موږ او تاسې څخه راچاپېره هوا د اکسيجن او ناېتروجن ( عناصرو) څخه جوړه ده . اکسيجن په نړۍ کې ( نه ېوازې د انسان بلکې تقريبآ ټولو ژوندیو موجوداتو )د ژوند کولو لپاره تر ټولو زیات مهم او اساسي عنصر دی .
انسان کولی شي د خوړو پرته شاوخوا شپږ اونۍ ژوند وکړي ؛ بې له اوبو څه کم او زېات 100 ساعته ژوند ممکن دی ، خو د اکسيجن په نشت کی انسان له څلورو - پينڅه دقېقو څخه زیات ژوندی نه شي پاتې کېدی .
سره له دی چې اکسيجن تر دې کچې د ژوند اساسي توکی دی ، خو ولې خلک د هغه موجودېت او ارزښت ته دومره پاملرنه نه کوي ؟ د ځينې پوهانو له انده دا ځکه چې له ېوې خوا اکسيجن ېوه بېرنګه ماده دا او په سترګو نه ليدل کېږي ، دوهم دا چې بدن په وسيله د هغه د جذب عملېه په اتومات ډول تر سره کېږي او موږ په کې په شعوري ډول کومه ونډه نه اخلو او درېم دا چې دغه د ژوند لومړی درجه مهم توکی تر اوسه په طبیعت کې په کافي اندازه موجود دی او کمبود ېې نه احساسېږي ...
- د اکسيجن 1/5 مه برخه د ماغزو لخوا کارول کېږي .
- ونې مه وهئ ونې کېنوئ . په منځني ډول ېوه غټه ( بالغه ) ونه په کال کې دومره اکسيجن جوړوي چې د 2 کسانو د سا اخيستنې لپاره بسنه کوي . د اعدادو په ژبه دا 125 کيلو ګرامه اکسيجن کېږي .
- زموږ د مځکې شنه بوټي په کال کې 3 تريليونه ټنه خالص اکسيجن توليدوي .
- اکسيجن د هر مځکني ژوندي موجود د وزن 2/3 مه برخه جوړوي . H2O
- اوبلن شوی اکسيجن په مقناطيسي ساحه کې مقناطيسي کېږي او ېوه عادي اهنربا ېې هم ځان ته راښکلی شي .
# ونې مه وهئ، ونې کېنوی او ژوند سره مرسته وکړئ .
Related Articles
کوم کتاب ولولو او څنګه یې ولولو؟
داسې ډېر کتابونه مې لوستلي چې اوس پرې پښېمانه یم. هر کتاب په لوستلو نه ارزي. دلته د کتاب د ورځې په بهانه له دوستانو سره خپله تجربه شریکوم. ممکن د کتاب په انتخاب او لوستلو کې ورسره مرسته وکړي. ۱ – انټرنېټ، سوشیل مېډیا، ټلوېزیون او په ټوله کې کاري بوخ...
د والدینو هغه کړنې چې اولاد بې تربیې کوي!
لیکنه: شکېبا نادري د والدینو هغه کړنې چې اولاد بې تربیې کوي! دا خو ښکاره خبره ده چې هر مور او پلار هڅه کوي چې اولادونو ته یې ښه روزنه ورکړي، غواړي له ماشومتوب څخه خپلو اولادونو ته ښه ادب، درناوی او روزنه ور زده کړي، تر څو ټولنې ته یې د یو ګت...
د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه(پنځمه برخه) د پټرا ښار
لیکنه: شکېبا نادري، د نړۍ اووه حیرانونکي ځایونه پینځمه برخه د پټرا ښار د ننني ارډن په سوېل کې، د لویو غرونو په منځ کې، یو لرغونی، ښکلی او پټ ښار شتون لري چې پټرا نومېږي، نبطیان هغه ټبر و چې له میلاده یې 400 کاله پخوا په دې ښار کې ژوند کاوه او دا...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...