د نړېوال جام مخکښ توپوهونکي څوک دي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 15, 2021
4 years ago
1,894 views
د نړېوال جام مخکښ توپوهونکي څوک دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د "۲۰۲۱ز" کال د کریکټ د شل اوریزو لوبو نړېوال جام بېګاه شپه پای ته ورسېد. ددې لوبلړۍ په ورستي پړاو کې د افغانستان په ګډون د دولسو "۱۲" هيوادونو لوبډلو برخه اخیستې وه، چې په پایلوبه کې اسټرالیا او نیوزلینډ سره مخامخ شول. اسټرالیا وکولای شول په دې لوبه کې بریا خپله کړي او ددې کال اتلولي پخپل نوم ثبت کړي. خو په دې ټوله لوبلړۍ کې ځينو لوبغاړو وکولای شول تر نورو ډېرې منډې جوړې کړي، چې له ډلې یې د پنځو مخکښو لوبغاړو نومونه په دې ډول دي.

 

لومړی| بابر اعظم

د پاکستانۍ لوبډلې پیاوړي لوبغاړي "بابر اعظم" په دې ټورنمینټ کې تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې. بابر اعظم وکولای شول په شپږو لوبو کې "۳۰۳" منډې ترلاسه کړي او په دې توګه یې د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړ. د منډو په دې ټولګه کې ۴ نیمه سلیزې هم موجودې دي او په یوه لوبه کې یې لوړې منډې "۷۰" دي.

 

دویم| ډيویډ وارنر

د اسټرالیا د کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی پیلیز لوبغاړی "ډيويډ وارنر" په دې نړېوال جام کې دویم لوبغاړی شو، چې تر نورو یې ډېرې منډې جوړې کړي دي. نوموړی په "۷" پاڼيو (انینګز) کې ولوبېد او "۲۸۹" منډې یې جوړې کړې. په یوه پاڼۍ کې یې لوړې منډې (Runs) نهه اتیا "۸۹" دي. همدارنګه په ټولو لوبو کې یې اوسط "۴۸" منډې کېږي.

 

درېيم| محمد رضوان 

ورپسې د پاکستانۍ لوبډلې بل بریدګر لوبغاړی "محمد رضوان" په دې نوملړ کې درېيم مقام لري. نوموړي په شپږو پاڼيو کې د "۴۶،۸۳" منډو په اوسط لوبې وکړې او ډېر ښه وځلېد. په دې نړېوال جام کې یې د ټولو منډو مجموعه "۲۸۱" ده.

 

څلورم| بټلر

په څلورم مقام کې بیا د انګلستان هېواد پیاوړی لوبغاړی "جوز بټلر" دی. بټلر وکولای شول د "۲۶۹" منډو په جوړولو سره د پیاوړو لوبغاړو په دې لیست کې څلورم ځای خپل کړي. البته دا منډې يې په شپږو انینګزونو کې ترسره کړي دي. د بټلر د منډو اوسط "۴۴،۸۳" کېږي.

 

پنځم| اسلانکا

د "۲۰۲۱ز" کال نړېوال جام د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په نوملړ کې پنځم نوم د سریلینکایي لوبغاړي "اسلانکا" دی. نوموړي د اته دېرش نیمو "38.5" منډو په اوسط سره لوبې کړي دي، چې د منډو مجموعه یې "۲۳۱" ته رسېږي.

Related Articles

Nov 10, 2020
1,945 views

د چين ووهان ښار لا ډېر وپېژنئ!

د کرونا ويروس له خپرېدو سره د "ووهان" ښار نوم نږدې ټولې نړۍ وپېژنده. ځکه چې ووهان ددې ويروس د خپرېدو مرکز و. په دې لیکنه کې به تاسو د ووهان ښار په اړه لا ډېر پوه شئ. ووهان له شانګهای، مسکو، پیکن، او لندن وروسته د نړۍ پنځم لوی ښار دی. د ترانسپورت د ډې...

Nov 16, 2020
2,350 views

شانس های اتفاقی

شانس های اتفاقی (معرفی کتاب) مصطفی عمرزی با چاپ و انتشار کتاب «احمد شاه مسعود به روایت همسرش»، آن رُخ سیاسی این پرونده نیز رونما شد که در سایه ی نیرو های خارجی، مثال ها دارد. ظاهراً نشان دادن چهره ی دیموکراتیک از تنظیم هایی که پس از سقوط طالبان، ه...

Aug 05, 2021
3,250 views

د هندواڼو اته روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی هندواڼه یو له هغو خوندورو مېوو څخه ده، چې خلک یې په اوړي کې د ښه خوند ترڅنګ د یوې یخې مېوې په توګه هم خوري. دا مېوه ګڼې روغتيايي ګټې لري، چې ممکن له ځينو یې خبر نه اوسئ. په دې لیکنه کې یې په اړه لا ډېر پوهېدای شئ.    لومړی ـ د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,798 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,433 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,862 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...