ځوریږئ؟
  • آیا ذهن مو خپل کنټرول کې دی؟

که ژوند کې بریا غواړئ، نو له ذهن نه مو باید په غوره شکل استفاده وکړﺉ او دا هغه وخت شونې ده چه ذهن مو راټول وي او خپل افکار مو کنټرول کې وي. خو که فکرونه کنټرول نه کړئ، دا به ستاسو او د ژوند تر منځ ډیر واټن رامنځته کړي.

 

بې کنټروله ذهن ته د هر ډول فکرونو تګ راتګ بې له کومې دمې څخه ممکن په ساعتونو دوام وکړي. دا ډول به مو ذهن ډیر مصروف وي او دا به یې ستړی کړي. په پایله کي به مو په وجود کی هم بې له دې چې کوم کار مو کړی وي ژوره ستړیا احساس کوئ. دا فکرونه به هر ډول وي راځی، دمه کوي او تاسو ځان سره مصروفوي. همداسې دا ځي بل راځی. مثلاً که تاسو نیم ساعت خپلې سترګې پټې کړﺉ او ذهن ته متوجه شئ، و به ګورئ چې ډېر زیات او هر ډول فکرونه دي، چې ذهن ته مو ځي او راځي. ممکن دا فکرونه د کور، دفتر، مملکت، خلکو، ژوند، تېرمهال، راتلونکې او... اړوند واوسي.

 

خو اصلی موضوع دا ده چه که ذهن مو خپل تسلط او اختیار کی ونه نیسئ، تاسې به د آرام ذهن او آرام ژوند له نعمت څخه بې برخي شئ. ممکن ژوند کې ډېر څه ولرۍ خو چې فکري آرامښت و نه لرئ، داسې یې وګڼئ چې هیڅ نه لرئ.

تاسو باید پام وکړﺉ چې د خپلو فکرونو بنديوان نه شئ.  مولانا څه ښه وایي: "بریا د هغو انسانانو په برخه ده، چې د خپلو افکارو حاکم و اوسي نه محکوم." او دا حتی د خوشبختۍ یو لوي راز ده چه ذهن مو خپل کنټرول کې ونیسئ او هر ډول فکر بې له خپلې اجازې ذهن ته ور پرې نږدﺉ.

 

دوه مهم تکتیکونه

په دې برخه کې به تاسو د ذهن د کنټرول او پر فکر د واک پيدا کولو دوه ډېرې آسانې او ښې طریقې وپېژنئ. ترڅو په راتلونکي کې د خپل فکر اختیار پخپل لاس کې واخلئ. 

 

لومړی

که غواړئ چې ذهن مو کنټرول کړﺉ، یعنې ذهني آرامښت او تمرکز ولرئ باید د مزاحم کوونکو افکارو راتګ ته "نه" ووایئ. داسې چې مزاحم فکر مخاطب کړﺉ او ورته ووایئ: "زه اوس نه غواړم ستا اړوند فکر وکړم." که د فکر مزاحمت او راتګ بېحده زیات وو نو نظر په موضوع د یو څو شېبو یا یو ساعت لپاره ورته یا هماغه اوس او یا وروسته وخت ورکړئ او په اړه یې فکر وکړئ، خو بیا بېخي د هغه اړوند فکر مه کوﺉ. دا ممکن لومړیو کې سخت وي؛ خو ورو ـ ورو ذهن عادت کېږي. کله چې ذهن وګوري تاسو هر ډول فکر ته په هر وخت کې د راتګ اجازه نه ورکوئ وروسته یې دی هم پر مخ دروازه بندوي او ذهن به مو په مربوطه موضوع کومه چې تاسو غواړئ متمرکز وي.

 

دویم

بل دا چې که ذهن د یو څه مودې لپاره بېخي له هر ډول فکر او سوچ لرې او کاملاً تش وساتئ، یعنې ذهني سکوت ولرئ نو عالي بدلون به ووینئ. که حتی د دېرشو ثانیو لپاره هم ذهن تش وساتئ ممکن د ساعتونو ـ ساعتونو ستړیا مو رفع شي. د دې لپاره هم یو میتود دا ده چې ذهن ته ووایئ : "زه ګورم چې اوس مې لومړی کوم فکر ذهن ته راځي؟ "ستاسو به پام شي چې ذهن ته به مو د یو څه مودې لپاره هیڅ هم رانه شي داسې به ډېر زیات د آرامۍ احساس وکړﺉ.

دا ډول د ذهن کنټرول په تمرین او د وخت په تېرېدو سره لا پیاوړی کولای شئ. یوازې باید په جدیت او قاطعیت سره ادامه ورکړئ.

د خپل وخت او انرژۍ ضایع کول بند کړﺉ. د پیاوړي ذهن، ژور تمرکز او ذهني آرامښت سره مو ژوند ته خوشحالي راولئ.

Related Articles

پر خسرګنۍ د زوم د ګرانښت پینځه نښې!

لیکنه: شکېبا نادري پر خسرګنۍ د زوم د ګرانښت پینځه نښې!     دا خو ښکاره خبره ده چې کله یوه نجلۍ واده وکړي او د یوې نوې کورنۍ غړې شي، نو په زړه کې یې په سلګونو پوښتنې پیدا کېږي، چې ایا دوی به له ما سره مینه لري او که نه؟ زه به له دوی سره خوشحاله وم او که نه؟ دوی به ښه خلک وي او که بد؟ د هلکانو په زړونو کې هم د خپلو خسرخېلو په اړه داسې او دې ته...

آیا نارينه تر ښځو ځیرک (هوښیار) دي!؟

آیا نارينه تر ښځو ځیرک (هوښیار) دي!؟ لیکوال - جواد میرزايي ژباړه او لنډیز - ریاض مقامزی ــــــــــــــــ که د هر څه په اړه خبرې کوو، لومړی باید د هماغه موضوع پر ابتدايي ادبياتو (اصطلاحاتو) پوه شو. تر هر څه اول باید د کلمې مصداق دواړو جانبینو ته یو ډول وي او بیا دې د موضوع پر ماهیت بحث وکړي. کله چې غواړو د ښځو او نارينه وو د ځيرکتيا په اړه وغږې...

بهرام خان خادم طرحه د اشرف غنی په اړه

زما په نظر خو بهرام خان خادم ښه طرحه وړاندې کړې  د امريکا پرځای ولسمشر غني راوغواړئ! ولسمشر غني په نړيوال بانک کې کلونه-کلونه د بشري ناورينونو د دفعې کميسيون غړی ؤ. ولسمشر غني د شوروي اتحاد لپاره په ځان بسيا اقتصاد پروپوزل ليکلی. ولسمشر غني د نړۍ لسو غریبو هيوادونو ته اقتصادي طرحې ليکلي. مغرور ملته! د هوايي دهليز د په خدای که نوم هم اوريدلی ؤ؛...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...