To start downloading books

Please sign in or create an account.

د سنځلې روغتيايي ګټې!

د سنځلې روغتيايي ګټې!

سنځلې چې په فارسي کې ورته سنجد، په انگریزي  ژبه deaster او Bohemian oleaster او Russian olive ، په فرانسوي ژبه chalef او Eleajne ويل كيږي او لاتین او علمي  نوم یې  Elaeagnus Angustifolia دی یو دوه مشیمه  (Dicotyledon) ونه ده چې په افغانستان ، تر کیې ، ایران ، قزاقستان  ، روسیې ، چین ، جاپان او شمالي امریکه کې پیداکیږي. 

سنځلې دپسرلي په مو سم کې ژیړ رنګه ګلان کوي او دمني په لومړیو   کې پخیږي . په افغانستان کې دلوګر،پکتیا ، خوست او میدان او شمالي سیمې  سنځلې مشهورې  او ډیرې خوږې دي . دسنځلوګلان خوشبویه وي او  دګلانو نه  یې  عطر هم جوړیږي.دا بوټي په امريكا كي د ځمكي د تخريب د مخنيوي، د ځمكو د رغونې او د وحشي ځناورو نه د چاپیریال  د ساتلو او ښكلا لپاره كرل كيږي.

دسنځلې میوه سوررنګ لري او  A او B  او K  ویټامیینونه هم لري .  د سنځلي منځني برخه او هسته ډير غذايي اهميت لري ، د سنځلي منځني برخه دوه ډوله قندونه ،گلوكوز او فركتوز اود اووو  ډوله  اشباع شوو او غير اشباع شوو غوړیو  درلودونكي ده. د سنځلي هسته ۱۷ ډوله  امينو اسيدونه لري  او داسي ويل كيږي چي دا ميوه د صفرا لپاره دوا ده ، په ولسي  طب كي دا ميوه د قبض ،د غاښونو او د معدي د زخم لپاره ديره اغیزمنه ده. ددي وني نه  د عطر جوړولو او د لرگي په صنعت كي گټه اخيستل كيږي. دا ميوه د قي ( استفراق )د مخنيوي لپاره هم يوه ښه دوا گڼله كيږي. سنځلې  د سړو تبو دلري كولو او د زړه لپاره ښه گتوره ميوه ده. همدارنگه كه چيري دا ميوه د زيتونو په غوړو كي سره شي نو د خارښ، د بندونواو مفا صلو  د درد  دمخنیوي او همدارنگه د ويښتانو دودې  لپاره گټوره ده. په اسپانيا كي د سنځلو د گلانو له شيري نه د شديدو او خطرناكو تبو په مخنيوي كي هم گټه اخلي. همدارنگه سنځله د بواسيرو لپاره هم گټوره ده، هغه څوك چي ډيري متيازي کوي دهغو د مخنيوي لپاره ښه دوا ده. سنځله د ځیګر  د ناروغيو لكه زيړي لپاره ډيره گټوره ده، په سنځله كي د كلسيم اندازه ډيره ده نو له دي کبله  د هډوكي لپاره گټوره ده. دا ميوه د درد ضد ، سرطان ضد او د ويني د فشار مخنيوونكي ده او همدارنگه د شكرې(قند) د ناروغۍ لپاره هم  ډيره گټوره ده.

Related Articles

دا نه پوهیږي چې دا یوه مجسمه ده

په پورته انځور کې دا کوچنۍ انجلۍ پدې نه پوهیږي چې دا یوه مجسمه ده، یوازې ګوري چې یو کس (سړی) رنځ او درد باسي او مرستې ته اړتیا لري. که چېرې زمونږ ښه والی، د نورو خلکو رفتار او رویې پورې تړلی وي . . نو دا ښه والی ندی؛ بلکې یوه راکړه ورکړه (معامله) ده . . . کیږي چې پتنګ شې او په هر ګل کیښنې . . خو دا غوره ده چې مهربانه شې . . !! وایي: هر کله م...

د "ماديدي" ملي پارک؛ چېرته چې ۱۲۵۴ ډوله الوتونکي مرغان ژوند کوي

 د ماديدي ملي پارک د ځمکې پر سر یو له هغو سیمو څخه ده، چې د انساني تمدن له ساحې لرې پاتې ده.  دا سیمه له طبیعي رنګارنګۍ، ښکلا او عظمت څخه ډکه ده. که تاسو په ګڼ مېشتو سیمو کې ژوند کوئ نو حتماً به د داسې آرامې سیمې په لټه کې یئ، چېرته چې ستاسو پر وړاندې هېڅ ډول خنډ نه وي. ممکن تاسو د  ځنګل او غرونه ليدو ته ډېر لېوال اوسئ. ډېری خلک علاقه لري، چې د غر...

اصهاب کهف څوک وو؟

د اصحاب کهف (د سمڅې یا غار)  د یارانو په اړوند به مو ډیر څه لوستلي وي. په قرآن شریف کې ددوی په اړوند یوه سوره شته چې( سورةالکهف ) یې بولي . همداراز ددوی په اړوند ډیرې لیکنې، ویډیو ګانې او فلمونه هم جوړ شوي دي. په مسیحي دیني منابعو کې هم ددوی یادونه شوې ده. اصحاب عربي ویی(لغت)  دی، چې ملګرو او هم صحبتانو ته وایي او کهف هم سمڅې یا غار ته ویل کیږي. پ...

Recommended Articles

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...