To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 3,888
د واده لپاره مناسب عمر کوم دی؟

د واده لپاره مناسب عمر کوم دی؟

لېکنه: شکېبا نادري، د واده لپاره مناسب عمر کوم دی؟

 

د انسان د پیدایښت موخه د الله عبادت او د انساني نسل زیاتوالی دی، د انساني نسل د زیاتوالي یوازینۍ سرچینه واده کول دي. واده کول په هره ټولنه کې په بېلابېلو عمرونو او بېلابېلو رواجونو ترسره کېږي، ځینې کورنۍ په ډېر کم عمر کې د خپلو اولادونو ودونه کوي، خو ځینې بیا بېخي له دې نظر سره مخالف دي، نه غواړي چې په کم عمر کې خپلو اولادونو ته لوی مسوولیتونه ور په غاړه کړي.

 

د ډېری خلکو په ماغزو کې تل دا پوښتنه شته چې د واده لپاره مناسب وخت کوم دی؟

هیله ده هغه کسان چې داسې پوښتنې یې په ماغزو کې ګرځي د دې لیکنې په لوستلو سره خپل ځوابونه تر لاسه کړي!

 

واده کول د هلک او نجلۍ په ژوند کې یو نوی بدلون دی چې د مجردۍ له ژوند سره ډېر توپیر لري. واده کول د حضرت محمد ﷺ له سنتو څخه دی، د واده په اړه په قرانکریم (سورۃ نساء) او ډېرو حدیثونو کې یادونه شوې ده. حضرت محمد ﷺ تل په خپل امت د واده کولو لپاره ټینګار کړی دی. 

په اسلام کې د واده لپاره کوم ځانګړی وخت نه دی ټاکلی شوی، خو دومره ویل شوي چې نجلۍ له نهه کلنۍ او هلک له پینځلس کلنۍ وروسته واده کولو ته چمتو دي، ځکه چې په دې کلنو کې د دوی بلوغ ته رسېدل شوني دي، خو د دې ترڅنګ موږ ویلای شو چې د اسلام دین د اعتدال دين دی، نه پکې کمي او نه زیاتی شته، نو په اسلامي هېوادونو کې ټولو مسلمانان د خپلو اولادونو د پیاوړتیا په نظر کې نیولو سره د هغوی د واده پرېکړه کوي، خو په ځینې هېوادونو کې بیا خلک خپل اولادونه د دودونو قرباني کوي او مخکې له وخته آن د پیدایښت پرمهال یې د یو کس په نامه کوي چې دا کړنه بیا د بېلابېلو ستونزو د پیدا کېدو لامل کېږي.

 ارواپوهان وایي چې موږ هېڅکله نه شو ویلای چې د واده کوو لپاره ځانګړی عمر کوم دی، ځکه دا ځانګړنه په انسانانو کې توپیر لري، دوی وایي چې د واده لپاره باید انسان نه یوازې جنسي بلوغ بلکې ټولنیز او عاطفي بلوغ ته هم رسېدلی وي. 

په جنسي بلوغ خو ټول پوهېږو، خو اوس به تاسو ته دا پوښتنه پیدا شوې وي چې عاطفي او ټولنیز بلوغ څه ته وایي؟

له ټولنیز بلوغ څخه موخه دا ده چې دوی ټولنه او د ټولنې خلک وپېژني او له دوی سره د اړیکو په جوړولو ځان پوه کړي، خو له عاطفي بلوغ نه بیا موخه د کورنۍ، خاوند او اولادونو سره د مناسبې رویې او اړیکو مخته وړل دي، چې دې درې ډوله بلوغونو ته رسېدل په ټولو انسانانو کې په بېلابېلو عمرونو کې ترسره کېږي، کېدای شي یو کس په شل کلنۍ او بل بیا په دېرش کلنۍ دا مرحلې پوره او د واده لپاره چمتو شي. 

ارواپوهان وایي چې هلک باید په اته ویشت او نجلۍ په پینځه ویشت کلنۍ کې واده وکړي ځکه دا هغه عمر دی چې دوی خپل ښه، بد، د احساساتو کنټرول، د مخالف جنس پېژندنه او درک، د خواښې او خسر درناوی، د زده کړو خلاصول او داسې نور هرڅه زده او تجربه کړي دي، دوی د واده لپاره تیار او کولای شي د خپلو مالي چارو په نظر کې نیولو سره د ځان لپاره مناسب کس پیدا او ورسره خپل ژوند ته دوام ورکړي. 

ارواپوهان دا هم وایي چې هېڅکله د یوازیتوب څخه د خلاصون لپاره په کم عمر کې له داسې کس سره د واده پرېکړه ونه کړئ چې خوښ مو نه وي، دا کار مو اوس مهال له یوازېتوب ژغوري، خو وروسته درته ستونزې جوړولای شي او دا هم باید په یاد ولرو چې د خاوند او مېرمنې  ترمنځ د عمر واټن تر اوو، اتو کلو زیات نه وي چې دا هم بیا ستونزې جوړولای شي.

د پورتنیو ذکر شویو خبرو په لیدلو سره ویلای شو چې د واده لپاره چمتو کېدل په انسانانو کې توپیر لري کورنۍ باید د خپلو اولادونو د ودې او پیاوړتیا په نظر کې نیولو سره د دوی د واده پرېکړه وکړي چې یو ارامه او ښه ژوند ولري.

Related Articles

د سر درد لس لاملونه

کلستري سر درددا ډول سر درد له ځان سره شدید درد لري، په داسې حال کې چې دا درد د نورو ډولونو په پرتله لږ عام دیاو له هرو لسو نفرو (۹) یي نارینه دي، او بل هغه کسان چې ډیر وخت نشه یي توکي کاروي هم له دې ډول سر درد سره مخ کیږي.د کلستر سر خوږي په ډلیزه توګه حمله کوي،سر دردي، هره ورځ په یوه معین وخت کې خپریږي. او امکان لري دا دردونه ورځې، اونۍ، او کیدای ش...

د جملې ځانګړتياوې

ليکنه ـ رياض مقامزی مونږ د خپلو خبرو ليکلو پر مهال تل له جملو څخه کار اخلو، هڅه کوو چې مخاطب ته يو څه ور انتقال کړو. د همدې په خاطر د ښو جملو جوړولو لپاره اړينه ده، چې د جملې پر ځانګړتياوو بحث وکړو. په پښتو ژبه کې د جملې ځانګړتياوې په دې ډول دي: د کلمې معنا د کلمې ترتيب مفهوم بشپړتيا ګرامر ۱ - د کلمې معنا مثال: پوف او لوف ښايي موف وپېري...

جبل الرماة غر

معالم المدينة النبوية) جبل الرماة!جبل الرماة چې جبل عينين هم نوميږي داکوچنی غر، داحد په لمن کې د مسجد نبوي شمال ته درې کيلو متره لرې واقع ده دا هغه غر ده چې نبي صلی الله علیه وسلم  داحد دغزا پرمهال پر دغه غره دعبدالله بن جبیر په مشرۍ(۵۰) جنګیالي کمارلي ؤ تر څو شا لخوا پرې دښمن  حمله ونه کړي خو دوۍ فکر وکړ چې جنګ خلاص شو خپل سنګر ېې پريښود چې همدغه...

Recommended Articles

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....